فبروري 22, 2020

د سوري او امریکایي پوځیانو ترمنځ نښته کې مرګ ژوبله اوښتې

د سوري او امریکایي پوځیانو ترمنځ نښته کې مرګ ژوبله اوښتې

د الجزيرې خبري شبکې رپوټ ورکړی، د سوریې د حسکه ولایت قامشلي ښار ته څېرمه د امریکايي پوځیانو له ګزمې سره سوري پوځیانو نښته کړې چي له کبله یې یو سوري پوځي وژل شوی او څو نور ژوبل شوي دي.

د سیمه ييزو سرچینو له قوله ویل شوي، نښته هغه مهال رامنځ ته شوه چې په خربة عمو کلي کې د سوریې د رژيم اړوندو ځواکونو د امریکا د ګزمې ټانګونه ودرول.

الجزيرې د خپلو سرچینو له قوله زیاته کړې، تر پېښې وروسته سیمې ته د ائتلاف الوتکې راغلې او د سوریې د پوځ اهداف يې وويشتل.

د سوریې رسنیو رپوټ ورکړی، امریکایي الوتکو پر یاد کلي درې هوایي بریدونه وکړل، تر څو یې د ګزمې ګاډي په خوندي توګه له کلي  ووځي.

له بله پلوه د سوریې رسمي اژانس وايي ، له امریکایي پوځیانو سره په نښته کې یو ولسي وګړی وژل شوی دی.

دې اژانس زیاته کړې، د کلي خلکو په سپکو وسلو له امریکايي پوځیانو سره هغه مهال نښته وکړه چې د امریکا د ۵ ټانګونو د ګزمې د مخنوي هڅه یې کوله چې غوښتل يې په یاد کلي کې د سوريې د پوځ د تالاشۍ له يوې پوستې تېر شي.

د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف یوه بیان کې څرګنده کړې، په حسکه ولایت کې نامعلومو وسله والو ددوی پر پوځیانو د سپکو وسلو ډزې کړې دي.

ویل شوي، دغه ډزې د دوی له لوري تر خبرداریو او د تاوتريخوالې د کمولو تر هڅو وروسته پر  دوی وشوې چې دوی له ځانه د دفاع په پار ځواب ورکړی دی.

د امریکايي او سوري پوځیانو تازه ټکر په داسې مهال ده چې دې وروستیو کې د ترکي او سوري پوځیانو ترمنځ خونړۍ جګړې وشوې چې نور يې هم په سیمه کې وضعیت ترېنګلی کړی دی.

احمد ظريف

Related posts