اپریل 07, 2020

د بدري لښکر بدري مجاهد شهید ملا غلام رسول عزیر تقبله الله

د بدري لښکر بدري مجاهد شهید ملا غلام رسول عزیر تقبله الله

لیکوال: قاري سعید خوستی

زوکړه او زده کړې

شهید ملا غلام رسول عزير د حاجي عبدالاحد زوی د مرحوم عبدالعزیز کاکا لمسی د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ د پردل کلي  اوسیدونکی وو چې په همدې کلي کې یې په ۱۹۹۰م کال دې فاني دنیا ته سترګې راخلاصې کړې.

شهید عزیر تقبله الله له ماشومتوبه تر تنکۍ ځوانۍ څه ناڅه عصري او ديني زده کړي تر سره کړې خو د ګران هيواد حالاتو د نوموړي پاک احساس آرام ته پرېنښود او د زده کړو پر ځای يې د خپل استعداد تمرکز پر سپېڅلې جهادي مبارزه ور ټول کړی وو؛ تر څو چې د همدې سپېڅلي مبارزې په هسکو پوړيو کې د بري منزل ته ورسېد او پداسې حال کې د لوی رب جل جلاله ملاقات ته ورغلی چې د ژوند ارمان يې پوره او روح يې خوښ وو.

د جهادي مبارزې لومړي پړاونه

نوموړی لا نوی زلموټی ؤ چې اشغالګرو امریکایانو په افغاستان یرغل وکړو چې ورسره د افغانانو په کورونو او هدیرو کې د جنازو او فاتحو مراسم ګرم شول، د افغانانو عاموژنه پیل شوه چې د نورو ویښو ځوانانو په څیر شهید ملا غلام رسول هم دا حالت ونه شو زغملی او عملا یې د جهاد ډګر ته راودانګل.

نوموړي په لومړي ځل زابل ولایت شاجوي ولسوالۍ ته ولاړ چې هلته یې د مولوي اخترمحمد احساس په مشری جهاد پیل کړ وروسته نوموړی خپلې ولسوالۍ ته راغلو او دلته د ماینونو او انفجاراتو مسئول وټاکل شو چې لسګونه خارجي او داخلي دښمنان یې د اور خوراک کړل، وروسته نوموړی د غزني ولایت شلګر ولسوالۍ ته لاړ او هلته یې د مولوي محمد اسماعیل سره په جهادي عملیاتو کې برخه واخیسته، لدې وروسته نوموړی يو ځل بيا زابل ته لاړ او هلته یې هم په ډیرو جبهاتو کې خپله جهادي تنده خړوبه کړه.

د استشهاد مینه

د اسلام دا اتل غازي به تل د کفارو او د هغوي د ملګرو د وحشتونو څخه کړېده چې په دريو مختلفو جبهو کې له مهمو عملیاتو سره سره یې په کفارو او د دوی په ملګرو لا هم زړه یخ نه شو او هوډ یې وکړ چې استشهادي برید به کوي او له دې لارې به د کفارو او د هغوي له ملګرو څخه د خپلو مظلومانو انتقام اخلي چې بالاخره نوموړي په ډیرو خواریو او تکلیفونو ځان تر استشهادي مجاهدینو راورساوه او د استشهاد په صف کې یې لس کاله تیر کړل.

د نوموړي جهادي کارنامې

شهید ملا غلام رسول تقبله الله یواځې استشهادي مجاهد نه وو بلکې هغه په خپله د استشهادي عملیاتو یوه برجسته او په پلان ګذارۍ پوه رهبر هم وو چې د الله تعالي په نصرت په خپل پلان یې لاندې عملیات ترسره کړي دي.

لومړی :  په ۲۸/۰۸/۲۰۱۳م تاریخ په غزني کې په پولنډي ځواکونو برید:

شهید ملا غلام رسول عزیر تقبله الله د افغانستان په جهاد کې هغه اتل دی چې په اتلوال برید یې د افغانستان څخه یو اشغالګر هیواد، پولنډ تیښته ته اړ کړ.

شهید عزیر د غزني په پي ار ټي کې په میشتو پولنډي او امریکایي ځواکونو د برید پلان جوړ کړ چې د ۲۰۱۳م کال د اګست په ۲۸مه د خارجي اشغالګرو په دې لوي مرکز بریدونه پیل شول.

د غزني په پی ار ټي کې په میشتو پولڼدي ځواکونو بریدونو اته ساعته دوام وکړو چې هغه مهال د اسلامي امارت په رسمي راپور کې د برید جزیات داسې وړاندې شوي وو:

په غزني ولایت کې په میشتو خارجي ځواکونو بریدونه چې اته ساعته یې دوام وکړو د ۷۸ بهرنیو عسکرو او ۲۲ کورنیو عسکرو په وژل کیدو پای ته ورسیدل. په برید کې همدا راز ۲ هیلوکپترې، ۶ تانګونه، ۲۰ موټر ویجاړ شوي.

په برید کې ۱۱ تنو استشهادي مجاهدینو برخه درلوده چې د دوه لارۍ بمونو له انفجار وروسته نور فدایي مجاهدین په دې وتوانیدل چې مرکز ته دننه شي او هلته سنګر ونیسي.
په برید کې ۱۵ تنو نورو فدایي مجاهدینو ور څیرمه د کورنیو عسکرو په قرارګاه بریدونه پیل کړل چې مجاهدینو ګڼ شمیر کورني غلامان ووژل او د دوی رینجر وسلې یې غنیمت کړې. د برید په پایله کې ۱۱ تنه تعرضي استشهادي مجاهدین د شهادت لوړ مقام ته ورسیدل او په دفاعي مجاهدینو کې هم څلور استشهادي مجاهدین شهیدان او ۱۱ تنه فدایي دفاعي مجاهدینو بیرته سالم خپلو ملګرو ته را ستانه شول.

د دې اتلوالو استشهادي بریدونو په پایله کې په افغانستان کې میشت یرغلګر پولنډی ځواکونه په بشپړ ډول له هیواده وتښتیدل.

دوهم:  په ۲۰/۱۱/۲۰۱۳م تاریخ د غزني په مقر ولسوالۍ کې د دښمن په یوه قرارګاه موټربم برید:

په یاد تاریخ د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د کورنیو غلامانو په یوه پوسته چې په سیمه کې یې د مسلمانانو په ځورولو شهرت درلود؛ د موټربم په توسط استشهادي برید ترسره شو چې په پایله کې یې ۳۵ کورني غلامان ووژل شول او قرارګاه په بشپړ ډول ویجاړه شوه.

دريم:  په ۰۶/۰۱/۲۰۱۴م تاریخ د غزني په شلګر کې د دښمن په مهمه ځاله موټر بم برید:

په یاد تاریخ د غزني ولایت په شلګر ولسوالۍ کې د دښمن په یوه مهمه ځاله د موټربم په توسط برید وشو چې دا مهمه قرارګاه په بشپړ ډول له منځه لاړه او هلته میشت لسګونه کورني غلامان ووژل شول

څلورم:  په ۰۴/۰۹/۲۰۱۴م تاریخ په غزني ولایت کې په ګڼو دولتي تاسیساتو هم مهاله فدایي بریدونه:

شهید ملا غلام رسول یو خوځنده مجاهد وو چې تل به په دې فکر کې ؤوو چې څنګه کامیاب عملیات پلان کړي چې دا ځل یې د غزني ولایت په زړه کې په دښمن د عملیاتو تابيا ونیول،

شهید عزیر د غزني په ښار کې د ملي امنیت په ریاست، د سپیشل فورس عسکرو په قرارګاه، امنیه قومندانۍ او په نورو دولتي تاسیساتو د برید لپاره نقشه جوړه کړه او په پورته تاریخ عملیات پیل شول.

د غزني ولایت په ګڼو دولتي تاسیساتو هم مهاله فدایي بریدونو کې لسګونو دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله واوښتل چې هغه مهال د برید په اړه د الاماره ویب سایټ داسې راپور خپور کړ:

نن سهار وختي شاوخوا ۵ بجې د غزني ولايت په مرکز کې د استخباراتو ریاست، د مزدورو عسکرو په اصطلاح د چټک غبروګون په مرکز، امنيه قومداني او ځينو نورو دولتي تأسیساتو د اسلامي امارت د قهرمانو مجاهدينو لخوا ګڼ فدايي بریدونه تر سره شول.په بريدونو کې د اسلامي امارت ۱۱ تنه قهرمان فدايي مجاهدينو (احمد، ملا قدوس، احمد ثانی، حنیف، معصوم، عمر، منتظر، عبدالله، بشير، يحي او زید) ونډه اخيستې وه چې په سپکو او درنو وسلو، واسکټونو، اور غورځونکو وسايلو، راکيټ لانچرو، پيکا او لاسی بمونو سمبال وو.لومړی احمد د خپل واسکټ په مټ وتوانيد چې د غزني ولايت د استخباراتو د بدنام رياست دروازې ته ځان ورسوي او هلته په لومړۍ پوسته او ولاړو پيره دارو باندي فدايي برید وکړي، د پوستې په له منځه تګ سره غټ موټر چې ملا قدوس چلاوو او خورا درانه منفجره مواد په کې ځای په ځای شوي وو، له دغه ځای څخه تير په لوی نظام قراول کې يې انفجار وکړ چې په درانه انفجار سره يې د استخباراتو د ارګان ټول نظام قراول، د قراول شاوخوا د ساتونکو خوب خونې او د جاسوسانو هستوګن ځایونه ورسره په رياست ډير ولاړ موټر او نور وسائط دړې وړې کړل او ۵ تنو نورو په وسلو سمبالو مجاهدينوته يې د ننوتلو لاره پرانسته. فدايانو د استخباراتو په رياست کې په باقي پاتې دښمنانو او له دباندې خوا راغلو عسکرو باندي د ټوپکو شپيلۍ ور واړولي او د۴ ساعتونو لپاره يې پرې بریدونه جاري وساتل.

دوهم فدايي ۴ کسيز ګروپ چې په مجهزو وسلو سمبال وو په غزنې ښارکې د دښمن د په اصطلاح چټک غبرګون عسکرو په قومندانۍ د موټر په مټ فدايي بریدونه پيل کړل چې هلته يې هم د نظام قراول څخه دموانعو په توږلو سره، ۳نورو فدايي مجاهدينو ته د بريدونو زمينه مساعده کړه، په دې مرکز کې هم په دښمن بریدونه تر ۹ بجو پورې روان ول.په ټولو فدايي بریدونو کې د استخباراتو د نظام قراول د قومندان قادر په ګډون په لسهاوو تنه استخباراتي کارمندان اوجاسوسان، مزدور عسکر او پوليس قتل شول، له ۶۰ زیات يې مرګونې ټپيان شول.په بریدونو کې زموږ ۱۱ تنه برخوال قهرمان فدايی مجاهدين هم خپل وروستي آرمان د شهادت لوړ مقام ته ورسیدل، تقبلهم الله.

پنځم: په ۱۴/۰۹/۲۰۱۵م تاریخ د غزني په زندان عملیات:

د شهید ملاغلام رسول عزیر تقبله الله په زړه کې د اسلام د دښمنانو څخه د غچ اخیستو اور په لمبو وو نوموړی دا ځل د زندان په لورې والوت او فکر ورسره پیدا شو چې څنګه د دښمن په کرغیړن زندان کې سلګونه بندیان ازاد کړي.

عزیر تقبله الله د غزني په زندان باندې د عملیاتو پلان بشپړ کړ او په پورته یاد شوي تاریخ د غزني ولایت په زندان او شاوخوا پوستو عملیات پیل شول چې د غزني د زندان ټول پلان او نقشه د شهید ملا غلام رسول له لورې ډیزاین شوې وه.

په عملیاتو کې ګڼو نورو مجاهدینو هم برخه درلوده چې په پایله کې یې د غزني له مرکزي زندان څخه ۴۲۰ تنه هغه زندانیان ازاد کړل شول چې دښمن د مجاهد په تور بندیان کړي وو.

د غزني د زندان د ماتولو په ټولو عملیاتو کې یواځې زموږ څلور تنه استشهادي مجاهدین شهیدان شول او نور ټول مجاهدین سالم خپلو ځایونو ته را ستانه شول، هغه همال د اسلامي امارت رسمي راپور په لاندې ډول وو:

د غزني  په  مرکز کې  د اسلامي امارت مجاهدينو د غه  ولايت مرکزي محبس مات  کړ او تر ۴۰۰ زیات بنديان يې ازاد کړل، د بريد په پيل کې ۹ تنو فدايي مجاهدينو زندان ته نژدې په لوی امنيتي کنډک بريد پيل کړ چې پکې مېشتو عسکرو ته يې مرګ ژوبله واړوله او د دې خنډ په لري کولو سره نور مجاهدينو زندان ته داخل شول، په کنډک کې د جګړې په ترڅ کې ۳ تنه استشهادي مجاهدين په شهادت  ورسېدل او ۷ نور له کامياب بريد وروسته په خوندي توګه ووتل، مجاهدينو له محبس نه تر  ۴۰۰  زیات  بنديان ازاد او خوندي سيمو ته ورسول،په محبس د بريد په مهال سيمي ته ګڼ نور عسکر  د مرستي لپاره راغلي وو چې هغوی هم د مجاهدينو له کمينونو سره مخ او د تلفاتو په ګاللو سره بيرته په شا ستانه شول، په عيني حال کې د ولايت په مقام، امنيه قومنداني او د استخباراتو په رياست هم د درنو وسلو بریدونه وشول.د لومړنيو معلوماتو په اساس په دې جګړو کې د دښمن ۴۰ تنو عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او يو شمېر نور ټپيان شول.

شپږم:  په ۱۷/۰۳/۲۰۱۷م تاریخ د خوست ولایت په یعقوبیو ولسوالۍ د اجيري اردو په مرکز برید:

د خوست ولایت یعقوبیو او صبریو ولسوالۍ کې د اجيري اردو سرتیري چې د یعقوبیو په زړه ولسوالۍ کې میشت وو، دا ځل د برید لپاره هدف وټاکل شول، برید چې لومړی د موټربم په توسط پیل شو د قرارګاه دروازه يې په بشپړ ډول له منځه یوړه چې وروسته نور استشهادي مجاهدین ودانۍ ته ننوتل او په باقي پاتې سرتیرو یې بریدونه پیل کړل، د الاماره ویب سایټ رسمي راپور هغه مهال د بريد جزئیات داسې خپاره کړل:

د خوست ولایت  د صبریو ولسوالۍ پخواني ودانۍ چې اوس د یعقوبیو سیمه کې د دښمن مهم نظامي مرکز بلل کیده، لومړی یوتن اتل استشهادي مجاهد (سنګریار) له منفجره موادو څخه ډک لارۍ موتر د یعقوبیو له نظامی مرکز سره وجنګاوه چې له امله يې پیره دارخانې، د خوب خونې او اکثره ودانۍ بشپړه ویجاړه شوه له برید څخه وروسته نورو مجاهدینو همدې مرکز کې په باقي پاتو عسکرو بریدونه ترسره کړل چې دښمن  ته درنه مرګ ژوبله واوښته، په دغه مرکزکې به له ۶۰ څخه تر ۷۰ پورې عسکر اوسیدل، چې اکثره په کې د لومړني استشهادي برید او بیا وروسته عملیاتو په پایله کې له منځه  لاړل او ودانۍ هم ویجاړه  شوه.

اووم: په ۰۱/۰۴/۲۰۱۷م تاریخ په خوست کې د کمپاین په عسکرو موټربم برید:

په خوست کې د کمپاین په نوم د سي آی اې ملیشې د هیوادوالو په وژلو او ځورولو کې بې سابقې دي چې په پورته تاریخ پرې د موټربم په برید کې ګڼ شمیر د کمپاین عسکر ووژل شول.

اتم: په ۲۴/۰۴/۲۰۱۷م تاریخ په خوست ولایت کې د سي اي اې په ملیشو (کمپاین) موټربم برید :

د خوست ولایت زاړه میدان توپچي پاټک سره نږدې د سي آی اې په ملیشو (کمپاین ځواکونو) باندې د موټربم برید وشو چې پوسته په بشپړ ډول له منځه لاړه او پکې میشت تر ۲۰ زیات سرتیري  داسې ټوټې ټوټې شول چې جسدونه یې ورک شول.

نهم: په ۲۷/۰۵/۲۰۱۷م تاریخ په خوست کې په ضربتیانو فدایي برید :

په خوست کې بیا ځلې د سي آی اې ملیشو ته سخت ګذار ورکړل شو چې د کمپاین په نوم عسکر به د مجاهدینو له ویرې خپلو دندو ته په عامو سراچه ډوله موټرو کې تلل چې همدا موټر د برید همدف وګرځول شول او دا ځل بیا ۲۲ تنه د کمپاین وحشیان ووژل شول، د الاماره رسمي راپور یې هغه مهال داسې جزئیات ورکړل:

د خوست ولایت د مرکز اړوند عسکري کلوپ ته نیږدې د ضربتي قطعې هغه کاروان د فدايي برید سره مخ شو چې  له ملکي جامو او سراچه موټرو څخه په استفاده  خپلو دندو ته په لاره وو، برید د استشهادي مجاهد حافظ ادریس خوستي لخوا د سراچه موټر په  وسیله  ترسره شو.په برید کې د دښمن ګڼ موټر ویجاړ شول ، ۲۲ تنه د ضربتي قطعې عسکر ووژل شول او ګڼ شمیر نور ټپيان شول.

د جهاد په لاره کې ستړیاوې او تکلیفونه:

شهید ملا غلام رسول عزیر تقبله الله د جهاد په لار کې درې ځلې زخمی شوی :

(۱)  عزیر تقبله الله لومړی وار په ګیلان ولسوالۍ کې هغه مهال زخمي شو چې نوموړي د امریکایي اشغالګرو لپاره ځمکني ماینونه ځاي پر ځای کړي وو چې د امریکایانو له تیریدو سره ماین نفجار ونه کړو خو کله چې شهید عزیر ماین ته ورغلی له امریکایانو سره په ډیر نږدې واټن کې خپل ماین پرې انفجار وکړو او نوموړی زخمي شو.

(۲)  شهید عزیر تقبله الله په ګیلان ولسوالۍ کې د ګوډاګۍ ادارې د یوه چارواکي په موټر برید وکړو چې مرستې ته یې امریکایانو راغلل او په عزیر شهید او د ده په ملګرو یې برید وکړو چې نوموړي زخمي شو.

(۳) شهید عزیر په غزني شلګر ولسوالۍ کې امریکایي اشغالګرو ته ځمکنی ماین ځای په ځای کولو چې ماین په خپله په نوموړي انفجار وکړو او نوموړی یې زخمي کړو.

شهید ملا غلام رسول عزیر تقبله الله دوه ځلې بندي شوی چې نوموړی د یو وار بند کیسه په خپله خوله داسې کوي:

موږ په غزني کې لوي فدایي عملیات پلان کړي وو او هرڅه مو ځای ته رسولي وو، استشهادي ملګري هم د هدف ترڅنګ یو کور کې انتظار وو او دوه موټر بمونه مو هم هلته نږدې یو ځای درولي وو. زه په یو کار پسې ووتم او فدایي مجاهدینو ته مې وویل چې زه به سبا درته راځم، خو په لار کې چې روان وم او څه نظامي وسایل هم راسره وو چې د امریکایانو په کمین کې وختم او دوی د ټولو نظامي توکو سره ونیولم.

کله چې زه ونیول شوم نو ډیر وارخطا وم او په دې ډاریدم چې هسې نه چې پلان ناکام شي او فدایي ملګري او موټربمونه د دوی لاس ته ورشي چې له نیول کیدو سره سم مې په دعاګانو او اذکارو او د سورة یاسین په ختمونو پيل وکړو.

د الله تعالی عجیب نصرت وو او دا د فدایي مجاهدینو کرامت وو چې امریکایان الله تعالی په ما ړانده کړل او د هغه شیانو په اړه یې هیڅ تحقیق له ما څخه ونه کړو. پنځه ورځې مې له دوی سره تیرې کړې خو د الله تعالی په نصرت مې کامل ایمان وو او دا مې یقین وو چې زموږ عملیات به نه ناکامیږي او فدایي مجاهدین او زموږ موټربمونه به الله تعالی ساتي. هماغسې وشول پنځه ورځې وروسته په ناڅاپي ډول امریکایان راغلل او زه یې راوویستم او راخوشی یې کړم.

کله چې خپلو ملګرو ته راغلم نو دوی یو څه زما په ځنډیدو اندیښمن شوی وو خو ځای یې نه وو بدل کړی او چې کله ما دوی د خپل زندان او بیا د راخلاصیدو کیسه وکړه نو دوی هم حیران شول.

نوموړي له پنځه ورځني زندان څخه د راخلاصدو وروسته خپل پلان په هماغه ډول پلی کړو کوم ډول یې د مشرانو سره طرحه کړی وو.

د نوموړي جهادي خاطرې

شهید ملا غلام رسول تقبله الله د بدري لښکر د برجسته فدایي مجاهدینو څخه یو وو چې یو څو جهادي خاطرې يې د نوموړي له خپلې خولې ستاسې مخې ته ږدو.

نوموړی وایي:

موږ په غزني ولایت کې لوي استشهادي عملیات برابر کړي وو او فدایي ملګري او موتر بمونه مو هم ځای ته رسولي وو چې په یوه بل ولایت کې استشهادي بریدونه وشول. زموږ رابطه له مشرانو سره پرې شوې وه ځکه په همدې ورځ زموږ هم اراده وه چې عملیات وکړو نو چې کله د عملیاتو لپاره راووتو ګورو چې ټولې لارې له عسکرو او ان امریکایانو ډکې دي او ځاي په ځای تلاشي روانه ده، موږ ډیر حیران شو خو ملګرو ته مو توصیه وکړه چې باید اذکار او دعاګانو ته زور ورکړي چې د لوی الله په نصرت د دومره ګڼو تلاشیو سره سره هم موږ هم موټر بمونه خپل هدف ته ورسول او هم مو استشهادي ملګري خپل هدف ته ورسول او عملیات پیل شول چې په ډیرې کامیابۍ او د دښمن په پراخو ځاني او مالي تلفاتو پای ته ورسیدل.

شهید ملا غلام رسول تقبله الله یوه بل ځای د استشهادي عملیاتو خاطره داسې بیانوي:

موږ په یوه امریکایي کمپاین د استشهادي عملیاتو پلان برابر کړی وو او موټر بم او استشهادي مجاهدین مو د هدف په لور روان کړل چې موټر بم د کمپاین په څنګ کې د یوه کور دیوال په موټر وواهه او هغه دیوال یې وغورځاوه. دا خلک ټول حکومتي خلک وو او په استشهادي مجاهد پسې راوتلي وو چې ولې یې دیوال ړنګ کړی دی؟ استشهادي مجاهد موږ ته زنګ ووهل موږ هم د شا لخوا پسې وروان وو چې ماته خو داسې پیښه راوشوه، موږ نور مجاهدین پسې ورولیږل او هغه استشهادي مجاهد ته مو وویل چې ته ترې ځه نور کسان درغلل. هغه کورونو واله چې نور مجاهدین لیدلي وو له ډاره کورونو ته ننوتلي وو او موټر بم او نور استشهادي مجاهدین په بریالتیوب خپل هدف ته ورسیدل.

شهید ملا غلام رسول تقبله الله د دې پوښتنې په ځواب کې چې د فدایانو ځینې کراماتونه راته بیان کړه، وویل:

فدایان د ډیرو کرامتونو خاوندان دي او د تر ټولو لوي کرامت یې دا دی دوی به چې په  اخری وخت کی په کوم اطاق کې اوسیدل یا به په کوم موټر کې ناست وو نو چې به ورننوتې د سړي حواس به بدل شو او دوی به په بل حال کې وو دوی ته به دې چې کتل رنګونه به یې تک سپین شوي وو او ځانته خوند به یې کولو دا د دوی اخري وخت کرامت ؤ داسی به نه وو لکه مخکی وخت کی به چی وو  چې هم به حالات بدل شوي وو او هم به یې رنګونه بدل شوي وو او هم به یې مینه دومره اضافه شوي وه چې کوم ملګری به په مخ ورغلی بس غیږه به یې پرې تاووله ډیر به خوشحاله وو.

د شهادت سره د عزیر تقبله الله لیونۍ مینه

شهید ملا غلام رسول عزیر تقبله الله له شهادت سره بې کچه مینه درلوده او چې هر ځل به استشهادي عملیات تیاریدل نو نوموړي به غوښتنه کوله چې باید دی هم برید وکړي خو د مشرانو له لورې به اجازه نه ورکول کیده.

د شهادت سره د نوموړي لیونۍ مینه د ده د خپلې خولې واورئ:

زما یواځینی هیله او ارمان دا دی چې الله تعالی ما خپل هدف ته ورسوي او زه شهید شم  او قبول مې هم کړي خو چې الله تعالی مو زر نه شهید کوي په دې کې به خیر وي ځکه اول کال چې زموږ عملیات وو نو ما نوم پکې لیکلی وو خو مشرانو راته وویل چې ته مه ورسره ځه، تاته به وروسته پروګرام برابر کړو نو زه ورسره نه لاړم، دنیا کې مې یواځینی ارمان دا دی چې الله تعالی مې قبول کړی او شهید شم دا مې بس یواځینی ارمان دی زه به وخت تیروم خدمتونه کوم خو اصلي هیله مې دا وی چې چیرته عملیات وکړم او شهید شم  او الله تعالی رانه راضی شی.

شهید عزیر تقبله الله خپلې کورنۍ ته په یوه پیغام کې وایي: هغوي ته مې دا پیغام دی چې دوی دې زما په شهادت نه خفه کیږي او خوشحاله دې شي، په دې چې زه په کوم خدمت کې لګیا یم په دې فخر په کار دی، داسې دې نه وایي چې وخت یې هسې تیر شو درسونه یی ونه ویل او بې ځایه یی وخت تیر شو دا نه دي بې ځایه، ځکه دا د اسلام خدمت دی او جهاد اهم رکن ده چې د اسلام د لوړوالي سبب ګرځي او د جهاد په وجه به مسلمانان هسک ګوري نو دوی دې زما په شهادت نه خفه کیږي او ان شاء الله زه په ښه لاره کې روان یم ، یواځې دې دعاګانې راته کوي.

مجاهدینو ته د شهید ملاغلام رسول تقبله الله پیغام

شهید عزیر تقبله الله مجاهدینو ته په خپل پیغام کې وایي:

 دوی ته مې دا پيغام دی چې ښه معسکرونه وکړي او ښه تربیه دي تر لاسه کړي او عبث وخت باید تېر نکړي او کوم شی چې زده کوي هغه دې نورو ته وښیی او هغه باید عملي هم کړي هر کار چې د سړي زده وي باید میدان ته یې راوباسي او نورو مجاهدینو ته یې وښیي او په دښمن دې یې استعمال کړي، هلته چې دوی اوسیږي مصرف یې ډیر کیږي ځکه موټران دي ورسره او موټرسایکلان دي ورسره، نو باید چې له جهادي وسائطو سم کار واخلي، څنګه چې  دښمن له موقع ګټه پورته کوي موږ هم بايد ټول ملګري په کار واچوو، د چا چې ماينونه زده وي هغه دي د ماينونو کار وکړي او مشران بايد هر ورځ ملګري وپوښتی چې تا نن څه کار وکړ؟ او چیرته دې کړی او څنګه دې کړی؟ ټول ملګري دي تقوا کوي، لمونځونه بايد په جماعت سره اداء کړي او سهارني او ماښامني اذکار باید پاتې نه شي ځکه دا د امیر المؤمنین حفظه الله امر هم دی.

Related posts