اپریل 04, 2020

په ۲۰۱۹م کال کې په افغانانو څه تېر شول ؟

په ۲۰۱۹م کال کې په افغانانو څه تېر شول ؟

لیکوال : مصلح افغان

په افغانستان د امریکا او نوروکفري هېوادونو له یرغل نه مخکې ځینو افغانانو امریکایان او نور غربیان د بشردوستانو ، هوښیتارو ، باتعلیمه ، خواخوږو انسانانو په نوم پېژندل. هغوی هم د خپلو هغو وسائلو په مټ چې په لاس کې یې لرل د خپل ځان په ګټه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پوره تبلیغات کړي وه.

حتی چې ځیني افغانان هغو هېوادوالو ته هم په احترام قائل وه  چې په کفري هېوادونو کې اوسېدل او هلته یې زده کړې کولې له هغوی یې دا هېلې هم لرلې چې که چېرې دا خلک د هېواد حکمرانان شي کېدایشي له انګریزانو نه یې له خپل هېواد او هېوادوالو سره مینه د هېواد د پرمختګ او آبادۍ جزبه زده کړي وي . او له برکته یې خپل  هېواد ته  له دې ناخوالو او مصبتونو څخه نجات ورکړي.

داچې عامو مسلمانانو ته د کافرانو او د هغوی د دسیسو او اهدافو  په هکله دومره معلومات نشته ځکه دوی له  قراني ارشاداتو څخه لرې پاتې شوي له همدې امله دوی  د مډیا له تبلیغاتو څخه ژرمتأثره کېږي او په کافرانو نیک ګمان کوي .

دوی ته که څه هم د علماوو له لوري د کافرانو شرارتونه ، له اسلام او اسلامي امت سره ، دښمني ،کبر ، غرور او داسې نور ناوړه صفات باربار بیان کړې وه  خو دې خبرو ته  دوی د سیاسي مخالفت رنګ ورکاوه .

کله چې په ۲۰۰۱ م کال کې د امریکایانو او نورو غربي او کفري هېوادنو له لوري په افغانستان یرغل وشو او هغوی له ځان سره هماغه خلک راوستل کوم چې دوی هلته روزلي وه او همالته یې وخت تېر کړی وه.

نو دغو افغانانو دا ګمان کاوه چې نور مو د هېلو غوټۍ په ګل کېدو دي هېواد به مو د تعلیم ، اقتصاد ، سیاست، آبادۍ او پرمختګ په ډګر کې  له سیالانو سره سیال شي، ځکه د نړۍ بشر دوستان او د هغوی پّه لاس روزل شوي افغانان زمونږ د هېواد حاکمان شول.

خو د وخت په تېریدو ورځ تر بلې د دې خلکو چهره افغانانو ته بربنډېدله . په افغانانو کې یې د بې دینۍ، عیاشۍ ، ډمتوب او داسې نورو… غیر شرعي او اسلامي کړنو د ترویج هڅې پیل کړې . علماوو او د دې هېواد اصیلو بچیانو  هم د دې افغانانو د دې بې ځایه امیدونو د کاذب تحقق لپاره یو څه وخت انت ظار وکړ.

خو قیصه ورځ تر بلې د خرابیدو په لور روانه وه هماغه وه چې د افغانستان ټول ملت په یوه آواز د وطن د اصیلو بچیانو (طالبانو) داعیې( د اشغالګرو کافرانو په وړاندې د مقدس جهاد د پیل کولو ) ته لبیک ووایه او په پراخه کچه یې ورڅخه خپل ملاتړ اعلان کړ .

خپل تنکي بچیان یې د کفري اشغالګرو په وړاندې د جهاد مرکزونو ته ولېږل.

خپل مال دولت او نور جهادي وسائل یې مجاهدنیو ته په اختیار کې ورکړل .

د هر کال په تېریدو سره د اشغالګرو او د هغوی د ملګرو له خوا زمونږ په مظلوم ملت د ستر وحشتونو لړۍ په زیاتېدو وه .

طالبانو په څو څو ځله له امریکانو د مسئلې د سولیز حل غوښتنه کړې وه خو د هغوی له خوا په ډېرکبر او غرور سره رد شوې وه .

بالآخرة د ۲۰۱۹ م کال په لمړیو کې د امریکانو له خوا د سولې وړاندیز وشو چې طالبانو هم ومانه او د سولې خبرې عملا پیل شوې . چې یو ځل بیا د هېواد د راتلونکي لپاره د عامو افغانانو هېلې او امیدونه راژوندي شول.

خو امریکایانو او د هغوی داخلي لاسپوڅو د سولې د خبرو په جریان کې د افغانانو د هېلو او امیدونو په خلاف په دې مظلوم ملت دومره ستر بشر ضد وحشتونو تر سره کړل چې قلم یې له لیکلو او ژبه یې له ویلو شرم کوي.

ډمکراتانو افغانانو ته د میډیا او نورو تبلیغاتي وسائلو په مټ  ډمکراسي د یو ستر الهي نعمت په توګه ورپېژندلی وه. خو دوی په افغانانو د دغه نظام د پلي کولو لپاره د هېڅ ډول وحشت او بربریت څخه دریغ ونه کړ . د بمونو د مور په شمول یې په زرګونه قسمه بمونه په افغانانو ورول.

د دوی له وحشتونو څخه یه یواځې انسانان متضررنه شول بلکې دوی په قصدي توګه د مسلمانانو په مقدسو اماکنو ( مسجدونو ،مدرسو) او عام المنعة تأسیساتو او د واده او جنازې په مراسمو هم بمباري وکړه . چې په دې عمل سره دوی. نه یواځې له افغانانو بلکې د عامو مسلمانانو له اسلامي ارزښتونو سره د خپلې دښمنۍ ښکارندویي وکړه .

تاریخ به په افغانستان کې ۲۰۱۹ م کال  د نړۍ د بشردوستۍ د کاذبو مدعیانو او د هغوی د لاسپوڅو دغه ستر وحشتونه هېڅ کله هم هېر نه کړي او دا به د افغانستان په تاریخ د یو تور باب په توګه ثبت کړي. د دغو وحشتونو په نتیجه کې د دقیقې احصائې مطابق په دې هېواد کې( ۵۴۲۳ ) ملکي او بې ګناه هېوادوال په شهادت رسېدلي( ۳۲۸۴) نور ټپیان شوي (۱۰۲) بابه مسجدونه د دوی له خوا په بمباریو کې ویجاړ شوي( ۱۱) بابه دیني مدرسې (۱۸ بابه مکاتب( ۲۰ )بابه صحي مرکزونه( ۱۶۵۰) د ملکي خلکو کورونه (۱۷۱۹ ) بابه دوکانونه (۸۸۱) عرادې د ملکي خلکو موټر له منځه وړل شوي.

دا د هغو بشردوستانو او په غرب کې دروزل شویو افغانانو په دې ملت د ترحم او خواخوږۍ هغې سوغاتو نه دي چې د خپلې حمکرانۍ په دوران کې افغانانو ته ورکړل.

نور به ان شاء الله چې افغانان هېڅله هم د کافرانو په درواغجنو وعدو دوکه نه شي او نه به د دوی په لاس روزل شويو تش په نامه  افغانانو خپل سرنوشت په لاس کې ورکړي .

Related posts