فبروري 22, 2020

لوړو زده کړو ته د بریالیو محصلینو د ښوونیز او روزنیز سیمینار د پای غونډه وشوه

لوړو زده کړو ته د بریالیو محصلینو د ښوونیز او روزنیز سیمینار د پای غونډه وشوه

د افغانستان د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې اوعالي تحصیلاتو کمېسیون دعالي تحصیلاتو د ادارې په نوښت یو شمیر هغو محصلینو ته چې د لوړو زده کړو تحصیلي ادارو او مؤسساتو ته دخپلو تعلیماتو دبشپړولو په موخه د داخلې هوډ لري یو ښوونیز او روزنیز سیمینار ترتیب شو.

یادې ادارې د محصلینو د جلب پروسه د یوې کانکور ته ورته ازموینې په اخیستلو سره پیل کړه او دوه ډوله محصلین یې جلب کړل، یو ډول یې هغه محصلین وو چې د ثانوي تدریساتو تر بشپړېدو وروسته د لیسانس مرحلې د لوستلو په موخه بریالي شول. دوهم ډول یې هغه محصلین وو چې د ماسترۍ (MA, MS) ، ايم فل (M.Phil) او دکتورا (Ph.D) د لوستلو په موخه په ازموینه کې بریالي شول.

د سیمینار موخه داوه  چې له محصلینو څخه  هر یو په خپله ټاکلې علمي څانګه (رشته) کې چې دی یې غواړي، په راتلونکي کې په هغې کې خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړي او ددې وړتیا ولري چې د پوهنتونونو له علمي معیار سره برابر شي او هم مهاله ورسره یو شمیر فکري او عقیدوي درسونه هم ولولي، تر څو د هیواد د روان دردناک وضعیت په اړه د اسلامي اصولو په رڼا کې د منصفانه قضاوت جوګه شي او د خپل دین او وطن لپاره د خدمت مصدر وګرځي.

په سیمینار کې په تدریس مکلفو استادانو چې هر یو یې په خپل مسلک کې د لوړې تجربې څښتنان وو، په خورا بریالیتوب سره وکړای شول چې د سیمینار ټاکلي اهداف تر لاسه کړي.

د سيمینار په پای کې د بریالیو محصلینو د اعلان او د اسنادو او جوائزو د توزیع یوه غونډه وشوه.

د غونډې ګډونوالو د اسلامي امارت له مشرتابه، دتعليم اوتربیې اوعالي تحصیلاتو له ادارې او استادانو مننه وکړه چې دوی ته یې د لوړو زده کړو تر مخه ښوونیز او روزنیز علمي سیمینار ترتیب کړ او هم یې دځوان نسل د ښوونې او روزنې او راتلونکو مسوولیتونو په اړه خبرې وکړې، همدارنګه د غونډې په جریان کې یو شمیر محصلینو په پښتو، دري او انګلیسي ژبو د علم، لوړو زده کړو او د افغانانو د تعلیم او تربیې د روان وضعیت په اړه خپلې ترتیب کړې علمي مقالې ولوستې.

د غونډې په پای کې د عالي تحصیلاتو د ادارې له لوري د ښوونیز او روزنیز سیمینار د لومړي، دوهم او دریم مقام ګټونکو ته جایزې او نورو ګډونوالو ته ډالۍ ورکړل شوې.

غونډه د دعائیه کلماتو په ویلو پای ته ورسېده.

۷/۲/۲۰۲۰

Related posts