فبروري 22, 2020

لیبیا کې دترکې نظامي حضوراودعربو اندېښنې

لیبیا کې دترکې نظامي حضوراودعربو اندېښنې

حسن مومند:

دشمالي افریقا مهم عرب اسلامي هېواد لیبیایوځل بیا په نړیواله سطحه دخبرونو دسرټکی ګرځېدلی دی .

 په ۲۰۱۱م کال کې چې دمعمرقذافي دولت دامریکا اوناټو دیرغل په نتیجه کې ړنګ شو له هماغه وخت راهیسې په  لیبیا کې کورنی جنګ پیل شوی او د اهېواد داور په لمبو کې سوزي ؛دا هېوادچې پکې په تمامه معنی امنیت تامین و اودسیمې په سطحه یوسوکاله هېواد و اوس پکې حده زیاته بدامني ، ګډوډي ،دربدري ، فقر انارشیزم ، طوائف الملوکې اونورې بدبختيانې دي ؛ په مختلفو نومونو او دمختلفو اهدافو لپاره په سونو ډلې رامنځته شوې اویو دبل پرضد جنګېږي خو اوس په لویه سطحه دوه اړخونه یودبل په مقابل کې ولاړدي اوپه نړۍ کې همدا دواړه اړخونه یادېږي. ،یودملي مرکزي ادارې په نوم دفائزالسراج په مشرۍ کې دولت دی چې د ملګروملتونو ادرې اونړۍ له لورې په رسمیت پېژندل شوې اودترکې دملت زیاته برخه ورپسې ولاړه ده .  اوبل اړخ ته د باغي جنرال خلیفه حفترپه مشرۍ کې ستره وسلواله ډله ده.

دجنرال حفترملېشې چې ځان ملي فوځ یادوي  مصر ،فرانسه ، امارات اوسعودي ، اردن او روسیه یې ملاتړ کوي دهېواد څوښارونه ددې ډلې په قبضه کې دي او د درندو وسلو ترڅنګ جنګي طیارې او چورلکې هم په لاس کې لري چې په دا وروستیو ورځوکې یې یوبمبار کې ددولت ۲۸ تنه عسکر وژلي وو.

 دجنرال حفتر له لورې پرپلازمېنې طرابلس داحتمالي برید دمخنیوي په موخه د ترکې ایټالیا ،برتانیې، امریکا او ګاونډي هېواد الجزایر نه د مرستې غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دجنګ سترې بټۍ ته دې دلیبیا ولس د ورغورځول کېدونه وژغورل شي .

خو دلیبیا پرغوښتنې له ترکې پرته یو هېواد هم غوږ ونه ګراوه.

دتېرې دسمبر میاشت په ۲۶ مې نېټې دلیبیا دکورنیو چارو وزیر فتحی باشاغا مطبوعاتي کانفرانس ته په خپلې وینا کې وویل چې دباغي جنرال خلیفه حفتردملېشو دسرکوبولو په موخه دلیبیا مرکزي دولت له ترکې نه فوځي مرستې غوښتي دي بل لور ته دترکې ولسمشر طیب اردګان هم په همدې  نېټې دخپلوڅرګندونو په ترڅ کې وویل چې دترکې دولت لیبیا ته دفوځي مرستو په ورکولو غور پیل کړیدی .

 دلیبیا دولت په یادې نېټې دترکې نه ځمکنئ سمندري اوهوایې درې واړه مرستې غوښتې وې اوپه همدې نېټې ددواړو هېوادونو ترمنځ دفاعي تړون هم عملي شو .

د دسمبر په ۲۷ مې نېټې دلیبیا دملي مرکزي دولت مشر فائز السراج دطیب اردګان سره وليدل او بیا خبر خپور شو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه تړونونه رامنځته شول؛ یودفاعي تړون و اوبل په بحر ابیض متوسط کې ددواړو هېوادونو دسمندري حدودو دتعین تړون و.

ددې تړونونو درامنځته کېدو په سبا یانې د دسمبر په ۲۸ مې نېټې دلیبیا ددفاع اوکورنیوچارو وزارتونو دترکې نه دنظامي مرستې قانونوني غوښتنه وکړه اوترکې هم دځمکنیو ، سمندري اوهوایې درې واړو مرستو ورکولو ته چمتو والی ښکاره کړ .

لیبیا ته دترکي ځواکونو دلېږلو پرېکړه څو ورځې دمخه دترکې پارلمان تصویب کړه اولیبیا ته عملاً دترکې دفوځونو راتلل پیل شول .

ددواړو هېوادونو ترمنځ په  رامنځته شویو دې تړونونو دعربي نړۍ زیاتروهېوادونو خپل خفګان ښکاره کړ او په ځانګړي ډول مصر اودعربو متحده اماراتو پرې تنقید وکړ او دا یې دسیمې امنیت ته ګواښ وګڼلو.

بل لورته یونان ، قبرص او اسرائیلو هم پدې تړونونو اعتراضونه وکړل . دیادوهېوادونو په فکر دلیبیا سره ددې تړون درامنځته کېدو  نه پس به ترکیه په بحیره روم  کې دتېلو اوغازو دلټون هڅې پیل کړي چې ورسره به ددې هېوادونو ګټوته ګواښونه متوجې شي .

مصر وایې چې دلیبیاسره دترکې دسمندري پولو دلګېدلو له امله به ددواړو هېوادونوترمنځ تګ راتګ اسان او فوځي تعاون ډېر قوي وي چې دابه دسیمې هېوادونو لپاره ښه زېری نه وي .

ترکې په ۲۰۱۳م کال کې دمصر دمنتخب ولسمشر محمدمرسي پرضد د فوځي کودتا سره خپل سخت مخالفت ښکاره کړی و چې له هماغې راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ دیپلوماتیکه ترینګلتیا شتون لري .

لیبیا ته دترکي ځواکونو دلېږلو پرېکړه دجنرال حفتر او دامریکا دولسمشر ټرمپ له غبرګون سره هم مخامخ شویده ؛ ټرمپ ویلي دي چې دې سره به په سیمه کې تاو تریخوالی زیات شي .

حفتر طیب توندروه دیکتاتور وګڼلواو ویې ویل چې هغه دعثماني خلافت بیا راژوندي کول غواړي .

اردګان ویلي که دحفتر ملېشې په طرابلس برید وکړي نو نه هېرېدونکی درس به ورکړي .

دلیبیا اوسنۍ اداره چې په ملي مرکزي ادارې یادېږي دډېرو ګډوډیو نه پس دملګروملتونو د ادارې ترنظارت لاندې په ۲۰۱۷م کال کې دمراکش په صخیرات ښار کې د مختلفو ډلو ترمنځ دمذاکراتو په نتیجه کې رامنځته او فائز السراج یې مشرشو نوځکه اوس همدا دلیبیا قانوني دولت ګڼل کېږي اودلیبیا ولس ورپسې ولاړ دی خوسره له دې هم مصر ، دعربو متحده ایالات ، اردن ،سعودي عربستان ، فرانسه او روسیه ددې ادارې نه بلکې دباغي جنرال حمایت کوي او همدا هېوادونه دي چې دترکې اولیبیا ترمنځ په رامنځته شویو دواړو تړونونو اعتراضونه لري .

خوترکیه وایې چې ترکیه یو ازاد او خپلواک هېواد دی اولیبیا هم د قانوني دولت نه برخمن یو ازاد هېواد دی نولیبیا چې کوم هېواد سره تړون وغواړي څوک پرې داعتراض حق نه لري ؛ ترکې په لیبیا کې دفعال کومې نظامي ډلې یا تروریست تنظیم سره تړون ندی کړی بلکې دهغه دولت سره یې تړون کړیدی چې کومه دملګروملتونو ادارې ترنظارت لاندې رامنځته شوې او دې ادارې په رسمیت پېژندلې ده

ترکې پدې هکله دلیبیا دځینو ګاونډي هېوادونوراضي کولو اواعتمادکې داخستلوهڅې هم پیل کړیدي ؛په همدې لړ کې طیب اردګان د دسمبرپه ۲۵مې نېټې تیونس ته سفروکړ چې دتیونس دنوي منتخب ولسمشر قیس سعید سره یې دقرتاج قصرکې اوږده ناسته وکړه اوهغه ته یې دلیبیاسره دترکې دروابطو اوتړونونو په اړه اطمینان ورکړ.

دتیونس نوی ولسمشر هم دطیب اردګان په څېر دمصر په دیکتاتور السیسي انتقادونه کوي اوپه غزه کې دمحصورو مسلمانانو سره خواخوږي ښکاره کوي چې له امله یې دمصر اود مصر داتحادي هېوادونوسره دتیونس د دیپلوماتیکو اړیکو دخرابېدو خطر زیات شوی ؛ دطیب اردګان ګرم استقبال هم مصر اونور خلیجي هېوادونه ورخطا کړیدي او وایې چې ترکیه په ډېرې تېزۍ دشمالي افریقا ددې مهم هېوادسره په روابطو ښه کولو دخپل نفوذ دزیاتوالي پرلور ګامونه پورته کوي. سعودي عربستان ، مصر او دعربو متحده ایالات دلته دترکې دقدم اېښودلو سخت مخالف دي اودا دعربانو دنیشنلزم په مقابل کې دعثماني خلافت دبیا احیادهڅوپه معنی تعبیروي. دعربو دې عکس العمل ته پام سره داسې ښکاري چې داخبره دعربو په تنظیم عرب لیګ کې هم په نېږدې راتلونکي کې راپورته کړای شي ځکه چې دتېر ۲۰۱۹م کال په اکتوبر میاشت کې په شام کې دترکې دفوځي عملیاتو سره عربو هېوادونو خپل مخالفت ښکاره کړی و او مصر داخبره په عرب لیګ کې راپورته کړی هم وه .

دیادولو وړ ده چې روسیه هم لیبیا ته د ترکې دفوځونو دلېږلو مخالفه ده او دترکې په علم کې ده چې روسیه دباغي جنرال خلیفه حفترسره مرستې کوي خودا چې ترکیه او روسیه دیوبل سره ښې اړیکې لري او دا اړیکې یوهم خرابول نه غواړي نو تمه کېږي چې ترکیه به له ځان سره  دروسې په همغږي کولو وتوانېږي چې دلیبیا داور بند لپاره په مسکوکې دغونډې جوړېدل ددې خبرې یو ښه ثبوت دی .

دمحترمو لوستوالو په علم کې به وي چې دترکې اوروسې په هڅو دلیبیا دملي مرکزي دولت مشرفیض السراج اوجنرال حفتر داوربند لپاره مسکو ته ورغوښتل شوي او دواړو لوریو په اوربند هوکړه هم کړی وه خو وروسته بیا یواځې السراج په پرېکړه لیک لاسلیک وکړ او حفتر له لاسلیک کولو پرته مسکو ترک کړ ؛  طیب اردګان وویل حفتر وتښتېد.

څو ورځې دمخه چې دمالیزیا په پلازمېنې کولالمپور کې داسلامي هېوادونو یوکانفرانس رامنځته شو د امریکااونورلو یدیځ ترڅنګ یې سعودي عربستان ، مصر، دعربو متحده اماراتو ، اردن  او ځیني نورعرب هېوادونه هم اندېښمن کړي وو او ویل یې چې داکانفرانس داسلامي کانفرانس حیثیت ترپوښتنې لاندې راولي او اسلامي نړۍ تقسیموي .

خود کانفرانفرانس دختمېدو پرمهال دکوربه هېواد مشر مهاتير محمد دافکر رد کړ او ویې ویل چې دا کانفرانس دکوم بل کانفرانفس په مقابل کې ندی جوړشوی بلکې دایواځې داسلامي نړۍ دهېوادونو تر منځ دخپلمنځي تړاو او مرستې یوه نوې هڅه ده .

شنونکي وایې چې دخطر ځای مالیزیا نده ؛ دمالیزیا سره خو ټول عرب اوخصوصا سعودي عربستان ډېرې ښې اړیکې لري  اصل خبره په ترکې ، ایران اوقطر کې وه ؛ پدې کانفرانس کې  اصل رول دترکې د ولمشر طیب اردګان ، دایران ولسمشر حسن روحاني ،دقطر اميرشیخ تمیم بن احمد آل ثاني و ؛ دادهغه هېوادونومشران دي چې ځانونه دازادې خارجه پالیسۍ غوښتونکي بولي او دامریکا دظلم پر وړاندې منظم جدوجهد غواړي.

 بیا پدې درې واړو کې ترکیه هغه هېواد دی چې سعودي عربستان اونورعرب هېوادونه یې دځان لپاره دخطرلویه نښه ګڼي .

غرب عربان وېروي چې ګینې ترکې له ۳ طرفونو نه عربي نړۍ ترخپلې محاصرې لاندې راوستې ده ؛ د افریقا الجزایر ؛ منځنۍ جمهوري افریقا ، چاډ، نایجیریا اوسوډان سره د ترکې دیپلوماتیک روابط ډېر ښه دي او داهېوادونه یې ځان ته ډېر رانېږدې کړیدی .

سوریې اوعراق باندې مشتمله دمنځني ختیځ په الهلال الخصیب نومي تړانګې کې دترکې دفوځونو شتون او پکې یوشمېر فوځي عملیات دلته دترکې دنفوذ نښه ګڼل کېږي.

اودلیبیا سره دتړون له مخې دې هېوادته دفوځونو دلېږلو پرېکړې خوعربان لاپسې ورخطاکړل اوځانونه یې رښتیا دترکې په محاصره کې وګڼل .

 عربان فکر کوي چې ترکیه دعثماني خلافت بیا ژوندي کول غواړي چې دا کاردوئ دعربودنیشنلستۍ دنابودولو په معنی تعبیروي .

بل لورته اسلام دښمن لویدیځ هېوادونه هم دخپلو رسنیو له لارې داسې تبلیغات کوي چې ترکیه دعثماني خلافت دبیا احیا لپاره ګامونه پورته کوي او له دې لارې ترکیه بیا دعربانوسیمې ترخپلې قبضې لاندې راوستل غواړي .

سره له دې چې ترکې تېز پرمختګ اوپکې داسلام خوښو قوت دلویدیځ لپاره دمنلو وړ ندی نولویدیځ اوپه ځانګړي ډول امریکا هڅې کوي چې  ترکیه په کورني اوبهرنو جنګونو کې راښکېل کړي

چې ترکیه هم دلویدیځ ددې ارادونه خبره ده نو ځکه په ډېر احتیاط قدمونه پورته کوي داحتیاط ترڅنګ دلویدیځ په مقابل کې دجرأت نه کار اخلي اودکولالمپور دکانفرانس او لیبیا سره دتړونونودرامنځته کولو اوبیا ورته دفوځونو دلېږلوپه پرېکړو دنړۍ سترو زبر ځواکونو ته دا پېغام ورکوي چې داسلامي نړۍ په اړه ددوئ روانه پالیسي سخته ناکامه او دداسې نفرت وړ ده چې ولسونه خو ولسونه دي نور یې په اړه دولتونه هم چپ پاتې کېدای او لاس ترزنې کېناستای نه شي .

چې دکولالمپور کانفرانس کې طیب اردګان ښه په جهر ددې خبرې اظهار هم وکړغونډې ته په ویناکې هغه دملګرو ملتونو دامنیت شوری په اړه وویل چې دامنیت شوری ټوله نړۍ دپنځو هېوادونو غلامۍ ته سوق کړی چې همدا کار په نړۍ کې دټولو ستونزو اصل لامل دی .

Related posts