فبروري 22, 2020

افغانستان د۲۰۲۰ میلادي کال د جنوري په مياشت کې

افغانستان د۲۰۲۰ میلادي کال د جنوري په مياشت کې

احمد فارسی

يادونه: دغه ليکنه په هغو پېښو مشتمله ده چې په خپله دښمن منلې، خو بايد و وايو چې له دې پرته نور رښتوني جريانونه په ځانګړې توګه کورني او بهرني دښمن ته د رسېدلو زيانونو احصائيه له لازياتو مالوماتو سره د اسلامي امارت په رسمي سایټ کې کتلای شی.

——————————–

نوي زېږديز کال مجاهدېنو ته په نظامي برخه کې ګڼ برياليتوبونه له ځان سره راوړې، د نوي کال لومړۍ مياشت کې د مجاهدېنو ښې لاسته راوړني په برخه شوې، د دې مياشتي په اوږدو کې د دښمن څو لوی مرکزونه او پوستې تخليه کړل شوې، څو څرخه بېلابېل ډوله الوتکي را نسکوري شوې او دښمن ته د اوښتو زيانونو سربېره د پام وړ شمېر افرادو د دښمن له ليکو را جلا شوي او له مجاهدېنو سره يو ځای شوي دي، د دې پېښو ترڅنګ نور اړېن موضوعات هم د لاندې سرليکونو په ذيل کې لوستلای شی.

——————————–

بهرنيو اشغالګرو ته اوښتي زيانونه:

د ۲۰۲۰زېږديز کال جنورۍ مياشت د دښمن لپاره تر ټولو ستونزمنه مياشت وه، په دې مياشت کې د اشغالګرو ګڼ افراد په بېلابېلو پېښو ووژل شول چې د ځينو يې په لاندې ډول يادونه کوو:

د جنورۍ پر۸مه د چهارشنبې په ورځ د کندز په خان آباد ولسوالۍ کې دوه تنه اشغالګر ووژل شول، او ورپسې د جنورۍ پر۱۰مه د جمې په ورځ د پکتېکا ولايت په زېړوک ولسوالۍ کې د اشغالګرو يو هليکوپتر مجاهدېنو په نښه کړ چې پکې ټول عمله او سپاره و وژل شول، پر سباورځ يې د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د مجاهدېنو له لوري د اشغالګرو يو ټانک د اور خوراک شو او په دې پېښه کې هم د ټانک ټول سپاره ووژل شول چې د ناټو دفتر په خپره کړې يوه اعلاميه کې يواځي د دوه تنه عسکرو وژل ومنل.

له بل لوري د جنورۍ پر۱۸مه د هفتې په ورځ د ارزګان ولايت په مرکزي ولسوالۍ کې۶تنه اشغالګر ووژل شول او ورپسې د جنورۍ پر۲۷مه د دوشنبې په ورځ د غرني په دهيک ولسوالۍ کې يوه الوتکه له ټولي سپرلۍ سره چې د اشغالګر دښمن مهم استخباراي کسان هم پکې و را وغورځول شوه

د مزدوري ادارې زيانونه:

د جګړې په دوام او په ځانګړې د مجاهدېنو له لوري هغو برېدونو کې چې له دښمن څخه سيمي او مرکزونه پکي نېول کېږي په ورځني ډول د مزدور دښمن لسګونه تنه وژل کېږي، خو کره شمېره يې په لاس کې نه لرو، لاندې مزدور دښمن ته اوښتونکو زيانونو د ځيني پېښو د بېلګې په ډول يادونه ګوو:

د جنورۍ پر۸مه د چهار شنبې په ورځ د فراه ولايت په مرکزي ولسوالۍ کې د مزدور دښمن يو هليکپتر وغورځېد چې پکې دوه پيلوټان و وژل شول، پر همدې ورځ د پکتيا ګردېز مرکزي ولسوالۍ ته څېرمه هم يو هليکوپتر را وغورځېد چې له أمله يې د ياد ولايت أمنيه قوماندان په ګډون څو تنه ژوبل شول، د جنورۍ پر۲۲مه د چهار شنبې په ورځ د هلمند په ولايت کې د ملي أمنيت مطبوعاتي مسئول ووژل شو.

له دې پرته هم هلمند ولايت د نورو پېښو شاهد و، د جنورۍ پر۲۵مه د هفتې په ورځ د دې ولايت کجکۍ ولسوالۍ۲۱۵قول اردو مربوط د دښمن يو هليکوپتر وغورځېد، پر همدې ورځ له ياد ولايت مجاهدېنو د دوو کشفي الوتکو چې يوه يې د جنورۍ په۲۴مه د جمې په ورځ او بله يې پء۲۵مه د هفتې په ورځ را لوېدو څخه خبر ور کړ، د جنورۍ پر۲۷مه په پکتېکا کې يو هليکوپتر نسکور شو، ړ جنورۍ په۲۸مه د سې شنبې په ورځ په کابل کې د زابل د اربکيانو عمومي قوماندان مجاهدېنو تر بريد لاندې ونېو او وژل شو، د جنورۍ پر۳۰مه د پنجشنبې په ورځ د کندز ولايت په هوايي ډګر د مجاهدېنو په بريد کې د دښمن دوه الوتکي وېجاړي شوې.

ولسي وګړو ته دښمن رسولي زيانونه او ځورونې:

د جنورۍ مياشتي په اوږدو کې که له يو لوري د مجاهدېنو لاسته راوړني خورا زياتې وې، خو له بل لوري بيا د دښمن وحشيانه بريدونه چې زياتر يې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلي لامل کېدل زيات و، په دې لړ کې د جنورۍ پر۱۵مه د چهار شنبې په ورځ د بشري حقونو نړيوالي ادارې د يو اعلان له مخې و ويل چې په افغانستان کې د تېر کال۹مياشتو په دوام کې امريکايانو لږ تر لږه۸۰۰۰هوايي بريدونه ترسره کړي، ټوله نړۍ او په ځانګړې افغانان د دې شاهد دي چې د دې برېدونو څخه زيانمن شوي غوڅ اکثريت بې ګناه ولسي وګړي دي.

 د جنورۍ پر۹مه د پنجشنبې په ورځ د کندز ښار اړوند يوه مدرسه باندې اشغالګرو هوايي بريدونه وکړل چې پکې د مدرسې۶تنه شاګردان په شهادت ورسېدل، د جنورۍ پر۱۰مه د جمې په ورځ رسنيو د تخار په درقد ولسوالۍ کې د اشغالګرو د هوايي بريدونو اه أمله د يوې کورنۍ د۱۱تنه ولسي وګړو د مرګ ژوبلي خبر ور کړ.

د جنورۍ په۱۵مه د سې شنبې په ورځ د ميدان وردګ په سيد آباد ولسوالۍ کې يوه مېرمن د مزدورو عسکرو په ډزو په شهادت ورسېده، ورپسې او بيا د جنورۍ پر۱۸مه ګډو وحشي ځواکونو د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د دوو وروڼو په ګډون څلور تنه ولسي وګړي ووژل، د جنورۍ پر۲۶مه د يکشنبې په ورځ د بلخ ولايت په خاص بلخ کې د دښمن د بريدونو له أمله د يوې کورنۍ۷تنو ژوند له لاسه ورکړ او د دې مياشتي په وروستۍ شپه د بادغيس په مقر ولسوالۍ کې يوه مور له دوو اولادونو سره د اشغالګرو تر بريدونو لاندي په شهادت ورسېدل.

د دې پېښو، بريدونو او ولسي زيانونو بشپړ راپور د اسلامي امارت په رسمي وېبپاڼه کتلای شی.

تسليمۍ:

د جنورۍ پر۸مه د چهار شنبې په ورځ په مرکزي بغلان کې۳۰ تنه دولتي عسکر له خپلو پوځي وسائلو سره له مجاهدېنو سره يو ځای شول، دا په داسي حال کې چې د۲۰۱۹کال په دېسمبر کې مجاهدېنو د۹۳۲تنه تسلمېدو خبر ور کړی و، د جنورۍ په۱۸مه د دوشنبې په ورځ د زابل ولايت ارغنداب نقلي ولسوالۍ څخه۱۶تنه عسکر مجاهدېنو سره يو ځای شول، ورپسې د جنورۍ پر۲۰مه د بدخشان او بغلان ولايتونو کې۳۲ابکيان او پولېس د دښمن له ليکو را جلا شول.

دېته ورته يوه پېښه کې د تېر دېسبر پر۲۳مه د پنجشنبې په ورځ هم د تخار او بغلان ولايتونو کې۴۶تنه د مزدوري ادارې عسکر له مجاهدېنو سره يو ځای شوي و، د جنورۍ پر۲۶مه د يکشنبې په ورځ په بغلان کې۹تنه نور عسکر هم له مجاهدېنو سره يو ځای شول، د جنورۍ د مياشتي په اوږدو کې  له مجاهدېنو سره د يو ځای شويو افرادو شمېر به د اسلامي امارت له لوري په يو ځانته راپور کې خپور شي.

د دښمن له لوري د بنديانو شکجې:

د جنورۍ پر۴مه د هفتې په ورځ د کابل ادارې اړوند بشري حقونو د ادارې پخوانۍ مشري او د بشري حقونو وزيري سيما ثمر وويل چې تر اوسه په دولتي زندانونو او توقيف خونو کې بنديان د ټولو ملي او بين المللي حقونو خلاف ځورول او شکنجه کېږي، د اشغال له پيله تر اوسه د بنديانو ځورونې په خورا وحشت سره روان دي، مګر هېڅوک دې موضوع ته د لاس رسۍ او د دې جنايت د مخنيوي مسئوليت پر غاړه نه أخلي.

له زندانه تېښته:

د جنورۍ پر۱۳مه د دوشنبې په ورځ مجاهدېنو د پکتيا ګردېز له زندان څخه د خپلو۲۳زندانيانو د تېښتي خبر ور کړ، په تېر کې هم مجاهدين توانېدلي چې د بېلابېلو تکتيکونو له لاري د دښمن د زندانونو تر ټولو مضبوط ديولونه و څيري او ترې وتښتي.

الفتح عملیات:

د خدای ج په فضل او ملتيا الفتح عمليات پر خپل حال تند روان دي، په همدې لړ د جنورۍ پر۵مه د يکشنبې په ورځ د کندهار په خاکرېز ولوالۍ کې د دښمن يو مرکز د مجاهدېنو تر توندو بريدونو او موټربم بريد لاندې ونېول شو چې په ترڅ کې يې ياد مرکز بشپړ وېجاړ او دښمن ته سخت زيان پکي واوښت، د جنورۍ پر۸مه د چهار شنبې په ورځ د فراه په مرکز کې يو هليکوپتر نسکور شو چې پکي دوه پيلوټان و وژل شول، پر همدې ورځ يو بل هليکوپتر د پکتيا ولايت کې نسکور شو چې د امنيه قوماندان په ګډون څو تنه پکي ژوبل شول.

د جنورۍ پر۱۰مه د پکتېکا ولايت په زېړوک ولسوالۍ کې د اشغالګرو يو هليکوپتر مجاهدېنو په نښه کړ چې پکې ټول عمله او سپارلۍ و وژل شول، پر سباورځ يې د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د مجاهدېنو له لوري د اشغالګرو يو ټانک د اور خوراک شو او په دې پېښه کې هم د ټانک ټول سپاره ووژل شول چې د ناټو دفتر په خپأه يوه اعلاميه کې يواځي د دوه تنه عسکرو وژل ومنل.

د جنورۍ پر۱۸مه د هفتې په ورځ د زابل ارغنداب نقلي ولسوالۍ ۱۶تنه يې تسليم شول او د اسلامي امارت مجاهدېنو ولسوالۍ ونېوه، د جنورۍ پر۲۴مه د اسلامي امارت مجاهدېنو د هلمند په کجکۍ ولسوالۍ کې د دښمن۶مرکزونه او۲۰پوستې ونيوې، د هغه پر سبا ورځ۲۱۵قول اردو د خپل يوي هليکوپتر د نسکورېدو خبر ورکړ، د جنورۍ پر۲۶مه د يک شنبې په ورځ مجاهدېنو د تخار نمک آب ولسوالۍ اړوند د دښمن د۵پوستو د سقوط خبر ورکړ.

د جنورۍ پر۲۸مه د سې شنبې په ورځ مجاهدېنو د بغلان په پلخمري کې يوه امنيتي حوزه ونېوه او د جګړې په دوام کې۱۷پوليس و وژل شول، ورپسې ورځ دېته ورته په زابل کې يوه پېښه را منځته شوه چې مجاهدېنو يو مرکز ونېوه او د دښمن۳۵تنه و وژل شول، د جنورۍ پر۳۰مه د پنجشنبې په ورځ د کندز په هوايي ډګر د مجاهدېنو په بريد کې د دښمن دوه الوتکي وېجاړي شوې.

هېواد د غلو په پنجو کې:

د جنورۍ پر۳۱مه د سيګار ادارې د يوې اعلاميې په خپرولو څرګنده کړه چې۵۵٪افغانان د نېستۍ په وروستۍ کرښه کې ژوند کوي، دا په داسي حال کې چې دلته په مياشتيني ډول په ميليونونو ډالر د ملي او بين المللي غلو لخوا لوټېږي او د بهرنيو بانکونو اکاونټونو ته اچول کېږي، مګر بېوزله عام وګړي تر اوسه د غله دانې او هستوګنځيو په څېر د ژوند له لومړنيو حقونو هم بې برخي دي، د مزدوري ادارې مشر اشرفغني خلکوته د ټاکنو په دواړه ځل کمپاين کې د ځواکمن اقتصاد پوچي وعدې ور کړې، خو د خلکو ژوند ورځ تر بلې بتر او سختېږي.

Related posts