فبروري 22, 2020

د بدخشان ولایت تګاب ولسوالۍ کې اوه دارالحفاظونه او مدرسې پرانيستل شوې

د بدخشان ولایت تګاب ولسوالۍ کې اوه دارالحفاظونه او مدرسې پرانيستل شوې

د اسلامي امارت د پوهنې کمېسیون د ځایي مسئولینو په هڅونه او زیار د تیر ۲۰۱۹ کال په اوږدو کې د بدخشان ولایت د تګاب ولسوالۍ اړوند سیمه کې د دوو دیني ليليه او دوو نورو نهاریه مدرسو په ګډون  اوه بابه دیني مدارس پرانستل شوې چې اوس مهال پکې په عملي بڼه درسونه روان دي.

دغه مدرسې د یادې ولسوالۍ اړوند په بیلابیلو سیمو کې جوړې شوي دي چې نومونه يې په لاندې ډول دي:

۱- محمدیه دارالحفاظ د دوآبی کتوبالا په سیمه کې.

۲-  فاروقیه دارالحفاظ د روباط کتوبالا په سیمه کې.

۳- عثمانیه دارالحفاظ د دهکلان خمبک په سیمه کې.

۴- د حضرت علی کرم الله وجه مدرسه د خمبک بالا په سیمه کې.

۵- صدیقیه دارالحفاظ د روباط خمبک په سیمه کې.

۶- د خاتم النبیین مدرسه د میرکان په سیمه کې.

۷- د مصعب ابن عمیر دارالحفاظ د سبزدره په سیمه کې.

یادې مدرسې د دې ولایت د تعلیم او تربیې کمیسیون ځايي مسئولینو په هڅو او کوښښونو جوړې شوي دي چې د پرتمینو غونډو په ترڅ کې چې د سیمې اوسیدونکو او یو شمیر علماء کرامو پکې ګډون کړی وو، پرانیستل شوې.

د اسلامي امارت د پوهنې ریاست مسئولینو، د نورو اورګانونو مسئولینواو قومي مشرانو د دغو مدرسو په پرانیست غوڼدو کې برخه اخیستې وه او ویناوې یې وکړې، ويناوالو تر ډېره پر دیني زده کړو او د دیني مدارسو په جوړولو تمرکز وکړ.

۱۱-۲-۲۰۲۰

Related posts