اپریل 04, 2020

هم دې مړ او هم دې پړ یې!

هم دې مړ او هم دې پړ یې!

عابد:

رښتیا هم چې وخت هرڅه رابرسېره کوي او کوږ بار ترمنزل نه رسیږي، که دبادرکه، بااحساسه او تجربه لرونکوخلکو څوک ونه مني، نو وخت بیا ډېر منکرین او غولیدلي د واقعیتونو په منلو مجبوروي، له فاکس نیوز سره دامریکايي ولسمشر “ټرمپ” څرګندونې چې دعراق دغوښتنې په ځواب کې یې کړې وې، ډېرې په ځای! خو هيښوونکې په دې وې چې څنګه یې صبر ونه شو اوداشغال راز یې افشاکړ، هغوی چې دعراق په اشغال کې مخلصانه منډې ترړې وهلې، دعراق دواقعي مخلصینو او محبینو دا وصیت به یې چېرته هم زړه ته نه لوېده چې دا راغلي زمونږ له غمه مړه نه دي، دوی اشغالګر او زمونږ دهیواد د منافعو لوټونکي دي ؛ خو اوس به یې زړه منلې وي او دا واقعیت به ورته څرګند شوی وي .

دروانې جنورۍ میاشتې په ۴ نېټه دفاکس نیوز خبریال دامریکا له ولسمشر سره دعراق دپارلمان تصویب شوې  پرېکړه راپورته کړه چې په غوڅ اکثریت  سره یې له عراق څخه دامریکايي عسکرو وتل غوښتي وو، په ځواب کې ولسمشر “ټرمپ” وویل : داپرېکړه مونږ ته دمنلو نه ده، عراق دې لومړی په عراق کې زمونږ شوي لګښتونه مونږ ته اداکړي، بیا دې دا جرئت کوي … .

که څه هم چې دعراق دولسمشر ویاند داغوښتنه یو وار بیاهم تکرار کړه او ویې ویل چې مونږ له امریکایانو سره هیڅ  دا ډول تړون نه لرو چې دامریکا عسکر دې دلته دایمي پاته شي، خو سمدستي یې په ځواب کې دامریکادبهرنیو چارو وزارت غبرګون وښود اوله عراق څخه یې دخپلو قواوو وتل ردکړل .

له عراقه دامریکايي قواوو د وتلو سبب به یادقاسم سلیماني مرګ وي او یابه هم دعراق خپل کړکیچن حالت اوناامنه وضعیت دې حد ته رسیدلی وي، چې دامریکایانو په لاس جوړ امریکايي پلوه پارلمان دېته مجبوریږي چې بالاخره دا ډول غوښتنه په یوه خوله راپورته کوي، خو دعبرت ټکی پکې دادی چې امریکایان بیا بېرته همدغه امریکاپلو و ته څه ډول ځواب ورکوي اوڅومره پروا یې ساتي !!

زمونږ امریکايي پلوه او اشغال زېږنده افغاني مستخدمین څه فکر کوي چې هغوی امریکایانو ته کوم حیثیت لري  اوپه کومو لاملونوهغوی ته د عراق له لاسپوڅو ډېر معتبر دي چې له دوی سره دې دا ډول چلن ونه کړي او د دوی به مني، ایا د دوی کومه غوښتنه به دهغوی په وړاندې څه قدر ولري ؟؟  هیڅ یې نه لري او ډېرو خو یې لا له مخکې  دخپل خدمت بدله   دپیپسي بوتل بللې چې خپل کار یې ورڅخه واخیست اونور یې په ډګر پرېښودل .

 اشغالګر تل همداسې وي او په هرځای کې همدغه ډول عمل کوي، د یویشتم قرن لا یوڅه په دې هوښیار دي چې هم به دې وژني اوخاوره به دې لوټي او هم به ستا په وژلو کې دخپل کړاو او زحمت بدله او لګښت هم درڅخه غواړي .

زمونږ افغان لاسپوڅو ته روان مذاکرات او دامریکایانو داخراج دتړون هڅې یو ډېرښه چانس دی چې دعراق دلاسپوڅو سپور ځواب او شرمېدلی انجام یې په برخه نه شي، اوس خو دوی ته ورځ تربلې دخپلو ناسمو کړنو او جرمونو حقیقت څرګندیږي او دحق په وړاندې دخپلو کړنو بطلان په سترګو ویني نه باید چې په لوی لاس دغه شته موقع له لاسه ورکړي .

امریکایان به ووځي اوپه هیوادکې به سوله او امن راشي ان شاءالله ، خو دهغوی په وجود  او وېستوکې به هم دهرچاخپله برخه کړنه او هڅه معلومه وي، ډېر به سرلوړي او ډېر به که نور نه وي خپل ضمیر ته ډېر سرټیټي وي .

دهغوی له وتو وروسته به یواځې دا ویل آسانه او یوه جمله وي چې امریکایانو زمونږ خاوره اشغال کړې وه او ووتل، خو زمونږ ولس او خاورې چې د دوی له لاسه کوم څه ولیدل دهغو دردونو، کړاوونو او ډول ډول زیانونو احساس یواځې دويښ ضمیر څښتنان کولای شي .

که مونږ افغانان دغو سپین سترګو امریکایانو ته یوه خوله او یو لاس شوي وای، په ډېر جرئت به مو اوس له دوی څخه دجګړې زیان او خپلو ټولو زیانونو پوښتنه کړې وه، خو درېغه! چې اوس یواځې د دوی وتل راته بریا ده او هسې نه چې زمونږ په وژلو له مونږ څخه هم لګښت ونه غواړي چې هم دې مړ او هم دې پړ یې !!

Related posts