جولای 23, 2019

د مصر پخوانی جمهور رئيس دکتور محمد مرسی د وفات په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

د مصر پخوانی جمهور رئيس دکتور محمد مرسی د وفات په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

په ډیره خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې په مصر کې د اسلامي نهضت یو مهم رهبر او د دې هیواد پخوانی منتخب ولسمشر دوکتور محمد مرسي په زندان کې په حق رسیدلی دی. انا لله و انا الیه راجعون
د افغانستان اسلامي امارت د مرحوم مرسي د وفات په مناسبت د نوموړي کورنۍ، فکري ملګرو، پيروانو او درست اسلامي امت ته تسلیت وړاندې کوي او د نوموړي وفات د مصر او ټولې اسلامي نړۍ لپاره لویه ضائعه ګڼي. الله تعالی دې په دکتور مرسي ورحمیږي او د اعلاء کلمة الله لپاره د نوموړي ټولې خوارۍ او ستړیاوې دې الله تعالې قبولي کړي. آمین یا رب العلمین.
د مظلوم دوکتور مرسي سرګذشت او د ده په وړاندې شوی ظلم او جفا ثابتوي چې ریښتیني مبارزه او هدف ته رسیدل څومره ستړیاوي، تکالیف، قرباني او لوړ عزم غواړي، د نوموړي ثبات او استقامت به د حق د پیروانو لپاره یوه بیلګه وي او د اسلام او بشریت تاریخ به همیشه ورباندې ویاړي.
د افغانستان اسلامي امارت
۱۵/۱۰/۱۴۴۰هـ ق
۲۸/۳/۱۳۹۸هـ ش ـــ 2019/6/18م

Related posts