فبروري 22, 2020

له هرې خوا د اشغال د خاتمې او سولې غږونه

له هرې خوا د اشغال د خاتمې او سولې غږونه

د اونۍ تبصره:

یو ښه پرمختګ دا دی چې اوس ټول افغان ولس او په خاص ډول د هیواد سیاسي قشر دې نتیجې ته رسیدلی چې په افغانستان کې د روان بحران او د جګړییزو ناخوالو د دوام اساسي علت بهرنی اشغال دی او تر څو چې بهرني ځواکونو له هیواده نه وي وتلي دغه موضوع نه حل کیږي.
په دې وروستیو ورځو او اونیو کې په مسلسل ډول د هیواد له ګوټ ګوټ څخه د اشغال د خاتمې او سولې په ملاتړ غږونه راپورته کیږي. سیاسي اشخاص، ګوندونه او د بیلابیلو ټولنیزو اقشارو استازي د غونډو په تدویر سره په امریکایي چارواکو غږ کوي تر څو د سوله ییز حل توافق نامه لاسلیک کړي او په دې برخه کې د نویو غوښتونو، ملاحظاتو او بهانو له مطرح کولو څخه ډډه وکړي.
د اشغال د خاتمې غوښتونکي او د سولې په ملاتړ دغه غږونه که له یوې خوا امریکایي چارواکي مخاطبوي، بل اړخ ته د اشرف غني په مشرۍ د ارګ واکداران هم تنبیه کوي تر څو د خپل فاسد او نامشروع قدرت د بقاء لپاره د سولې په وړاندې خنډونه ایجاد نه کړي. په وروستیو ورځو کې افغانانو په مکرر ډول د امریکایي پوځیانو بمبارونه او نور وژونکي عملیات دغه راز د داخلي عسکرو ظالمانه شپني بریدونه په کلکه غندلي او دا یې د مفاهمې له روح څخه مغایر اعمال ګڼلي دي.
د هیواد له ګوټ ګوټ څخه د دغسې غږونو راپورته کیدل دا معنی لري چې نور د دې هیواد ټول اتباع د اشغال د خاتمې په موضوع د نظر اتفاق لري. اشغالګر او د هغوی پلویان چې د ولسواکۍ شعار بدرګه کوي که چیرې واقعا د افغانستان د خلکو ارادې ته اعتناء لري باید چې دغه غږونه د زړه په غوږو واوري او عمل پرې وکړي. دوی د رسنیز سانسور او یا بیلابیلو اتهاماتو په لګولو سره نه شي کولای د افغانان غږ خاموشه کړي، بلکې د دغسې ولسي غوښتونو په وړاندې دریدل یې نور هم منزوي او منفور کولای شي.
د افغانستان اسلامي امارت د خپل مؤمن او مظلوم ولس په شان د اشغال په خاتمه ټینګار لري او په دې برخه کې هره نوع تعلل او بهانه جویي د روان بحران د تداوم سبب ګڼي. نو ځکه د امریکا د متحده آیالاتو په چارواکو غږ کوي چې د سولې د پيل شوې پروسې د بریا او هدف ته رسیدو په برخه کې خپل مسؤلیت اداء او جدي اقدامات کړي.
اسلامي امارت چې د خپل مؤمن ولس نیکمرغي او د هیواد ازادي ورته ځانګړی ارزښت لري د اشغال د خاتمې لپاره د پيل شوي مذاکراتي بهیر په لړ کې یې خپل مسؤلیتونه ترسره کړي او لا هم دې پروسې ته د یوې جدي او مهمې پروسې په نظر ګوري. دا چې له یوه لاسه ټک نه خیژي، باید چې مقابل جانب هم خپل مسؤلیت درک کړي، له تأخیر او تعلل ډډه وکړي او د ولس غوښتنو ته پاملرنه وکړي.

Related posts