اپریل 03, 2020

د دلوې ۲۶مه د شوروي اتحاد د ماتې په مناسبت د اسلامي امارت اعلاميه

د دلوې ۲۶مه د شوروي اتحاد د ماتې په مناسبت د اسلامي امارت اعلاميه

د دلوې شپږويشتمه هغه ورځ ده چې افغانانو په کې د خپل ستر رب جل جلاله په مرسته د نړۍ لوی مادي زبرځواک راوپرځاوه او هم يې د خلق او پرچم تر نوم لاندې حلقه بګوشان د نړۍ په وړاندې خجل او سرټيټي ودرول.
دا د ۱۳۶۷ لمريز کال د دلوې مياشتې ۲۶مه وه، چې د شورويانو وروستی عسکر له افغانستان څخه د آمو سيند پر پُل واوښت او په دې سره زموږ مجاهد ملت د يو لوی استعماري بلاک د ژوند کښتۍ ډوبه کړه.
په دې ورځ د نړۍ تر ټولو تش لاسې او بېوزله ولس د سره شوروي هغه وحشي ځواک اوبه کړ چې خپلو اهدافو ته د رسيدو په مقصد يې په ټول وس زموږ په هيواد کې د څو بې ضميره ملګرو په مرسته داسې جنايات ترسره کول، چې ژبې يې له يادولو او غوږونه يې له اورېدلو عاجز دي.
زموږ په ګران هيواد د شوروي اتحاد او د هغوی د کورنيو تالۍ څټو پوځي او فکري يرغل د درې لسيزو ناخوالو او بدمرغيو د پيل ټکی و، اوس ۳۱ کاله وروسته چې په هيواد کې کومې ناخوالې او ناخوښه جريانات ګورو، له هماغې کمونيستي بدمرغه پديدې سره مخامخ تړاوو لري.
که اوسني غربي يرغلګر او په ټوله کې ناټو او لاسپوڅي يې لږ هوش او خرد ولري، بايد د شوروي اتحاد او د هغوی د کورنيو غلامانو له شکست څخه عبرت واخلي.
که دوی هم په خپل اشغالګرانه او غلامانه دريځ ټينګار کوي، بې له شکه چې له هماغه عار او ماتې سره به مخ کيږي له کوم سره چې د کمونيزم لارويان مخامخ شوي و او هر کال د دلوې ۲۶مه د ستر پيغور په حيث ورته یادیږي.
د غه ستره او تاریخي ورځ او پيښه ثابتوي چې په افغانستان او افغان ملت باندې د پرديو افکارو منلو او د دې جهادپال هيواد مستعمره ګرځولو لپاره هر ډول مادي هڅه، زر، زور او تزوير نتیجه نه ورکوي.
په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت د دلوې ۲۶مه د شوروي اتحاد له پوځي يرغل او کمونيستي مفکورې څخه د هيواد د نجات ورځ ګڼي او په دې ازادي وياړي، د تير او اوسني جهاد د شهيدانو د سپيڅليو ارمانونو د وارث په توګه ژمنه کوي چې دا ځل به له امریکايي اشغال اوشر څخه هم هیواد ته نجات ورکوي او د دې ویاړلي ملت برم او عزت به یوځل بیا پرځای کوي. ان شاءالله تعالی
اسلامي امارت په داسې حال کې چې د لوې د ۲۶ مې له امله خپل ټول ملت ته مبارکي وايي، باور لري چې د روان جهاد په برکت به د شهیدانو، یتیمانو، معیوبینو او مهاجرينو پاکې آرزوګانې پوره کيږي او دا ځورېدلی ملت به يو ځل بيا هم د خپل ستر رب تعالی په نصرت د له راپېښو بدمرغيو نجات مومي. وَمَا ذَٰلِكَ عَلَى اللَّـهِ بِعَزِيزٍ

د افغانستان اسلامي امارت
۲۱/۶/۱۴۴۱هـ ق
۲۶/۱۱/۱۳۹۸هـ ش ــ 2020/2/15م

Related posts