اپریل 04, 2020

له جنګي جرایمو سره مذاکرات…!!

له جنګي جرایمو سره مذاکرات…!!

د ورځي خبره :

په قطر کې پرمخ روانه مذاکراتي پروسه چې یو ځل د امریکايي ولسمشر ټرمپ لخوا د ټویټ په کولو له خنډ سره مخ شوه په داسې حال کې بیا په ټکني حالت کې ده چې امریکایان، کله نوی غوښتنې کوي، کله د تاوتریخوالي د کمیدو په نوم اوربند غواړي او کله پخپله په امریکا او کابل کې د چارواکو ترمنځ عدم هماهنګي او بهانه جویي تر سترګو کیږي.

داځل که څه هم د امریکایی لوري لخوا ټویټ نه دی شوی، خو په نا اعلان شوې ډول یې خبرو ته ټال ورکړی.

په مذاکراتي بهیر کې نوي او داسي موضوعات راپورته کول چې د توافقنامې تر لاسلیک وروسته په خپله په لوظنامه کې هغې موضوع ته حل لاره په ګوته شوې، د دې ثبوت دی چې هغوی په مذاکراتي پروسه کې سنجیده نه دي.

له بله اړخه په ټوله مذاکراتي پروسه کې امریکایی لوري ژمنه کړې وه چې د افغانانو داخلي چارې په دوی پورې اړه نلري او دوی نه غواړي ځانونه ښکیل کړي؛ بلکې داخلي ستونزې به افغانان په بین الأفغاني مجالسو کې حل کوي.

خو اوس چې امریکایي استاځو د کابل اداره هم پخپلو کې سره اچولې، حکومت یې پرډلو ټپلو ویشلی او لا یې یوبل ته پرشا ټپوي، له انتخاباتو یې ورته ډرامه جوړه کړې، له دې نه څرګندیږي چې هغوی غواړي په خړو اوبو کې کبان ونیسي.

ترټولو بده دا چې امریکا که له یوې خوا د اوربند او تاوتریخوالي د کمولو نغارې ډنګوي؛ خو له بلي خوا یې په هیواد کې ړندو او وحشیانه بمباریو ته دومره زور ورکړی چې یو لوی ناورین یې رامنځ ته کړی.

په تېرو دوو اونیو کې یې نژدې ۷۵ تنه ملکي وګړي چې زیاتره یې ښځي او ماشومان دي، په شهادت رسولي، په لسګونو کورونه، کلي، کلینیکونه، جوماتونه او نور عام المنفعه ځایونه یې بمبار کړي دي.

دا کار بهرني ځواکونه د هغو داخلي مزدورانو په ملتیا ترسره کوي، چې د یرغلګرو لپاره د یوڅو ډالرو په بدل کې د کورني بلیک واټر دنده پرمخ وړي.

د ړندو بمباریو دا پیښې تش ادعاوې نه دي؛ بلکې په رسنیو کې هرڅوک ویني چې عام خلک چیغې او نارې وهي چې دلته نه طالب شته او نه بل وسلوال کس، په دې ړندو بمباریو او چاپو کې فقط عام ولس په قصدي ډول په نښه کیږي.

یرغلګر پوهیږي چې ولس نه له یرغلګرو او نه د هغوی له ګوډاګیانو سره دی، ولس د مجاهدینو ترڅنګ ولاړ دی، په دې توګه د ولسي خلکو وژل د هغوی ځورول په سیستماتیکه توګه ترسره کيږي، ترڅو په عامو خلکو ناتار جوړول پر مجاهدینو د فشار وسیله وګرځوي چې د دوی غوښتني ومني.

حالانکه د ولسي خلکو په نښه کول څرګند بشري جنایت دی، د دنیا په هیڅ قانون کې د عامه خلکو وژل، او د هغوی مال اولاد ، کور کلي او ارزښتونو ته زیان رسول، مجاز نه؛ بلکي جنګي جرم او بشري جنایت دی.

که دا جنایات نه وي، نو بشري نهادونه دي تعریف کړي چې جنګي جرم، ترهګري، نسل کشي، وحشت او داسې نور اصطلاحات نو بیا کله او څه ډول مفهوم پیدا کوي؟

همدغه بشر ضد جنایات دي چې یرغلګر او د هغوی کورني بلیک واټر یې له طالب سره د مقابلې په نامه، په رڼا ورځ ترسره کوي، طالب له دوی نه دا نه دي غوښتي چې ما مه وژنه، بلکې فقط د ولسي خلکو د ژوند د حفاظت خبره ورته کوي.

آیا په داسې یو حالت کې چې بهرنیانو له یوې خوا دومره برملا د ولس قتل عام ته ملاتړلې او له بلي خوا د مذاکراتو د دوام هیله لري، آیا ممکنه ده چې د باور فضا رامنځ ته او بیا وساتله شي؟!

پای ……!!

Related posts