اپریل 03, 2020

د دښمن په هوایي ځواک ځپونکي ګوزارونه

د دښمن په هوایي ځواک ځپونکي ګوزارونه

حبیب مجاهد:

د افغانستان په اتلس کلن اشغال کې د امریکایي اشغالګرو او د هغوی د اجیرانو د قوت یوازینۍ عامل هوایي ځواک دی. په ځمکنیو جګړو او مخامخ ډغرو کې نه اشغالګر او نه یې ګوډاګیان دومره همت لري چې د حق د لارې زړورو مجاهدینو ته ټینګ شي. لکه څنګه چې په تاریخ کې ثابته ده چې یو مسلمان د څو کافرو سره مقابله کولای شي همداسې د اوس زمانې مجاهدینو هم ثابته کړې چې له کفارو او د هغوی له لاسپوڅو سره مخامخ په خورا لوړ عزم مقابله کولای شي. اما د دښمن استدراجي ټیکنالوژي په خاص ډول د امریکا هوایي ځواک هغه څه دی چې په افغانستان کې د اشغالګرو د بقاء سبب ګڼل کیږي او د جګړې په ډګر کې یې دښمن ته د پښې ټینګولو فرصت ورکړی دی.

که څه هم له پخوا څخه بیا بیا د دښمن څرخکې، طیارې او بې پیلوټه الوتکې د مجاهدینو په بریدونو کې رانسکورې شوي دي، مګر وروستۍ اونۍ د دښمن د څرخکو د سقوط له اړخه کمساري ګڼل کیږي. د بیلګې په توګه د جنورۍ میاشتې په لومړیو کېد اجیر رژیم درې چورلکې یو په بل پسې رانسکورې شوې. د جنوري په اتمه د چهار شنبې په ورځ پژواک اژانس خبر ورکړ چې د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د تندر قول اردو مرکز ته نږدې د اجیرې اردو  یوه MI17  ډوله هلیکوپټر د تخنیکي ستونزو له امله غورځیدلې چې د پکتیا د امنیه قومندان په شمول په کې لس تنه ټپيان شوي دي.  د ګوډاګي رژیم چارواکو دغه سقوط بیړنۍ ناسته وګڼله.  په همدې ورځ يوولس بجې د اجیرې اردو يوه بله M-35 ډوله هليکوپټر چې د فراه ولايت له مرکز څخه ددې ولايت پرچمن ولسوالۍ ته په لاره وه رانسکوره او دوه تنه پيلوټان یې ووژل شول.

همداراز د جنورۍ په لسمه د جمعې په ورځ سهار  ۶ بجې د پکتیکا ولایت، زیړوک ولسوالۍ اړوند کیښام سیمه کې د اشغالګرو  جنګي چورلکه  راوغورځیدله، چې پر مهال یې چورلکه په مکمل ډول له منځه لاړه، ۴ تنه عمله او پکې سپاره اشغالګر ټول ځای پر ځای ووژل شول.

د جنورۍ میاشتې د پيل په شان د دې میاشتې وروستۍ اونۍ هم د اشغالګرو د هوایي ځواک لپاره خونړۍ وه. د جنوري له ۲۵ مې تر ۳۱ مې د یوې اونۍ په لړ کې د اشغالګرو مجموعا پنځه الوتکې او څرخکې رانسکورې شوې. د جنورۍ په ۲۵ مه د شنبې په ورځ د اسلامي امارت ویاند ښاغلي مجاهد خبر ورکړ چې د بلخ ولایت  په خاص بلخ او چهاربولک ولسوالیو کې د امریکایي اشغالګرو دوه بې پيلوټه الوتکې رانسکورې شوي دي. دا په داسې حال کې چې په وروستیو کې امریکایانو د بې پيلوټه الوتکو عملیات څو برابره زیات کړي چې اوس د هیواد د شرقي او جنوبي سیمو غوندې په شمالي ولایاتو کې هم بریدونه کوي.

په همدې ورځ داسلامي امارت بل ویاند ښاغلي قاري یوسف احمدي رسنیو ته وویل چې د اجیر رژیم یوه اکمالاتي چورلکه چې د کجکي ولسوالۍ مرکز ته یې اکمالات کول مجاهدینو په راکټ وویشته او رانسکوره شوه. د کجکي دالوتکې سقوط په هلمند کې دولتي ویاند عمر ځواک هم ومانه.

د جنوري په ۲۷ مه غرمه مهال مجاهدینو د غزني ولایت په دهیک ولسوالي کې د امریکایانو یوه لویه جاسوسي الوتکه رانسکوره کړه. دغه الوتکه چې د دهیک په سدوخیلو کې کلي کې رانسکوره شوه د خپل ډول خورا پرمختللې الوتکه وه. دغه الوتکې چې E-11A نومیږي د امریکا پوځ یوازې څلور په واک کې لري او لسګونه میلیونه ډالره قیمت لري. دغه الوتکه په افغانستان کې د ځمکنیو او هوایي ځواکونو تر منځ د مخابروي ارتباط ټينګولو لپاره کاریږي. په غزني کې غورځیدلې الوتکه د کندهار له هوایي اډې پورته شوې وه.

رسنیو خبر ورکړ چې د امریکا د دې جاسوسي طیارې په سقوط کي د سي ای ې مشهور جاسوس، مایکل ډي اندریا هم وژل شوی دی. د سي آی اې دې مشهور جاسوس په عراق او افغانستان کي د امریکا استخباراتي او جاسوسي فعالیتونه مخته وړل. دامریکایي جاسوسې طیارې انځورونه او ویډیوګانې چې امریکایي جاسوسان یې د سوځيدو  په حالت کې ښودل څو ورځې په رسنیو کې ګرځیدل. د امریکایي جاسوسانو او بمبارکوونکو دغه حالت ځکه د افغان اولس لپاره په زړه پورې و، چې په همدې ورځ رسنیو وویل چې امریکا په۲۰۱۹ کي پر افغانانو باندي۷۴۲۳ بمونه اورولي دي چې په اوسط ډول هره ورځ ۲۱ بمونه کیږي.

په کومه ورځ چې په غزني کې امریکایي لویه جاسوسي الوتکه نسکوره شوه په همدې ماښام د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د اجیر اردو یوه څرخکه هم رانسکوره شوه چې په کې ګڼ شمیر پوځي کسان له منځه لاړل.

د دښمن د هوایي ځواک دغسې له منځه تلل او پرلپسې د څرخکو او الوتکو رانسکوریدل ښيي چې ان شاءالله د د الله تعالی په نصرت سره د دښمن استدراجي هوایي تخنیک او ځواک هم د زوال په حال کې دی چې همدا د دښمن د شکست او تیښتې پيلامه ګڼل کیدای شي.

Related posts