فبروري 22, 2020

د ۸ زرو بمونو قربانیان څوک دي؟!

د ۸ زرو بمونو قربانیان څوک دي؟!

شاهد (غزنیوال)

د بشري حقونو د څار سازمان ( هیومن رایټس واچ ) په خپل وروستي رپوټ کې ویلي چې امریکايي ځواکونو د ۲۰۱۹ کال له جنورۍ د همدې کال تر سپټمبر پورې په افغانستان کې ۸ زره بمونه غورځولي دي چې له کبله یې پر ۲۵۰ ماشومانو سربیره ۸۰۰ ولسي کسان وژل شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا برخې مشرې پتریشیا ګاسمن په دې رپوټ کې ویلي چې که څه هم د افغان ولسمشریزو ټاکنو په مهال ډیر بریدونه طالبانو وکړل، خو د کال له پیله بیا ډیرې حملې او شپني عملیات د افغان حکومت ملاتړو ځواکونو ( امریکایانو)کړي چې ولسي خلګو په تیره ماشومانو ته یې زیات تاوانونه اړولي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې هیومن رایټس واچ په افغانستان کې د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو لخوا د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې او تلفاتو په اړه خبر ورکوي؛ بلکې تر دې وړاندې رپوټ کې یې هم په افغانستان کې میشت امریکايي او ناټو ځواکونه د بشر ضد جنایتونو په ترسره کولو ملزم کړي و.

هیومن رایټس واچ د بشري حقونو د یوه معتبر مدافع سازمان په توګه دا حق لري چې د بشري حقونو د ناقضینو په اړه غږ اوچت کړي او د بیوزله انسانانو خلاف د جنایتکارانو د جنایتونو مخنیوی وکړي.

دا ناقضین که هرڅوک وي ، که د ځواکمنو هیوادونو په سطحه کوم هیواد او یاهم د جنګي ډلو د مشرانو او افرادو په حیث جنګي ډلې او یا د هغو فردې غړي وي .

له تیرو ۱۸ کلونو راهیسي چې امریکایانو او د هغوی ایتلافي اشرباڼو په افغانستان کې د امنیت او سولې د ټینګښت په پلمه پر افغانستان یرغل کړی دی، د بشري حقونو د څار سازمان په شمول نورو د بشري حقونو مدافعو ټولنو او له جنګي جرمونو سره د مبارزې نړیوالې محکمې په افغانستان کې د ولسي خلګو پر خلاف د هغوی وحشیانه مظالم د بشر ضد جرائم ګڼلي ، پر هغو یې نیوکه کړې او له حقوقی مراجعو څخه یې د هغو د مواخذې او مجازات غوښتنه کړې.

د بیلګې په توګه د برتانیا مشهوره ورځپاڼه ګارډين په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لخوا د جنګي جرائمو د ترسره کولو په اړه وايي چې نړيواله جنایي محکمه باید امریکايي پوځيان په افغانستان کې د جنګي او بشري جرمونو مسؤولين وبولي او دا تري وپوښتي چې ولي د امنیت د ټینګښت په پلمه بیوزله افغانان وژل کیږي او پر بشري حقونو یې تیری کیږي؟!

د ګارډین په خبره بايد امریکايي پوځيان، د سي ای اې غړي او نور جنګي قراداديان په افغانستان کې د کړیو جرمونو له امله د جنګي مجرمينو په حیث وپېژندل شي.

پر دې سربیره د نړيوالې جنايي محکمې يوې څارنوالې فاتوبين سودا هم دا غوښتنه کړې چې د افغانستان د روانې جګړې پر مهال شوي جنګي جرائم بايد وڅېړل شي او له امريکايي پوځيانو، کابل رژیم امنیتي ځواکونو او د جګړې له ټولو ښکیلو اړخونو څخه د بشري سرغړونو په اړه پوښتنې وشي.

خو امریکایان چې ځان د بشري حقونو اساسي مدافعین بولي د نړيوالې جنايي محکمې د دغه وړاندیز پر مخالفت سربیره د یادې محکمې څارنوالانو ته له سره اجازه نه ورکوي چې افغانستان ته راشي او دلته له نیږدي هغه جرائم و ویني چې د امریکا او ناټو ځواکونو لخوا د بیوزله ولسي افغانانو خلاف تر سره شوي.

اوس چې د بشري حقونو د څارسازمان خپل نوی رپوټ خپور کړی او په هغه کې یې پر افغانانو د امریکا لخوا د ۸۰۰۰ بمونو  غورځولو تذکر کړی دی ، له شکه پرته چې د دغو ټولو بمونو ټول قربانیان ولسي وګړي په تیره ښځي او ماشومان دي چې امریکایان یې د وژلو ، ربړولو او ژوبلولو هیڅ پروا نه کوي

 

Related posts