فبروري 22, 2020

د ناموس توهین، د ګوډاګیانو بله کارنامه

د ناموس توهین، د ګوډاګیانو بله کارنامه

د ورځي خبره

له څو ورځو راهیسي پرخواله رسنیو هغه ویډیو ښایي، اکثریت ولس لیدلې وي چې د کندهار ښار 11مې حوزې اړوند، عینو میني په سیمه کې یو ګوډاګی اوباش عسکر یوې پتمني خورکۍ ته وایی” مخ دې لڅ کړه، کنه ولم دي” او هغه پتمنه میرمن ورته فریاد کوي چې “ما ووله خو مخ نه در ښکاره کوم لاسونه پښې به دي ښکل کړم، خو ما مه بې عزته کوه.”
د کابل اوسنی ظالم رژیم، چې له هري خوا له هر ډول سیاسي انزوا، نظامي شکستونو، ولسي ترټني، نړیوالي بې اعتبارۍ او د عسکرو له تېښتې، د سیاسیونو، ګوندونو او مدني فعالانو له شدیدو مخالفتونو سره لاس او ګریوان دی؛ له همدې کبله اوس د لیوني داړونکي حیوان په څیر هري خوا ته خوله اچوي، عقل او حواسو یې کار پري ایښی، نه پوهیږي چې څه کول یې په خیر او څه یې په تاوان دي.
هر ولسي وګړي ته د خپل برلاسي دښمن (طالب) په سترګه ګوري، د یرغلګرو کفاو له لوري ورکول شوي، توپ، ټانګ، الوتکه او ټوپک…شپیلۍ یې د بې دفاع مظلوم ولس پرخوا ور اړولې، ځکه چې له مجاهد طالب سره خو یې د جګړې توان او روحیه له لاسه ورکړي. نو ځکه یې بدله له ولسه اخلي او د ولس په وړاندي بیا له هیڅ ډول وحشت څخه مخ نه اړوي.
نه یې د ولس په عام وژنه زړه سړیږي او نه یې د پتمن ناموس په توهین، له دې نه علاوه چې په نیمه شپه د خلکو کورونو ته بهرني یرغلګر ور ولي، توهین یې کوي، په شهادت یې رسوي؛ اوس یې پر لارو او سړکونو هم د تالاشۍ په نوم د افغان ولس د ناموسونو توهین ته لاس اچولی، چې دا نو د وحشت او رذالت انتها ګڼله کیږي.
ولسي عام وژنه یې تر دې حده رسولې چې تنها په څو نژدې ورځو کې یې ۱۰۵ تنه ولسي وګړي ښځي او ماشومان په شهادت رسولي. دا ستر ظلم واقعاً زموږ پر مظلوم ولس یو ستر ازمویښت دی، په دې کې هیڅ شک نشته چې انتقام به یې هرو مرو الله تعالی له دې ظالمانو په داسي ډول اخلي، چې د ټولو یرغلګرو او ګوډاګیانو لپاره به یې یو تاریخي عبرت ګرځوي. — و ماذلک علی الله بعزیز—
په داسي یو حالت کې که ولس د صبر لمن نیسي او په رخصت عمل کوي، کولای شي خو په تدریجي مرګ به یې دا بې رحمه ټوپکمار ګوډاګیان د بادارانو په امر وژني. او د ناموسونو همداسي توهین به یې کوي، خو که له عزیمت نه کار واخلي، او د دې روان وحشت په وړاندي په جرأت، او اتفاق سره آواز اوچت کړي، په منظم شکل د دغي فاسدي ظالمي او قاتلې ډلګۍ په وړاندي ودریږي، هغه که د مجاهدینو په څنګ کې سنګرونو ته ځي، لاریونونه کوي، (لکه د پکتیا ولسونه چې له څو ورځو راهیسي لاس په کار شوي)، د ځینو خپلواکو رسنیو او سوشل میډیا له لاري د خپل ږغ د انعکاس هڅي ګړندۍ کوي، او که نوري ډول ډول مؤثري لاري چاري حتی الوسع په کار اچوي، دا به یې د نجات، بریا، عزت او له دې روان وحشت نه د خلاصون ښه عزیمت او مثمِر ګام ثابت شي.
یرغلګر کفار باید په دې پوه شي چې د کابل د ګوډاګیانو د روان وحشت ترشا قومانده، توپ، طیاره، ټانګ او پیسه ټول همدا ستاسو یرغلګرو دي، تاسو په دې نامه ځان نشئ خلاصولای چې ګویا د جنګ واک مو د کابل اوباشو ګوډاګیانو ته سپارلی، تاسو په دې پلمه د د غه ډول بشري جنایاتو له تاریخي مسئولیته هیڅکله ځان ته برائت نشي موندلای.
د الله تعالی وعده هیڅکله دروغ کیدلای نشي، هرو مرو پوره کیدونکي ده، له هغه چا سره به مرسته کوي چې د الله پردین یې غیرت کړی او د خپل مسلَّم حق دفاع یې کړي. او هغه څوک به هرو مرو ذلیله کوي چې ظلم، تجاوز او وحشت یې کړی.

پای ………..!

Related posts