مارچ 30, 2020

د غلام واک د بادار وي!

د غلام واک د بادار وي!

د ورځي خبره:

پر افغانستان باندې د امریکا او اشرګړو تر یرغل وړاندې په هېواد کې یو سوچه اسلامي او مقتدر نظام حاکم وو، خو د اشغال له پیل سره سم له مفسدینو او رټل شویو څېرو جوړ داسې نظام پر افغانانو باندې تحمیل کړل شو چې د هر څه واګې یې د پردیو په لاس کې وې او لا هم دي.
په داسې حال کې چې د اسلامي امارت د مسلحې مبارزې اصلي مقابل لوری بهرني اشغالګر دي؛ په ځانګړي ډول امريکا چي د یرغلګرو په سر کې ده، کابل اداره له پیله ځان د جګړې اصلي لوری بولي او ښيي چې د خپلو ټولو پرېکړو واک او اختیار لري، اما په تېرو اتلسو کلونو کې دا په ډاګه شوه چې د دې بلواکه رژیم اختیار او واک د چا په لاس کې دی؟ رژیم د مشر او وزیرانو له ټاکلو نیولې تر ادنی تغيیر راوستلو پورې په هر څه کې د امریکا تایید ته اړ دی.
د کابل رژیم همدې بلواکۍ ته په کتلو اسلامي امارت تل ټینګار کړی چې له دوی سره د هېواد د راتلونکې په اړه مذاکرات کول د وخت له ضیاع پرته بل څه نه دي او له امريکا سره د اصلي لوري په توګه خبرې یوازینی حل دی.
د کابل رژیم بلواکي د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د مذاکراتو په جریان کې لا هم روښانه شوه، د مذاکراتو له پیل راهیسې که ګوډاګي رژیم کله یو څه ویلي؛ د امریکا له تهدید وروسته یې خپله خبره بېرته اخیستې او د بادار د خوښي دريځ یې خپل کړی دی.
د ساري په ډول: د کابل ادارې مشر ټینګار کاوه چې په باګرام کې د اسلامي امارت د یوه مشر بندي محترم انس حقاني خلاصون یې سره کرښه ده او په دې اړه د هرې پرېکړې واک د دوی په لاس کې دی، خو ولیدل شول چې امریکا د دوی نعرو ته هیڅ اعتناء ونکړه او خپلو ګټو او د حالاتو تقاضا ته په کتلو یې مناسب قدم پورته کړ، کابل اداره مجبورا له خپلې سرې کرښې پښو اړولو ته مجبوره شوه ځکه د مخالفت جرأت پکې نه و، حتی که کوم ستر چارواکي یې مخالفت کړی وو، ممکن د په اصطلاح امنیت شورا د سلاکار په څېر د امریکايي چارواکو له دیدنه محروم کړل شوی وو.
لکه څنګه چې معمول دی د غلام واک د بادار وي، د کابل ادارې د ټولو پرېکړو واک او اختیار هم د امریکا په لاس کې دی، دا رنګه افغان ولس دا بلواکه، فاسد او تپل شوی رژیم د ځان نماینده نه ګڼي او پرخلاف یې عملا په مبارزه بوخت دی نو ځکه یې په اصطلاح سرو او زرغونو کرښو ته زیاته اعتناء نه ده پکار، که د خدای پاک رضا وه، د دې بلواکه رژیم پرځای به ډېر ژر یو اسلامي، خپلواکه او افغان شموله نظام پر هېواد باندې حاکم شي، وما ذلک علی الله بعزیز.

Related posts