فبروري 22, 2020

د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې څلور مدرسې پرانيستل شوې، انځوريز

د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې څلور مدرسې پرانيستل شوې، انځوريز

د اسلامي امارت د پوهنې کمېسیون د ځایي مسئولینو په هڅونه او زیار د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ اړوند سیمه کې څلور بابه دیني مدرسې پرانيستل شوې چې دوه يې لیلیه او دوه نورې يې نهاریه دي.

په دې مدرسو کې اوس مهال په عملي ډول درسونه پیل شوي دي.

لومړۍ مدرسه د یادې ولسوالۍ اړوند د شیخ شاخ تیمور د کلي په جامع مسجد کې د حقانیې په نوم د جمادي الثاني د میاشتې پر دویمه نیټه پرانیستل شوه چې اوس پکې د دریو استاذانو له لوري ۶۰ تنو زده کونکو ته درسونه ویل کيږي، دویمه مدرسه د چهاربولک ولسوالۍ اړوند د سلبارون په کلي کې د امام ترمذي رحمه الله په نوم د جمادي الثاني د میاشتې پر دریمه نېټه افتتاح شوه چې په نږدې راتلونکې کې به درسونه عملا پکې پیل شي، دریمه نهاریه مدرسه د همدې ولسوالۍ اړوند د بوستیپې په جامع مسجدکې د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه په نوم د جمادي الثاني په پنځمه نېټه پیل شوه چې اوس په عملي ډول ۳۵ تنه طالب العلمان پکې په درسونو بوخت دي او څلورمه کلیوالي مدرسه د همدې ولسوالۍ د بیست پایکال په جامع مسجدکې د جمادي الثاني د میاشتې پر څلورمه نېټه پرانیستل شوه چې شاو خوا ۸۰ تنه زده کونکي پکې په حفظ او دیني زده کړو مصروف دي.

یادې مدرسې د پرتمینو غونډو په ترڅ کې چې د سیمې اوسیدونکو او یو شمیر علماء کرامو پکې ګډون کړی وو، پرانیستل شوې چې د ځايي خلکو او یو شمېر نورو شتمنو اشخاصو په مالي مرسته به پرمخ بیول کیږي.

په غونډو کې د اسلامي امارت د پوهنې ریاست مسئولینو، د نورو اورګانونو مسئولینواو قومي مشرانو هم برخه اخیستې وه، دوی د غونډو ګډونوالو ته ویناوې وکړې او په ځانګړې توګه ددې ولایت د پوهنې مسئولینو په دې غونډو کې پر دیني زده کړو او د دیني مدارسو پر جوړولو ټینګار وکړ.

۱۰-۲-۲۰۲۰

Related posts