فبروري 22, 2020

د مرحوم ملا محمد شفیق محمدي ژوند او کارنامو ته کتنه

د مرحوم ملا محمد شفیق محمدي ژوند او کارنامو ته کتنه

لیکنه: قاري عبدالستار سعید

ملا محمد شفیق محمدي د مرحوم الحاح ملا فتح محمد آخند زوی او د ملا باز محمد آخند لمسی په ۱۳۷۴ هـجري قمري کال کې د روزګان ولایت د مرکز ترین کوټ مربوط د دروشان د قلعه کلاه په سیمه کې په یوه دینداره او مذهبي کورنۍ کې دې فاني دنیا ته سترګې روڼې کړې دي. نوموړی ۷ کلن و چې پلار یې وفات شو، له خپلې مور او یوازینۍ خور سره تنها پاته شو. خو د نوموړي مهربان تره مولوي تورجان صاحب د نوموړي پالنه په غاړه واخیسته، هغه ته یې د خپل اولاد په شان په ډیر اخلاص او شفقت سره روزنه ورکړه او دیني کتابونه یې ورته شروع کړل.

ملا محمد محمد شفیق محمدي ابتدائي کتابونه له خپل تره څخه ولوستل، لیک زده کړه او د خطاطۍ هنر یې هم له خپل تره څخه زده کړل، وروسته د علم په سفر پسې ووت. لومړی یې د ترین کوټ د وانو په سیمه کې په مشهور عالم مولوي حمدالله صاحب باندې څه سبقان وویل. ورپسې یې د دیبې د اخندزاده صاحب په درس کې ځای ونیواو څه وخت یې هلته تیر کړ. دغه وخت په کندهار کې یو مشهور صوفي او مرشد اوسیده چې د شاه طبیلې په خلیفه صاحب یادیده او نوم یې مولوي عبدالغفور صاحب و. ملامحمد شفیق محمدي له هغه سره بیعت وکړ او د نقشبنديي طریقې مریدشو. څه وخت وروسته نوموړی د علم او عرفان په حصول پسې هلمند ته لاړ په سنګین کې یې د مشهور عالم او صوفي (چې په اسحاقزي مولوی صاحب یې شهرت درلود) په مدرسه کې دېره شو، هلته یې نه یوازې دیني کتابونه ویل بلکې له نوموړي صوفي عالم څخه یې د تصوف استفاضه هم کوله. د یادونې وړ ده چې خلیفه اسحاقزی صاحب وروسته له ملا محمد شفیق محمدي سره په جهادي جبهه کې هم ملګری و او ملا محمد شفیق محمدي ته یې د تصوف د نقشبندیې طریقې اذن هم کړی و.

 ملا محمد شفیق محمدي خپل علمي سفر تر وړې دورې رسولی و چې په افغانستان کې د دهري کمونیستانو لخوا کودتاه وشوه او د دې اسلامي هیواد چارې یې په واک کې واخیستې. ملا محمد شفیق محمدي دغه وخت په خپله اصلي سیمه کې د قلعه کلاه په اخندزاده صاحب مولوي عبدالقیوم صاحب باندې سبقان ویل چې جهادي پاڅون پيل شو، نوموړی په روزګان ولایت کې له لومړنیو کسانو څخه و چې د کمونیزم پر خلاف یي مسلح جهاد شروع کړ.

د کمونیزم پر خلاف د مسلح جهاد پيل

کله چې کمونیستانو( خلقیانو او پرچمیانو) په افغانستان کې د ظالمانه کودتا په توسط واک ترلاسه او د بانفوذه خلکو لکه علماء کرامو، طالبانو، صوفیانو، قومي مشرانو او ملکانو په نیولو یې پيل وکړ. دغه وخت د کمونیزم پر خلاف په اولس کې د پاڅون هنګامه پیل شوه. د روزګان په ولایت کې لومړی د اسلام درې په سیمه کې طالبان سره را یوځای شول او د جهادي پاڅون اعلان یي وکړ. په دغو طالبانو کې دوه مطرح او مخور کسان ملا محمد شفیق محمدي او د ماما زوی یې ملا الله داد آخند و. د ۱۳۵۷ لمریز کال په ژمي دوی د شاوخوا دوه سوه تنه اولسي مجاهدینو په همکارۍ د روزګان د چورې ولسوالۍ په مرکز برید وکړ. په دې حمله کې ملا الله داد اخند شهید شو او دښمن ته هم په کې زیانونه ورسیدل.

ملا محمد شفیق محمدي له دې وروسته له خپلو څو تنو مجاهدینو سره په اسلام دره سیمه کې خپل لومړنی جهادي مرکز جوړ کړ، د دوی د وسلو له اړخه له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ و، څو تنه مجاهدینو چره یي او نور کمزوري ټوپک لرل او ځینې په خنجر، توره، خردُم ټوپک او دې ته ورته پخوانیو وسلو مسلح وو. دوی به له دې مرکز څخه د شپې مهال عملیات کول. په بیلابیلو سیمو کې یې د کمونیستانو مراکز تر بریدونو لاندې نیول. کله چې جهادي ګوندونه د مولوي محمد نبي محمدي صاحب تر مشرۍ لاندې سره متحد شول. ملا محمد شفیق محمدي پیښور ته لاړ له مولوي محمد نبي محمدي سره یي ولیدل او د مجاهدینو د متحد ګوند غړی شو. په دې سفر کې نوموړي له حرکت انقلاب اسلامي تنظیم څخه څه وسلې هم ترلاسه کړې او په لومړي ځل یې مجاهدین په ښو وسلو سمبال شول. ملا محمد شفیق محمدي وروسته د مولوي محمد یونس خالص په تنظیم کې شمولیت وکړ او بیا یي د کمونیست نظام د سقوط تر وخته دهمدې تنظیم تر سرپرستۍ لاندې جهاد کاوه.

مهمې جهادي کارنامې 

د ملامحمد شفیق آخند جبهه چې په پیل کې د نوموړي محدود شمیر ملګري په کې را یوځای شوی وو او د طالبانو په جبهه یادېده، وروسته یې پراخ ولسي نفوذ او ملاتړ ترلاسه کړ. د جبهې رسمي نوم ( جبهه صدیقیه) کیښودل شو او د ولسي مجاهدینو په ملاتړ یې د کمونیستانو د ټغر ټولولو جهادي مبارزه پیل کړ. د جهادي عملیاتو په لومړي پړاو کې د چورې ولسوالي د مرکز په شمول پراخې سیمې فتحه او د مجاهدینو تر واک لاندې راغلې، ورپسې د مرکز ترین کوټ اړوند ددروشان ناوه هم مکمله د دښمن له شتون څخه تصفیه شوه. دغه راز د ترین کوټ یوه بله مهمه سیمه مراباد ناوه هم مجاهدینو ونیوله. د دروشان او مراباد سیمې چې د صدیقیه جبهې مجاهدینو فتحه کړې وې، بیا کمونیستان ونه توانیدل چې اشغال یي کړي. په دې سیمو کې د ملا محمد شفیق محمدي تر واک لاندې بشپړ اسلامي نظام نافذ و. مجاهدینو شرعي محاکم او د ولسي چارو د پر مخ بیولو لپاره ملکي ادارات درلودل. چې دغه حالت بیا د تنظیمي جګړو په کلونو کې هم روان و تر څو د طالبانو د اسلامي تحریک په راتګ سره نوموړي د دې سیمو واک اسلامي امارت ته وسپاره.

د چورې، دروشان او مراباد له فتوحاتو وروسته مجاهدینو د ترین کوټ ښار سره نږدې دښمن ته خط واچاوه او همدلته یې له کمونیستي عسکرو سره جګړې کولې. خو له دې سره سره ملامحمد شفیق محمدي او ملګري یې له ترین کوټ علاوه په نورو سیمو کې هم د مجاهدینو همکاري ته ورتلل. د شوروي یرغل په لومړي کال چې روسانو روزګان ته لویه قوه راوسته او مجاهدینو ورسره سخت جنګونه وکړل هم نوموړی په کې برخوال و. همدغه وخت مجاهدینو په دهراوود ولسوالۍ کې عملیات پیل کړل، ملامحمد شفیق محمدي له خپلو مجاهدینو سره دهراوود ته لاړ هلته د عملیاتو په مهال د دیوان ورخ په سیمه کې پر مټ باندې ټپي او څو تنه ملګري یې شهیدان شول.

ملا محمد شفیق محمدي د روس ضد جهاد په کلونو کې د صدیقیه جبهې په چوکاټ کې تر ۱۰۰۰ تنو زیات مجاهدین درلودل، چې اکثره طالبان، صوفیان او متدین عوام خلک وو. دوی چې دمرکز ترین کوټ په دوو مهمو ناوو( دروشان او مراباد) باندې واکمني او مراکز درلودل په نورو سیمو کې یې هم جهادي عملیات کول، له دې جملې د نوموړي مجاهدینو د هلمند د سنګین او ګرشک، د کندهار د شاولیکوټ، ارغنداب او میوند په سیمو کې هم په جهادي عملیاتو کې شرکت کاوه. د جهاد په وروستیو کې د دهراوود لوی جنګ کې ګډون چې روسانو په کې ډیر ځواک وکاراوه او د دره په نور په سیمه کې د شهید لالا ملنګ سره په ګډه د شورویانو د قوې له منځه وړل د ملا محمد شفیق محمدي د جبهې د مجاهدینو له سترو کارنامو ګڼل کیږي.

په اسلامي امارت کې خدمتونه 

د کمونیستي واکمنۍ له نسکوریدو وروسته هم ملا محمد شفیق محمدي په خپله سیمه کې بشپړ واک درلود. د جهاد د وخت شرعي محاکم او مدرسې یې فعاله وې. د خپل واک په ساحه کې یې هیڅوک خودسرۍ ته نه پریښودل. کله چې په کندهار کې د طالبانو اسلامي تحریک قیام وکړ. د کندهار د ځینو سیمو له نیولو وروسته د ملامحمد عباس اخند په مشرۍ د طالبانو وفد روزګان ته راغی،ملا محمد شفیق محمدي ورسره ولیدل او کله یې چې د هغوی په اړه خپل معلومات بشپړ کړل نو له خپل جانبه یې د مکمل ملاتړ ډاډ ورکړ.

نوموړی وروسته له خپلو ملګرو مجاهدینو سره کندهار ته راغی، خپل ملګري یې د طالبانو په نظامي تشکیلاتو کې داخل کړل، چې د میدان ښار او کابل په استقامتونو کې یې جهادي خدمتونه ترسره کول او په خپله څه موده د لوګر ولایت مسؤل وروسته د غزني ولایت د والي په حیث وټاکل شو. په غزني کې له څو کاله ولایت وروسته د پکتیا ولایت والي شو، ورپسې د سمنګان ولایت والي شو، بیا د خوست ولایت والي او په پای کې بیرته د پکتیا ولایت د والي په حیث تعین شو، چې د امریکایانو د یرغل تر وخته یې همدې وظیفې ته ادامه ورکړه.

د اسلامي امارت د واکمنۍ په مهال د نوموړي د اړوندو مجاهدینو نظامي مشري په پيل کې ملامحمد نعیم نافذ پر مخ وړله چې د کابل د ریشخورو د فرقې او بیا د پکتیا د دریم نمبر قول اردو قومندان ټاکل شوی و. د نوموړي له شهادت وروسته د نوموړي د جبهې بل تکړه مجاهد ملا عبدالرزاق نافذ د همدې جبهې د نظامي چارو مشري په غاړه واخیسته. ملا عبدالرزاق نافذ د افغانستان په شمال کې د اسلامي امارت یو له وتلیو نظامي مشرانو ګڼل کیده. نوموړی وروسته په کندهار کې هم تر وروستۍ ورځې له امریکایانو سره وجنګید، د امریکایانو خلاف جهادي پاڅون کې یې اساسي نقش درلود تر څو په همدې لار کې د شهادت لوړ مقام ته ورسید.

د امریکایي یرغل نه وروسته کله چې طالبان له ښاري سیمو پر شا شول ملا محمد شفیق محمدي هم خپلې سیمې ته راغی څه موده په خپل کلي کې په مخفي ډول واوسید او وروسته چې څرنګه چې د امریکایانو او د هغوی مزدورانو څار پسې ډیر و نو یې له خپلې سیمې هجرت وکړ. د امریکا خلاف جهادي مرحله کې نوموړی د جهاد د ستر داعي او د اسلامي امارت د یوه تجربه کار او مدبر مشاور په حیث خپل شخصي ژوند کاوه. د نوموړي جهادي جبهې او ملګرو په جهاد کې مهمه ونډه درلوده، د نوموړي د جهادي شاګردانو له جملې لومړی ملا پای محمد آخند د ترین کوټ د مراباد له سیمې د امریکایانو خلاف جهاد پیل کړ. چې له شهادت وروسته یې د ملا محمد شفیق محمدي نږدې قریب ملا مطلب آخند د جهادي چارو مشري په غاړه واخیسته تر دې چې هغه هم په دې لار کې شهید او شهید حافظ ګل یې پر ځای وټاکل شو.

شخصي ژوند او خصوصیات

مرحوم ملا محمد شفیق محمدي د یوه استثنائي تشخص خاوند و. له یوې خوا مشهور صوفي او د نقشبندیې طریقې مأذون و چې نه یوازې سهار او ماښام یې خفیه اذکار کول، بلکې د قران کریم له معلوم تلاوت علاوه یې حزب البحر او دلائل الخیرات وظیفه هم نه پريښودله. د نوموړي زوی مولوي خلیل الرحمن وایي چې مولوي صاحب به هره شپه تهجد ته پورته کیده. د تهجد له لمانځه وروسته یې وظیفه کوله او چې کله به دسهار د لمانځه لپاره مسجد ته لاړ بیا به د څاښت لمانځه له اداء کولو وروسته کور ته راته. تر غرمې به یې خپل د لیکوالۍ کار کاوه. د مازدیګر له لمانځه بیا د ماخستن د جماعت د اداءکولو تر وخته یې هم وخت په ذکر تیراوه چې همدا یې همیشنی معمول و.

له تصوف سره سره نوموړی تکړه مجاهد هم و چې د عمر اکثره برخه یې به جهادي خدمتونو کې تېره شوه، له دې علاوه نوموړي له دیني علمه هم ښه برخه درلوده. د فقهې د کتابونو او تفاسیرو ژوره مطالعه یي درلوده. له فارسي ادبیاتو سره یې هم ډیر شوق او په فارسي ژبه یې روانه لیکوالي کولای شوای.

مرحوم محمدي صاحب د خطاطۍ او میناتورۍ له فن سره هم ژوره علاقه درلود او په دې برخه کې لوړ استعداد څخه برخمن و. نوموړي ګن شمیر کتابونه په خپل لاس خطاطي کړي او میناتوري کړي دي چې هر یو یې ستره هنري پانګه ګڼل کیږي. یو قران کریم یې په داسې ډول په طلایي رنګونو میناتوري کړی چې د هرې صفحې نقش یې له بلې څخه بیل دی. دغه راز د بخاري شریف فارسي ترجمه، زاد المسلمین، حزب البحر، دلائل الخیرات،قصیده برده، رساله نورانیه او رساله بصریه یې په خپل لاس په ډیر کمال سره خطاطي او میناتوري کړي دي چې قلمي نسخې یې لوړ تاریخي هنري ارزښت لري. د نوموړي زوی مولوي خلیل الرحمن وایي د امریکا ضد جهاد په لومړنیو کلونو کې د اسلامي امارت مهم مشران لکه الحاج ملا برادر اخند، شهید ملا اختر محمد عثماني او شهید ملا داد الله اخند د نوموړي ملاقات ته راغلي وو، کله یې چې د ده لیکنې او قلمي کارونه ولیدل نو یې غوښتنه ترې وکړه چې د جهاد په موضوع یو کتاب ولیکي، ملا محمد شفیق محمدي د ترغیب الجهاد په نوم په پښتو ژبه کتاب ولیکه او بیا یې د دوو میاشتو په موده کې خطاطي کړ.

ملا محمد شفیق محمدي د والي په حیث

ملا محمد شفیق محمدي د اسلامي امارت د واکمنۍ په وخت ډیره موده د پکتیا والي و. ما ( د دې کرښو لیکوال) هغه وخت د پکتیا په مرکز ګردیز کې د قران کریم حفظ کاوه. غواړم دلته د نوموړي په اړه خپل لیدلي او اوریدلي حالات درسره شریک کړم.

 ملا محمدشفیق محمدي عجیبه سړی و، هیڅ د والیتوب تشریفات یې نه درلود، کله به یې د لمانځه مصلی په اوږه اچولې وه او یوازې به جامع جومات ته د لمانځه لپاره روان و. والي صاحب به چې د کوم کار لپاره زموږ مدرسې ته نږدې د قول اردو قومندانۍ ته راغلی و، نو د مازدیګر د جماعت لپاره به دحضرت بلال مسجد ته د لمانځه لپاره راغی، د مازدیګر له لمانځه وروسته به یې خپل لوی څادر په سر راکش کړ او تر ماښامه به په ذکر بوخت و، کله خو به یې د ماښام له لمانځه وروسته هم خپلې اوږدې تسپې را وایستې او ترڅو به یې چې د ماخستن لمونځ په جماعت نه و ادا کړی نو بیرته نه تلو.

والي نه یوازې ذاتي پاکوالی او تقوا درلوده، بلکې په چارو کې هم خورا تکړه و، د ده په وخت کې د ګردیز ښار ته د رباط لخوا له یوه کاریز څخه د پاکو اوبو نلونه راتیر شول، او د ګردیز ښار په مختلفو برخو کې د پاکو اوبو سلګونه شیردانونه نصب شول، چې دا یوه خورا اساسي پروژه و. دغه راز یې مؤسسات هم په دې مجبور کړل، چې د هسې وخت تیرولو په ځای باید کار وکړي، د معروف موسسې لخوا ټول ښار د څو لسیزو له کچرو څخه تصفیه شو، پلونه او د سړکونو د غاړو او مابین چمنونه له سره جوړ شول، سرکونه ورغول شول، د محمدي صاحب په وخت کې د ولایت، قول اردو، مستوفیت،اطلاعات وکلتور ریاست، نظامي کلوپ، ښاروالی، قومندانۍ، بالاحصار او نورو ګڼو دولتي اداراتو په ګډون ډیرې دولتي ادارې چې په پخوانیو جګړو سختې زیانمنې شوې وې له سره ترمیم او ورغول شوې، او ګردیز ښار له څو کلنو جګړو وروسته یوځل بیا د یو ښایسته او پاک ښار بڼه خپله کړه.

دپکتیا په تیره ګردیز لپاره د والي شفیق محمدي خدمتونه او اخلاص دومره ښکاره وو، چې حتی د اوسني رژيم چارواکي هم ورباندې اعتراف لري او په درنه سترګه ورته ګوري، دد ې نغد مثال د والي ملا محمد شفیق محمدي د خدمتونو په ویاړ جوړ شوی هغه سمبولیکه دروازه ( باب محمدي ) ده چې د ولایت ودانۍ ته نږدې دګردیز ښار په شنه سیمه کې ولاړه ده، چې اوسنۍ ادارې په نوې بڼه رنګولې ده.

د زوی شهادت

ملا محمد شفیق محمدي پنځه زامن درلودل. چې دوه یې د ده په ژوند د بیلابیلو ناروغیو له امله وفات شوي وو. یو بل زوی یې حبیب الرحمن نومیده چې د امریکا ضد جهاد کې یې په دښمن فدایي برید وکړ.

د ملا محمد شفیق محمدي صاحب قریبان کیسه کوي، چې کله د نوموړی زوی فدایي برید وکړ او شهید شو، نو د اسلامي امارت ځیني کسان د ده کور ته ورغلل چې د زوی له شهادته یي خبر کړي. هغوی فکر کاوه چې ملا محمد شفیق محمدي صاحب به د زوی له شهادته په خبریدو ډیر متأثر شي. هغوی چې دا خبره ورته کوله نوموړی دا وخت د یوه تفسیر په لیکلو او خطاطۍ بوخت و، کله چې د زوی د شهادت خبره ورته وشوه، له خپلې مخې یې کاغذونه لرې کړل او ځای په ځای الله تعالی ته د شکر په سجده پریووت. کله چې له سجدې راپورته شو. نو یې وویل د الله تعالی حمد دی چې زما په زامنو کې شهید پیدا شو. دوه زامن مې وفات شوي وو خو تر اوسه مې په کور کې شهید نه درلود. الحمد لله چې د شهادت له نسبت څخه محروم نه شوم.

وفات

نوموړی د۱۴۳۸کال د شعبان په شپږمه چې د ۲۰۱۷میلادی کال د می د میاشتې له دوهم تاریخ سره سمون خوري د سه شنبې په ورځ د ماسپښین په څلور بجې او شل دقیقې له دې فاني دنیا څخه سترګې پټې کړې.

انالله واناالیه راجعون

Related posts