اپریل 04, 2020

د یرغلګرو مفکر؛ د افغانانو قاتل!

د یرغلګرو مفکر؛ د افغانانو قاتل!

د ورځي خبره:

تېره ورځ او شپه یو ځل بیا د ګډ دښمن په بمبارونو او چاپو کې لسګونه ملکي هیوادوال شهیدان او ټپیان شول، کورونه یې ویجاړ او پراخ مالي زیانونه ور واوښتل!!
د بېلګې په توګه د تخار په دشت کلا کې ۴ ، د میدان وردګ په جلګه کې ۳ ،د ګردیز په چوڼۍ کې ۳ ، د بادغیس په بالامرغاب او سنګ آتش کې ۱۴ ، د زابل په ارغنداب کې ۲ ، د هلمند په واشیر کې ۲ ،د بلخ په چمتال کې ۲، د پکتیا په زرمت کې ۲ او د فاریاب په قیصار کې۳ تنه ملکي هیوادوال اشغالګرو او ګوډاګیو عسکرو شهیدان کړي دي.
د کابل رژیم سرپرست اشرفغني چې یرغلګرو د مفکر په لقب نومولی او د واک په چوکۍ یې نصب کړی؛ دامنيتي تړون په نوم د هيواد پلورني د قبالې په ورکولو سره يې یرغلګرو ته پر مظلوم ولس د بمبارونو، شپنیو چاپو او لویو وسلو د کارولو زمينه نوره هم مساعده کړه او هممهاله یې اشغالګرو ته ډاډ ورکړ چې هر هغه حرکت او هڅې به ځپي چې ستاسو د وحشت په وړاندې عکس العمل ښيي، که یرغلګر افغانستان کې هر ډول وحشت او ظلم تکرار کړي، ښځې او ماشومان شهیدان کړي، کلي او کورونه بمبار کړي، مسؤول یې اشرف غني دی او يوه ورځ به ددغو جناياتو حساب ضرور ورکوي!
غني امریکایي ګټو ته دومره ژمن دی چې افغانستان او دافغان ولس بشري کرامت او منافع هیڅ ارزښت ورته نه لري، ده د امریکایي ګټو او اشغال د پایښت لپاره لسګونه زره افغان شهیدان او ټپیان کړل،کلي او بازارونه یې ونړول، مسجدونه او مدرسې یې بمبار کړې، ښوونځي او کلینیکونه یې تخریب کړل او لا هم د امریکایي منافعو د ساتنې په موخه هر ډول وحشت او ظلم ته لاس اچوي.
افغان ولس د یرغلګرو لخوا نومول سوی جعلي مفکر اشرفغني د يوه وحشي قاتل په توګه خپل دښمن بولي چې د خپلو اسلافو په نسبت په غلامۍ کې ډېر وړاندې تللی او يوازينۍ هدف يې دادی چې د خپلو بادارانو په خوښ ساتلو سره د واک پر ګدۍ د تل لپاره ناست وي؛ که څه هم روان ناورين همداسې روان وي.

Related posts