فبروري 22, 2020

اور بلوونکی مارغه…!!

اور بلوونکی مارغه…!!

موسی فرهاد:

«الحدأة» په عربي کې د هغه مرغه نوم دی، چې په حدیث شریف کې یې د وژلو امر شوی، دا مرغه په شکل کې باز/شاهین ته ورته دی خو باز نه دی، په پښتو کې به غالباً ورته پتنګ ویل کیږي.

  دا یو له هغو پنځو شیانو څخه دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم یې حتی د احرام په حالت کې، د حرم په حدودو کې هم د وژلو هدایت کړی. دا پنځه واړه یې فواسق حشرات او موذي الوتونکي ګڼلي دي.

له عایشې رضی الله تعالی عنها څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل : “خمس من الدواب كلهن فواسق، يُقتلن في الحرم: الغراب، والحدأة، والعقرب، والفأرة والكلب العقور”.

یعني پنځه له څارویو (اوالوتونکو) څخه ټول فواسق (اذیت رسوونکي) دي، دوی دې ووژل شي، که څه هم په حرم کي وي، (هغه پنځه واړه دا دي:) کارګه، پتنګ، لړم، موږک او داړونکی سپی.

په نورو احادیثو کې په تکرار سره دا صراحتونه موجود دي چې نبی علیه السلام خپل امتیان دي متوجه کړي چې پر حیواناتو دې ظلم نه کوي، د رحم او شفقت معامله دې ورسره کوي. خو ځیني وختونه یې بیا ځیني ژوي په دې شکل مثتثنی کړي چې هغوی حتی ووژنئ.

دا ځکه چې په اسلام کې اصولي قاعده دا ده چې د امر او نهي دواړو مثبت او منفي مفاد د بنده له ګټي سره اړه لري، یعني له یو شي نه چې شارع علیه السلام منع فرمایلي او یا یې په یو شي د عمل امر کړی وي؛ په هغه کې نفع او نقصان یوازي د بندګانو مد نظر وي، نه د الله پاک. ځکه چې الله تعالی دې ته اړتیا نلري چې د مخلوق شر او خیر دي ده ته نقصان یا ګټه ورسوي.

 نو مقصد دا دی چې نبی علیه السلام ۱۴سوه کاله وړاندي د دې پنځو شیانو د وژلو لارښوونه کړي، که څه هم حکمت یې په واضحه توګه نه دی څرګند کړی، خو دومره یې فرمایلي چې دا شیان انسانانو ته ضرر رسوونکی مخلوقات دي.

دا چې د لړم او سپي اضرار ښکاره دي، خو د کارګه، موږک او پتنګ ضرر موږ او تاسو ته تراوسه ډېر نه دی واضح شوی، او مؤمنان په دې مکلف هم نه دي چې له حکمت معلومولو وروسته به د شرعي حکم تابعداري کوي، بلکي پرته له پلټلو به یې مني.

خو لویدیځوال ساینس پوهان همیشه په دې هڅه کې وي چې په اسلام کې د اوامرو او نواهیو ترشا فلسفه وپلټي او مالومه کړي، بیا چې وروسته ایمان راوړي کنه، دا بیا بېله خبره ده.

دوی وخت پر وخت ځیني شیان ځان ته مالوم کړي هم دي. لکه د بیلګې په توګه د الحدأة په نوم د مرغه د وژلو فلسفه چې اوس تازه راڅرګنده شوې.

 د اسټرالیا په ځنګلونو کې هرکال اورونه بلیږي، او لویه تباهي رامنځ ته کوي، ساینس پوهانو یې د علت معلومولو وروسته کشف کړي چې دا اور د همدې (الحدأة) مرغه له وجي بلیږي.

وای د دې مرغه خاصیت دا دی، هر چیري چې لږ اور پیدا کړي، بیا د یو خلي په وسیله د پیلوزي په شکل اور تري را اخلي بل ځای چي وچ واښه وي او اور نه وي ور رسیدلی؛ هلته یې غورځوي، ترڅو هغه ځای هم اور واخلي، بس همدا یې کار وي ټوله ورځ څومره چې اور پراخیږي دا مرغان یې زیاتوي.

 ساینس پوهان وایی چې دوی ځکه اور بلوي چې هلته په ځنګله کې پټ واړه حشرات لکه موږکان، ماران، لړمان او نور داسي شیان د اور له وجي له خپلو غارونو راوځي په دې وخت کې دا مرغان د هغوی ښکار کوي. او یا نور غټ حیوانات چې وژل کیږي دوی یې خوري.

  ویل کيږي چې هرکال د استرالیا د سوانا په نوم پراخه ځنګلي سیمه کې وخت پروخت اورونه لګیږي، په دې شپو ورځو کې هم اور بل دی چې تراوسه یې نژدي ٪۷۰ سلنه ځمکه نیولي ده.

اسټرالیایی ژوی پیژندونکي باب ګوسفورډ، د تازه بل شوي اور په اړه ګړندۍ پلټني پیل کړي چې تراوسه یې ۲۰ داسي شواهد را یوځای کړي چې د الحدأة په نوم دا مرغه په خپله مچوکه کې داسي یو خلی چې یو طرف یې اور اخیستی وي؛ را اخلي بل ځای ته یې انتقالوي او هلته یې پر وچو لرګو یا واښو غورځوي، او هلته هم اور بليږي.

 له دې نه څرګنده شوه چې دا څومره ضرري مرغه دی، او نبي علیه السلام یې څوارلس سوه کاله وړاندي د وژلو امر کړی، هغه یې د انسانانو لپاره ضرر رسوونکی مخلوق بللی دی.

نو پکار ده چې نه یوازي مؤمنان، بلکي ټول نا مسلمان وګړي هم د اسلامي شریعت پر لویو او وړو ټولو احکامو او د نبی علیه السلام پر فرموداتو د زړه له تله کلک باور ولري. چې دا یو برحق دین او برحق وروستی پیغمبر دی. صلی الله علیه وسلم

پای ………!

موسی فرهاد   2020- 1- 18

Related posts