اپریل 03, 2020

د فلسطین د تاریخ مهم ګږلیچونه

د فلسطین د تاریخ مهم ګږلیچونه

عبدالستار سعید

فلسطین چې د ارض الانبیاء (شام) یوه مهمه برخه ده او د اسلامي امت لومړنۍ قبله مسجد اقصی په کې قرار لري د مسلمانانو لپاره یو له سپيڅلو مقاماتو شمیرل کیږي. فلسطین چې تر دیارلس پیړیو زیاته موده د مسلمانانو وطن و له تیرو اوو لسیزو راپدیخوا د مسلمانانو د مظلومیت او محرومیت سمبول ګڼل کیږي. د فلسطیني مسلمانانو د مظلومیت وروستی مثال د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ  هغه ظالمانه طرحه ده چې غواړي دغه اسلامي خاوره د تل لپاره د یهودو په نام کړي او صهیوني دولت ته مشروعیت تر لاسه کړي. ددې لپاره چې د فلسطین د قضیې په پس منظر پوه شوي یو، په دې لیکنه کې درسره د فلسطین د تاریخ مهم پړاوونه د او د عطف نقاط شریکوو. هیله ده چې د موضوع په روښانتیا کې درسره مرسته وکړي.

۶۳۶ میلادي کال د فلسطین فتحه

په ۱۵ هجري کال چې له ۶۳۶ میلادي سره سمون خوري د فلسطین واک د روم له مسیحیانو څخه مسلمانانو ته انتقال شو. تر دې وړاندې فلسطین اود شام نورې برخې د هغو مسیحیانو لخوا اداره کیدلې چې د روم د امپراطورۍ تابع و. د اسلام د دوهم خلیفه حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په زمانه کې د شام د فتوحاتو په لړ کې فلسطین پرته له جنګه ونیول شو او د مسجد اقصی د کلیانو د ترلاسه کولو لپاره حضرت عمر فاروق له مدینې منورې بیت المقدس ته سفر وکړ.

۱۰۹۹ میلادي کال د بیت المقدس سقوط

کله چې د اروپا مسیحیانو په اسلامي نړۍ صلیبي بریدونه پيل کړل، د همدې حملو په لړ کې په ۱۰۹۹ میلادي کال کې بیت المقدس د مسلمانانو له لاسه ووت او صلیبي مسیحیانو اشغال کړ. بیت المقدس او د فلسطین ډيرې نورې برخې ۸۸ کاله د صلیبیانو تر اشغال لاندې وې او مسلمانان په خپله لومړنۍ قبله مسجد اقصی کې له عبادت څخه محروم وو.

۱۱۸۷ میلادي کال د صلاح الدین ایوبي کارنامه

فلسطین، بیت المقدس او مسجد اقصی ۸۸ کاله د صلیبیانو په لاس کې و. مسلمانانو یې د اوس غوندې په بیلتون د حسرت اوښکې تویولې، ډيرو غازیانو د صلیبي اشغال د ماتولو هڅې وکړې. خو الهي تقدیر دغه امتیاز د ستر غازي صلاح الدین ایوبي په برخه لیکلی و. تر دې چې په ۱۱۸۷ میلادي کال کې صلاح الدین ایوبي د حطین په جنګ کې صلیبیانو ته عبرتناک شکست ورکړ، ورپسې یې بیت المقدس هم فتحه کړ او د قبة الصخره له آذان خانو یو ځل بیا د تکبیر نعرې پورته شوې. تر دې وروسته فلسطین او بیت المقدس د مسلمانانو په واک کې و، په ۱۲۲۹ میلادي کال کې صلیبیانو یو ځل بیا د لنډې مودې لپاره بیت المقدس اشغال کړ، خو بیرته آزاد شو. بیا دا تاریخي خاوره هیڅکله د کفارو تر تسلط لاندې نه ده راغلې تر دې چې د شلمې پیړۍ په لومړیو کې عثماني خلافت سقوط شو.

۱۸۹۵ میلادي د یهودي دولت د نظریې مطرح کیدل

په نولسمه پيړۍ کې د یهودو صهیوني حرکت ډیر زور واخیست. د همدې حرکت یوه مشر هرتزل په ۱۸۹۵ میلادي کال کې د ( یهودي دولت)  په نوم کتاب ولیکه. نوموړی دا نظریه وړاندې کړه چې د یهودو لپاره باید یو ځانګړی او مستقل دولت جوړ کړای شي. نوموړي د یهودي دولت لپاره درې سیمې مشخصې کړې، فلسطین، د افریقا یوګانډا او یا هم د جنوبي امریکا د ارجنټاین هیواد کومه برخه.

۱۹۱۷ میلادي کال د فلسطین اشغال

له ۱۹۱۷میلادي کال وړاندې فلسطین د شام او حجاز په شان د ترکانو د عثماني خلافت تر واک لاندې و، په همدې کلونو کې کله چې د لومړۍ نړیوالې جګړې په مهال عثماني ترکانو شکست وخوړ او ټولې عرب میشتې سیمې یې له لاسه ووتې، فلسطین او بیت المقدس د انګریزي اشغالګرو تر تصرف لاندې راغلل.

۱۹۱۷ میلادي د نومبر دوهمه د بالفور اعلامیه

د فلسطین له اشغال څومیاشتې وروسته د ۱۹۱۷ کال د نومبر په دوهمه د انګلستان د بهرینو چارو وزیر آرتور بالفور په فلسطین کې د یهودي دولت د تأسیس اعلامیه صادره کړه چې وروسته د بالفور په اعلامیه مشهوره شوه. دې اعلامیه د یهودي دولت فکر له یوې خیالې نظریې څخه د تطبیق مرحلې ته نږدې کړ او د دې دولت د تشکیل لپاره د انګریزي اشغالګرو په همکارۍ فلسطین ته د یهودو راتګ پيل شو.

۱۹۴۷ میلادي د فلسطین تقسیم او د اسرائیلي دولت تأسیس

د ۱۹۴۷ میلادي کال په نومبر میشت کې د ملګرو ملتونو سازمان د امریکا او انګلستان په فرمایش د فلسطین تقسیم او د یهودي دولت جوړیدل اعلان کړل. د دې تقسیم له مخې د فلسطین ډيره برخه (۵۷ فیصده) یهودو ته ورکړل شوې وه. خو یهود چې د اشغالګرو همکاري ورسره وه په دې یې هم قناعت نه درلود او د فلسطین اکثره برخې یې په زور ونیولې، فلسطیني مسلمانان یې د خپلو کلیو پریښودلو ته مجبور کړل په پای کې فلسطیني مسلمانانو ته د بیت المقدس شرقي خوا، دغه راز د اردن سیند لویدیځه غاړه او د غزې تړانګه ورپاته شوه. نورې سیمې ټولې د اسرائیلي دولت برخه شوې.

۱۹۶۷ میلادي د جون میاشت د یهودي اشغال دوهمه مرحله

یهودي دولت د یوه ناسور په شان په منځني ختیځ کې را وټوکید او د ټولو عربو په ضد یې دښمني اعلان کړه. خو د هغه وخت عربي مشرانو د دې په ځای چې د اسلام او مذهبي جذبې په اساس له غاصبو یهودو سره جهاد وکړي د قومي جذبې په اساس یې ورسره مقابله پيل کړه. د مصر جمال عبدالناصر  او د سوریې حافظ الاسد دواړه له اسلامه بیګانه او د عربي نشنلیزم په جذبه کې غرق ول. د دوی تر حمایه لاندې د فلسطیني مقاومت مشري هم د یاسر عرفات په نوم یوه سیکولر مزاجه نشنلیسټ ته سپارل شوې وه، د امریکا، انګلستان او نورو په همکارۍ اسرائیلو په ۱۹۶۷م کال کې په لویدیځه غاړه، غزه، ختیځ بیت المقدس، د سوریې په ګولان او د مصر په سینا صحراء ناڅاپي حمله وکړه، د مصر هوایي ځواک یې په ځمکه ناست له منځه یووړ او یادې ټولې سیمې یې اشغال کړې. په دې ډول مسلمانان له یوازینیو ورپاته سیمو هم محروم شول. د غزې او لویدیځې غاړې واک اسرائیلي پوځیانو په لاس کې واخیست او لکونه مسلمانان یو ځل بیا په هجرت اړ شول. اسرائیلو نه یوازې د مسلمانانو سیمې ونیولې، بلکې د یهودیانو میشتول یې هم په کې پيل کړل چې تر اوسه جریان لري. د یهودو دې تعرض عربي نړۍ ته ټکان ورکړ. عرب مشران په همدې کال د سوډان په خرطوم کې سره جرګه شول او تعهد یې وکړ چې له اسرائیلو سره به هیڅکله جوړ جاړی نه کوي.

۱۹۷۸م د کمپ ډیويد توافق او د عربو د تنزل پيل

عرب مشرانو په لومړیو کې د اسرائیلو په دښمنۍ بشپړ اتفاق درلود، ځينې د مذهبي او ځیني د قومي جذبې په اساس د اسرائیلو په وړاندې حساس وو. خو په ۱۹۷۸م کال کې د سبتمبر په ۱۷ د امریکایي ولسمشر جیمي کارتر په منځګړتوب د مصر او اسرائیلو تر منځ یو توافق اعلان شو، چې له مخې یې مصر اسرائیلي دولت په رسمیت وپیژاند. دا توافق چې د مصر ولسمشر انور سادات او د اسرائیلو مشر مخام بیګن لاسلیک کړ، د مصر او اسرائیلو د دوستۍ او سیاسي اړیکو پيل و، اسرائیلو له سینا شاتګ وکړ، مصر اسرائیلي دولت په رسمیت وپیژاند او اسرائیلي بیړیو ته یې له سویز کاناله د تیریدو لاره ورکړه.

۱۹۸۲ میلادي په لبنان د اسرائیلو برید

په ۱۹۶۷م کال کې چې د فلسطینیانو سیمې په خاص ډول لویدیځه غاړه اسرائیلو اشغال کړه، د یاسر عرفات په مشرۍ فلسطیني مبارزین اردن ته لاړل. همدې فلسطینیانو د ځیني اردني خلکو په مرسته په اردن کې دومره قدرت ترلاسه کړ چې د اردن د شاهي حکومت اقتدار یې وننګاوه. په دې ډول د اردن د شاهي دولت او فلسطین پلوو تر منځ جنګ پيل شو چې د اردن په کورني جنګ یادیږي. اردن وتوانید چې د نورو هیوادونو په مرسته او د ( تور سبتمبر عملیاتو) په شان په ظالمانه بریدونو سره فلسطیني مبارزین مغلوب کړي. فلسطیني مبارزینو لبنان ته مخه کړه او د دې هیواد له جنوبه یې په اسرائیلو بریدونه پيل کړل. اسرائیلو همدا حملې بهانه کړې او په ۱۹۸۲م کال کې یې په لبنان یرغل وکړ او د دې هیواد ډيرې برخې یې اشغال کړې. په لبنان کې د اسرائیلو په وړاندې د مقاومت جبهات راپورته شول چې مهم یې د ایران په ملاتړ جوړ شوی د شیعه ګانو حزب الله ګوند و. اسرائیلو په ۱۹۸۵م کې د لبنان له ډيرو برخو شاتګ وکړ، خو د لبنان د جنوب ځینې سیمې یې تر ۲۰۰۰ م کال پورې له ځان سره وساتلې.

۱۹۸۷ میلادي د انتفاضې پيل

په اتیایمو کلونو کې د خبرو او سوله ییزو هڅو ناکامۍ او د الفتح او یاسر عرفات پڅې تګلارې فلسطینیان دې ته وهڅول چې په بدیله لار غور وکړي. دغه وخت په څنګلوري مصر کې اخواني حرکت په قوت کې و چې په فلسطین یې هم اغیز درلود. دې حالاتو د حماس تنظیم را زرغون کړ چې دیني او جهادي فکر یې درلود. په ۱۹۸۷م کال کې په ټولو اشغال شویو سیمو لکه لویدیځه غاړه، بیت المقدس او غزه کې فلسطینیانو په اسرائیلو بریدونه پيل کړل. چاودنو او استشهادي حملو زور واخیست. دغه پاڅون لومړنۍ انتفاضه ګڼل کیږي. د فلسطیني اسلامپالو دې خوځښت د یاسر عرفات موقف کمزوری کړ او نوموړي مجبور و چې د خپل فعالیت د نمایش لپاره ګام پورته کړي.

۱۹۹۳ میلادي د اوسلو تړون

د خلیج په جنګ کې له بریا وروسته په منځني ختیځ کې د امریکا موقف تر پخوا زیات پیاوړی شو. امریکا د عربو او اسرائیلو تر منځ د منځګړتوب هڅې پيل کړې په ۱۹۹۱ میلادي کال د امریکا او شووري په هڅو د عرب مشرانو او اسرائیلو تر منځ د مادریدکانفرانس دائر شو. په لومړي ځل د سوریې، اردن، مصر او فلسطین په شمول ګڼ عرب مشران له اسرائیلي چارواکو سره مخامخ کیناستل. همدې کانفرانس د اوسلو توافق ته لاره هواره کړه چې په ۱۹۹۳ میلادي کال کې د امریکایي ولسمشر بل کلنټن په منځګړتوب د یاسر عرفات او اسرائیلي مشر اسحاق رابین تر منځ امضاء شو. د دې توافق له مخې فلسطینیانو انتفاضه پای ته ورسوله او اسرائیلو په نیول شویو سیمو ( لویدیځه غاړه او غزه) کې فلسطینیانو ته د خپلواکو تشکیلاتو دجوړولو اجازه ورکړه چې د یوه حکومت تمثیل کوي. خو له دې توافق وروسته هم د فلسطینیانو جهادي بریدونه او د اسرائیلو ظالمانه بمبارونه او ځوابي عملیات جاري پاته شول. اسرائیل په ۲۰۰۶ کې په بشپړ ډول له غزې ووتل خو د اردن سیند لویديځه غاړه په خپل کنترول کې وساتله.

۲۰۲۰ د ټرمپ طرحه د پيړۍ معامله

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې له یهودو سره نږدې اړیکي لري، له څو کلونو یې د پیړۍ معامله په نوم د فلسطین د قضیې د حل لپاره د طرحې وړاندې کولو خبره کوله. تر دې چې د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنوري په ۲۸ مه یې په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیلي مشر بنیامین نتانیاهو سره په ګډه دغه طرحه اعلان کړه. د دې طرحې اساسي مقصد دا معلومیږي چې په ټولو اشغال شویو فلسطینی سیمو د اسرائیلو قبضې ته مشروعیت ورکړل شي. د دې طرحې له مخې په لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو ښارګوټي او کلي د اسرائیلو خاوره ګڼل کیږي او مسلمانانو ته د کوچنیو جزیرو په شان کم مقدار ځای ورکول کیږي. دغه طرحه چې کاملا یو طرفه ده فلسطینیانو رد کړې، دغه راز د اسلامي نړۍ ځینو هیوادونو یې هم په اړه غبرګون ښودلی. کارپوهان وایي چې د ټرمپ طرحه د فلسطین قضیه حل کولای نه شي بلکې د نزاع په اور نور تیل پاشلای شي.

Related posts