سپتمبر 23, 2019

پکتیکا: خیرکوټ کې د شریرو اربکیانو پوسته د مجاهدینو لاسته ولوېده

پکتیکا: خیرکوټ کې د شریرو اربکیانو پوسته د مجاهدینو لاسته ولوېده

د الفتح بریمنو عملیاتو په لړ کې تیره شپه ۱۰ بجې د پکتیکا ولایت، خیرکوټ ولسوالۍ اړوند ملیزو سیمه کې د مجاهدینو تر پرله پسې بریدونو وروسته اربکیانو خپله پوسته پرې ایښې او د شپې له تیارې په استفاده مرکز ته تښتېدلي دي. سیمه دا مهال د مجاهدینو تر حاکمیت لاندې او د مزدور دښمن له شرڅخه کاملا خوندي ده.

 د یادونې وړده چې دفتحه شوې پوستې قومندان د حکمران په نوم یو وحشي اربکی و، چې څو ورځې وړاندې د مجاهدینو په برید کې ووژل شو.

2019/6/14

Related posts