فبروري 22, 2020

انسانیت او د بشري حقونو ټېکه داران!!

انسانیت او د بشري حقونو ټېکه داران!!

د ورځي خبره:

اشغالګرو او ګوډاګي رژیم تېره شپه د هیواد په مختلفو برخو کې ګڼ ولسي وګړي شهیدان کړي، کورونه یې ویجاړ کړي، کلینیک یې وران کړی، مدرسه یې سوځولې او بګرام زندان کې یې د مظلومو او بې دفاع اسیرانو لاسونه او پښې مات کړي او د خپل تن په وینو يې رنګ کړي دي!!
ګډ دښمن د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ په ده جوز سیمه کې دوه کورونه بمبار کړي، په دغه بمبار کې ۱۲ تنه ملکي وګړي چې زیاتره یې میرمنې او ماشومان دي شهیدان او ټپیان شوي او خلکو ته زیات مالي زیانونه رسیدلي دي.
همدا راز یرغلګرو او کابل ادارې د کندز ولایت د ګل تيپې ولسوالۍ د باغ شرکت په بریده سیمه کې د ملکي هیوادوالو کورونه، یو ښوونځی او یو د (BHC) مؤسسې کلینیک بمبار کړي، په دغه بمبار کې د ښوونځي او کلینیک ساتونکو او نورو ملکي وګړو ته ځاني زیان هم رسیدلی دی.
اشغالګرو او د رژیم ټوپکیانو د فراه ولایت دپشتکوه ولسوالۍ په لنګر سیمه باندې چاپه وهلې، ملکي خلک یې وهلي، له کورونو یې قیمتي توکي او نغدي پیسې وړي او په سیمه کې یې داصحاب صفه په نوم مدرسې کتابونه او اړوند توکي او د ولسي وګړو نقلیه وسایط سوځولي دي.
د بګرام زندان په اول بلاک کې د کابل ادارې وحشي عسکرو پر بې دفاع بندیانو حمله کړې، هغهی یې وهلي، تعذیب کړي، پښې او لاسونه یې ورمات کړي او ځینې زندانیان یې په وهلو کې د بېهوښۍ تر حالته رسولي دي.
ګوډاګیو عسکرو قصداً د قرآن عظیم الشان او د احادیثو د مبارکو کتابونو سپکاوی کړی چې د اسیرانو احساسات يې را پارولي او د دښمن ددې کرغیړن عمل پر وړاندې يې احتجاج کړی، بزدله دښمن د بندیانو داعتراض او احتجاج د رفعه کولو په موخه له مظلومو اسیرانو سره یاد شوی وحشت او ظلم ترسره کړی دی.
له مظلوم ولس په تېره ښځو او ماشومانو سره روان وحشت او ظلم، د ولسي وګړو کورونه ورانول، شتمنۍ لوټل، مذهبي اماکن ورانول، طبي او ښوونیز مرکزونه سوځول د ډیموکراسي د عسکرو پر ټنډه تور داغ دی.
هغوی ته چې د یرغلګرو او لاسپوڅي رژیم غوړو شعارونو یې زړونه وړي، په ګران هیواد کې د همدې ځواکونو د روان وحشت په اړه بايد غور او فکر وکړي ځکه که په خپل کلي او کوڅه کې د ډیموکراسۍ د پوځیانو د یوې ورځې او شپې کړنې وارزوي؛ نو ورته ثابته به شي چې د بشري حقونو، د بیان د ازادۍ، مساواتو او عدالت(؟) نړیوالو او کورنیو دعوه دارانو داسي جنایتونه او ظلمونه تکرار کړي چې ساري یې نه لیدل کیږي!!
اسلامي امارت د دښمن پورته ذکر شوي وحشتونه او جنایتونه غندي او دبشري حقونو دسازمانونو، سره صلیب او نورو ادارو څخه غواړي چې د اشغالګرو او کابل رژیم پر دغو او نورو جنایتونو سترګې پټې نه کړي، دښځو او ماشومانو د وژونکو او د صحي او تعلیمي مرکزونو د ویجاړوونکو له څېرو پردې پورته کړي، وحشتونه یې وغندي او د مظلومو زندانیانو بشري او اخلاقي ملاتړ وکړي، صحي او خوراکي توکي ورته برابر کړي او د روان ظلم د پايته رسولو په برخه کې خپل مسووليت اداء کړي.

Related posts