اپریل 03, 2020

د هندو مندر جوړوي خو د مسلمان مسجد نړوي…!!

د هندو مندر جوړوي خو د مسلمان مسجد نړوي…!!

لیکنه: موسی فرهاد

دا کار د هندوانو په خپل پلرني ټاټوبي هندوستان کې نه کیږي، چيري چې قاطع اکثریت هندو ګروهمن اوسي؛ بلکي دا په افغانستان غوندي مسلمان هیواد کې ترسره کیږي، چېري چې د نفوس ۹۹٪ سلنه وګړي مسلمانان دي.

خبر دی چې، کابل کې د ډېرسري حکومت د مالیې وزارت، د هندو او سیک لږکیو د معبدونو د بیارغونې لپاره پنځوس میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.
ویل کیږي چې دغه مندرونه زیاتره په کابل، غزني، خوست، پکتیا او ننګرهار کې دي. په کومو سیمو کې چې د مسلمانانو د بې شمېره مساجدو له جملې نه لږ تر لږه په میاشت کې دوه یا درې جوماتونه او یا مدرسه د کابل د ځواکونو او د هغوی د بهرنیو بادارانو په بمبارونو او شپنیو چاپو کې له خاورو سره خاوري کیږي.

د دغه مسجد او مدرسې ګناه ظاهراً دوه شیان ښودل کیږي، یو دا چې په تېروتنه دا کارونه ترسره کیږي، که څه هم کلونه دوام کوي، او دویم دا چې احتمالاً کوم مجاهد طالب به ورکي لمونځ کړی او یا به یې شپه ورکي تېره کړي وي، او یا به یې دینی سبق پکښی ویلي وي.

زما مطلب دا نه دی چې ولي د لږکیو د عبادتځایونو د ترمیم یا له سره جوړښت لپاره بودیجه بیلیږي؟ هغوی هم په دې خاوره کې مستأمینین یا اهل الذمه بلل کیږي چې په اسلامي ټولنه کې له خپلو ځانګړیو حقوقو څخه اسلام برخمن کړي.

مګر هدف دا دی چې د کابل ګوډاګۍ اداره چې له یوې خوا یې د بې ګناه افغانانو په وینو د ځان خړوبول ورځنۍ مشغله ګرځولې؛ له بلي خوا یې د دې ملت په دیني ارزښتونو هم داسي ملنډي شروع کړي چې د اسلام له دین سره د هغوی دښمني له ورایه څرګندوي.

د یوې محتاطې احصائیې له مخي په تېر 2019م کال کې نژدې (102) جوماتونه په بمونو انفجار يا بمبارد شوي دي او 16 نور یې داسي تخریب کړي چې فقط دروازې يې ورته په بمونو الووزولې دي. 18 ښوونځي، 20 روغتیایی کلینیکونه، 11 دیني مدرسې، او (1650) د عامو خلکو کورونه ویجاړ کړي. او داسي په سلګونو نور عام المنفعه اماکن یې له منځه وړي دي.

د تېري جنورۍ په میاشت کې یې نژدې 6 جوماتونه بمبارد کړي، چې تصویرونه یې پر خواله رسنیو هرچا ولیدل.

د میدان وردګ، چک ولسوالۍ په خوات درې کې یو مسجد، د ننګرهار، غني خیلو په مارکو کې یو جومات، د کندوز په خان آباد کې یو جومات، د هرات د چیشت ولسوالۍ د دره تخت په سیمه کې یو جومات، د هلمند، سنګین د بخشک په منطقه کې په ډي سې توپ یو جومات او په لغمان کې یې یو مسجد منفجر کړ. دا خو فقط د تېري یوې میاشتې خبره ده.

تېر کال یوازي په همدې فروري میاشت کې بهرنیو اشغالګرو د کورنیو لاسپوڅو په ملتیا د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د بدرآب په سیمه کې د حمیدیه په نوم یوې لویې تاریخي دیني مدرسې ته اور واچاوه، داسي یې وسوځوله چې حتی د قرآنکریم نسخي او ګڼ شمېر دیني کتابونه یې هم پکښي لولپه کړل.
تر دې څو ورځي وړاندي یې د غزني ولایت دهیک ولسوالۍ تاسن سیمه کې همدې ګډو عسکرو یو لوی مسجد په بمونو والوزاوه. دا راز د میدان وردګ جلریز ولسوالۍ په زیولات سیمه کې یې د کرهڼي یا زراعت یوه ډيره ښایسته لیسه داسي بمبار کړه چې نژدې له خاورو سره یې خاوري کړه.
ترهغه یوه شپه وړاندي یې د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ په تودنک سیمه کې د ماشومانو یوه دیني مدرسه او ابتدائیه ښونځۍ چې د ابوحنیفه په مدرسه او ښونځي سره يې شهرت درلود؛ همغه شان بمبار کړه، لکه د جلریز لیسه.

دوی که څه هم ظاهراً دا کارونه په دې بهانه کوي چې ګویا دلته مجاهدین اوسي، خو له بمباره وروسته تراوسه هم په دې نه دي توانیدلی چې میډیا ته د هغه چا تصویر وښيي چې دوی په نښه کړی وي.
هیوادوال نه پوهیږي چې له دې نه د کابل حکومت مقصد څه دی چې دیني مدارس او مساجد یې هدف ګرځولي.؟

اشغالګر، د هغوی ګوډاګیان او د دوی اړوند رسنیو خو همیشه دا د ځان لپاره یو تبلیغاتي شعار ګرځولی چې دوی دلته د خلکو د تعلیم، صحت او بیا آبادۍ لپاره راغلي دي. د چا له دیني ارزښتونو سره یې سروکار نشته.
او طالبانو پسي همیشه دروغ وایی چې د تعلیم، ترقۍ، ارزښتونو او آبادۍ دښمنان دي، مګر په عمل کې خو له ورایه څرګندیږي چې دا کار فقط د کابل حکومت د خپلو بهرنیو آقایانو په ملاتړ ترسره کوي، ځکه دا هرڅه ثابت شوي، چې مجاهدین خو مدرسې، مکاتب، کلینیکونه او بازارونه آبادوي مګر اشغالګر او د هغوی لاسپوڅي یې ورانوي.

د کاپیسا مدرسه یې له قرآنکریم سره یوځای په اور کې لولپه کړه، د کندوز مدرسه یې له 150 ماشومانو سره لوټي لوټي کړه، د جلریز لیسه یې هواره کړه، د فراه ابتدائیه ښوونځی یې بمبار کړه،،، په سلګونو نوري دا ډول مدرسې او مساجد یې په بمونو ړنګ کړي او له منځه وړي دي.

خو دلته بیا اعلان کوي چې د هندو او سیک لږکیو لپاره یې په سږنۍ بودیجه کې ۵۰میلیونه افغانۍ بيلي کړي، ترڅو هغوی خپل معابد ورباندي ورغوي.

له دې نه دوه ټکي له ورایه بریښي، یو داچې د کابل د موجوده چارواکو هغه پټه څیره ښه بربنډیږي چې دوی له اسلام سره آساسي عقده لري، غواړي چې دیني مراکز، مساجد او نور اسلامي ارزښتونه په سیستماتیک ډول په یوه او بله بهانه له منځه یوسي او د طالب د پټن ځای په نامه یې تخریب کړي.

دویم دا چې د کابل ګوډاګۍ اداره څرنګه چې هر کال د فساد په برخه کې نړیوال ریکارډ جوړوي؛ د ارګ د چارواکو همدا کړني دي چې په مختلفو نومونو بودیجه تخصیصوي خو وروسته یې بیرته خپلو منځو کې د فساد قرباني کوي.
زه ګمان کوم چې د هندو او سیک د معبد په نوم دا بودیجه به بیا هم د ارګ د چارواکو د فساد په اړتیا کې مصرفیږي. هندو او سیک وطنوال دې خپل کار کوي.

پای ……..!
موسی فرهاد
2020 – فبروري 16

Related posts