فبروري 22, 2020

په بګرام کې د بندیانو په وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمیسیون اعلامیه

په بګرام کې د بندیانو په وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمیسیون اعلامیه

په خواشينۍ سره مو معلومات ترلاسه کړل چې پرون ورځ د بګرام زندان په اول بلاک کې د کابل ادارې هغو عسکرو چې د بندیانو محافظت کوي؛ په بندیانو باندې هجوم وروړی، ګڼ شمیر بندیان يې خورا سخت وهلي ډبولي، د ډيرو بندیانو سرونه، لاسونه او پښې يې مات کړي او ډير نور يې د کوما تر حالته رسولي دي.
اصلي ستونزه هم د قرآنکریم په سر راپورته شوې چې د کابل ادارې د عسکرو لخوا د بندیانو د زجرولو لپاره د قرآنکریم او د احادیثو د کتابونو توهین شوی او بندیان يې اعتراض ته اړ کړي او بیا يې یاد وحشت ترسره کړی دی.
موږ له بندیانو سره دغه ډول وحشي او غیر انساني چلند په کلکو ټکو غندو، په لاس تړلو بندیانو باندې برید او د هغوی وهل او شکنجه کول هيڅ ډول غیرت او میړانه نه ده او نه هم د انساني حقوقو رعایت دی.
دا ډول وحشیانه اقدامات په زندانونو کې لا ډير تشنج ته لمن وهي او بندیان اعتصابونو ته اړ کوي.
د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمیسیون په دې اړه د نړیوالو بشرپالو ادارو، د بشر د حقوقو سازمانونو او د خیریه بنسټونو هرڅه عاجله توجه غواړي او د وضعیت له کابو څخه د وتلو په اړه خبرداری ورکوي.
د نړیوال سورصلیب ادارې، د بشرحقوقو سازمانونو، د ملګرو ملتونو استازو او نورو بشرپالو جهتونو له موږ سره د بندیانو د وضعیت د ښه والي، هغوی ته د دوا، لباس، خوراک او نورو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې کلکې ژمنې کړې وې؛ خو په ډير تأسف سره باید ووایو چې ډير محدود پرمختګ شوی نور يې خپلې کړې ژمنې لا نه دي عملي کړي چې د دوی بې غوري هم د کابل ادارې عسکرو او د زندانونو مسئولینوته د دا ډول وحشتونو فرصت برابر کړی.
موږ د هیواد په ټولو زندانونو خصوصا د بګرام په کرغیړن زندان کې د بندیانو د وضعیت په اړه خپله ژوره انديښنه څرګندوو او په دې برخه کې د ټولو اړخونو جدي توجه او اړین اقدامات غواړو.

د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمېسیون
۹/۶/۱۴۴۱هـ ق
۱۴/۱۱/۱۳۹۸هـ ش ــ 2020/2/3م

Related posts