فبروري 22, 2020

په اتحاد کې إلهي نصرت دی

په اتحاد کې إلهي نصرت دی

نوید افغان:

ټول مسلمانان بايد په خپل ژوند کې هغه څه ته ډيره توجه او پاملرنه وکړي چي د هغه د کاميابۍ سبب وګرځي او پرې الله ج راضي کېږي، که په اوسنۍ نړۍ کې وګورو نو مسلمان ملت له ډيرو ناخوالو او کړاوونو سره مخ دی.

خو دا چې هغه مسلمان ملت چي پر څه کم ټوله نړۍ ئې حاکميت درلود ولې او څرنګه له داسې در بدره حالت او مشکلاتو سره مخ کيدای شي؟ امت هغه إلهي نصرت ته چې ورسره يې الله ج وعده کړې ده سترګي پر لاره دی چې به څرنګه او څه وخت راځي؟! او د هغه په لټه کې ډير خلګ ديو سترې نا اميدۍ او مأيوسۍ ښکار هم دي.

رابه شو دېته چي په کوم صورت کې الله ج له موږ سره د نصرت وعده کړې ده او کوم وخت موږ د إلهي نصرت مستحق ګرزو چې الله ج راسره په هماغه وخت کې مرسته وکړي؟ تر هرڅه وړاندې الله ج د انسانانو له خلقت سره سم انسانانو ته په اتحاد او يووالي امر کړی دی، هغه لومړی د سجدې امر چي د حضرت سیدنا آدم عليه السلام د تعظيم لپاره الله تعالی وکړ پکې له‌ ورايه د اتحاد او اتفاق در س ورکول شوی.

همدا شان الله ج ټولو مؤمنانو ته د خپلمنځي وروګلوۍ نسبت کړی دی او وايي چې ټول مسلمانان سره وروڼه دي، دغه رنګه الله ج صراحتاً ټولو مسلمانانو ته په قرآن کريم کې د (واعتصموا) امر کړي دی چي زما په رسۍ لاسونه ونيسئ او يو له بل سره مه بېلېږئ، همدا رسۍ او هم نبوي ارشادات چې شريعت مطهره دی هم مسلمانانو ته په يو والي او خپلمنځي مینه توصیه کوي چي او پر دې باندې موږ ور مکلف شوي يو.

الهي ارشاد دی چي تر څو يو قوم په ځان کې تغير رانه ولي ترهغه الله ج په هغوي کې تغير نه راولي، نو تر کومه چي مسلمانان په ځان کې اسباب د نصرت پيدانکړي چي هغه د مسلمانانو تر منځ اتحاد، يووالی او خپل شخصي او اجتماعي ژوند د الله جل جلاله له اوامرو سره برابره ول دي او د ټولو لپاره شريعت د ژوند تيرولو معيار ونه ګرزوي تر هغو پوري موږ دإلهي نصرت مستحق کيداي نشو.

په محبت، ترحم او عاطفه کې د مؤمنان د يو بدن په مثال بلل شوي، د يو حديث شريف مفهوم دی فرمايي: مومنان د يو بدن مثال لري چي کله د بدن يو اندام په تکليف شي، نو له هغه سره ټول بدن د نا آرامۍ احساس کوي، ډېر إلهي ارشادات دی او نبوي تعليمات موږ ته دا را ښيي چې موږ بايد د مسلماني ټولني هر وګړی ته په ټولو امورو کې د يو خپل ورور حيثيت ورکړو او د ژوند چارو کې يې لکه د خپلو چارو په شانې پر مخته وړلو کې ورسره مرسته وکړو، خو آيا رښتيا هم موږ هم نورو مسلمانانو ته د وروڼو په سترګه کتلي دي؟ ځواب (نه!) دی.

نړيوالو کفارو هم دا حقيقت اوس بشپړ درک کړی چي که کله هم مسلمانان پرإلهي قانون منګولې ولګوي او پر خپل دين پاتي شې که څه هم يوه وړه ډله وي بيا هم نشو کولای چې د همدې لږو مسلمانانو مقابله وکړو، همدا لامل دی چې هغوی مسلمانان سره ويشلې دي او د دې وروڼو مسلمانانو تر مينځ ئې د بدۍ او نفاق تخم شيندلی دی.

له دې څخه يو هم هيواد پرستي ده چي د مسلمانان ملت تر منځ يې د وحدت رسۍ شکولې او واحد ملت يې پرې سره متلاشي کړی، د نبي عليه السلام او بيا له هغه را وروسته په خيرالقرون کې داسې نه وه، هلته د بلال حبشي او سلمان فارسي رضي الله عنهما او د مکې، مدني ترمنځ کوم توپير نه وو.

له وطن پرستي را په ديخوا هم د اسلام دښمنانو مسلمانان آرامه پرې نښودل، د ګڼو مذهبي ډله ټپلو په پیدا کولو سره ئې مسلمانان په څو ډلو وويشل او د دوی له خپل منځي اختلاف څخه يې د ځان پر ګټه کار واخيست چي له أمله يې له څو پيړيو راسې ټول اسلامي امت د يوې سترې بدبختۍ ښکار ‌دی او تر لا ننه دغه واحد ملت له دې ناورين څخه کړېږي.

همدا راز د نړيوالو سياسي تحولاتو او د مسلمانانو زيات غفلت په خپله اسلامي ملکونه له يو سخت اقتصادي حالت سره مخ کړي دي او يو اسلامي هېواد په خود مختاره ډول له يو بل ورور هيواد سره مرسته نه شې کولای، ددې ټولو تر څنګ يو عمده مشکل چي ورسره مخ يو زما په ګمان د غربې او يهودي خوښه ډيموکراسۍ ترويج او د اوسني ځوان نسل په سترګو کې د هغې ښه څرګندېدل، چې نه زموږ او نه مو هم د را روانو نسلو په ګټه ده.

که مسلمان ملتونه همداسې غافل يو، بې مسؤلیت ځان وګڼو او تر خپل منځ اسلام او اسلامي ارزښتونو او ورورولۍ ته ځای ورنکړو، نو ليرې نه ده چي ترخپل منځ او هم د کفري ملتونو له لوري همداسې يو په بل پسې په يو مخيز ډول له منځه لاړ شو او د نړۍ کافران مو ننداره کوي.

که موږ اسلامي تاريخ مطالعه کړو او ليږ ځیر شو، په ځان کې د مسلمه امت د وحدت لپاره کار وکړو، له خپل ټول توان او انرژۍ څخه پر ګټه اخيستنې اوسنی او را روان نسلونه د کفر له غلامۍ اوجبر څخه ازاد او ورته د اتحاد يووالي او د الهي قانون په رڼا کې د ژوند کولو تصميم ونيسو، يواځيني هدف د الله تعالی ج پر ځمکه د هغه نظام نفاذ او استحکام وګرځوو، نو هغه نصرت چي الله تعالی ج يې ‌له‌موږ سره وعده کړې وړ او مستحق به يې وګرځو او يوځل بيا به پر نړۍ د يو واحد ملت او پر مختللي قوم په توګه ځان ثابت کړو..
پر همدې هيله نويد افغان

Related posts