اکتوبر 14, 2019

غور: دولینه کې د ۸ کلیو خلکو دقومندان عصمت الله په سرمشري کې له اسلامي امارت نه بشپړ ملاتړ اعلان کړ

غور: دولینه کې د ۸ کلیو خلکو دقومندان عصمت الله په سرمشري کې له اسلامي امارت نه بشپړ ملاتړ اعلان کړ

تېره ورځ ماسپښین ۲ بجې د غور ولایت د دولینې  ولسوالۍ اړوند د ۸ کلیو خلکو ( غارک سفید، ګله بید،دهن سنګي،دزدان ، سفیدارک ، قندي سنګ، ګرم آبک، نصرت اباد)  چې دکورنیو شمېره یې ۷۰۰  کرنیو ته رسیږي  دقومندان  عصمت الله  په سرمشري کې دیوې شانداره غونډي په ترځ کې  داسلامي امارت دمجاهدینو کلک  ملاتړ اعلان کړ

قومندان عصمت الله  ۱۵ میله سپکې اودرنې وسلې هم مجاهدینوته وسپارلي اوکلکه  ژمنه یې وکړه چې  دده په شمول ټول قوم به یې  داسلامي امارت مجاهدینو همکارۍ ته  دژوند ترپایه پوري دوام ورکوي  او له اسلامي امارت په صف کې به   دیرغلګرو اودهغوی دګوډاګیانو په خلاف  سپیڅلي جهاد ته ادامه ورکوي

مجاهدینو هم دنوموړو تود هرکلی وکړ اودایې ددین اوهیواد په ګټه کاروباله او له خپل اړخ نه یې دهر ډول همکاري ژمنه ورسره وکړه

2019/6/25

Related posts