سپتمبر 23, 2019

عمان سمندرګي کې د نفتو پر دوو بېړیو برید شوی

عمان سمندرګي کې د نفتو پر دوو بېړیو برید شوی

د عمان په سمندرګي کې دوه نفت وړونکې بېړۍ له یوې پيښې سره مخ شوي چې له امله یې په یوه هغې کې اور لګېدلی دی.

ایراني رسنیو ویلي، د  نفتو پر بېړیو دوه سترې چاودنې رامنځ ته شوې، پر يوې کشتۍ د پاناما هیواد بيرغ او پر بلې د مارشال ټاپووانو بېرغ و چې یوې يې اور واخیست، تر پيښي وروسته د بېړیو عمله یوه امن ځای ته لېږدول شوې ده.

په همدې مهال جاپاني سرچینو ویلي، په دې بېړیو کې د جاپان اړوند مواد بار وو.

پېښه د ایران د جاسک بندر په ۳۰ کيلومترۍ کې رامنځ ته شوې، د ایران دولتي ویندویانو دا مشکوکه پېښه بللې ده.

تراوسه ددې پيښي زیات جزیات نه دي روښانه شوي، ځینو سرچینو دا توغنديز برید بللی دی.

له دې برید سره د تېلو بيې لوړې شوې دي.

داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې تر پيښي وروسته یوه بېړۍ ډوبه شوې ده.

دا پېښه په داسې مهال رامنځ ته کیږي چې تېره میاشت د متحده عربي اماراتو سمندرغاړې ته نژدې څلور بېړۍ له یوه برید سره مخ شوې چې د امریکا او د هغې د متحدینو او ایران ترمنځ يې کړکېچ زیات کړ.

احمد ظريف

Related posts