سپتمبر 23, 2019

کندهار: شاولیکوټ کې ۱۱ تنه  اربکیان  دحقایقوپه درک کولوسره مجاهدینوته تسلیم شول

کندهار: شاولیکوټ کې ۱۱ تنه  اربکیان  دحقایقوپه درک کولوسره مجاهدینوته تسلیم شول

دکندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند د مانو  په سیمه کې  تېره ورځ ماسپښین ناوخته ۴ بجې هغه  ۱۱ تنه اربکیان (خلیل  دمحمد اکبر زوی ، عبدالعزیز  دمحمد اکبر زوی ، خال محمد د ګلداد زوی  ، اخترمحمد د محمدشاه زوی ، عبدالحلیم  دپیداګل زوی ، عبدالحمید دعبدالغفارزوی،شمس الله  د عبدالغفار زوی ،  سازالدین  دپای محمدزوی ، عبدالله  د الله داد زوی ، عبدالحکیم دتازه ګل زوی ، محمدخان د حاجي موسی زوی    دمانوکلي اوسیدونکي )چې  ۲ کاله وړاندي دمجاهدینو دبریدونو له ډاره کندهار ښار ته تښتیدلي ؤ اوهلته دمزدوري ادارې له لوري بندیان کړی شوي ؤ  له راخلاصیدو سره سم  داسلامي امارت مجاهدینوته تسلیم شول

نوموړو کلکه  ژمنه وکړه چې  نور به دژوند ترپایه  داسلامي امارت مجاهدینو وهمکارۍ ته په سراومال سره  ولاړ وي او دیرغلګرو اودهغوی دغلامانو په وړاندي به  په سپیڅلي جهادکې بشپړه  ونډه اخلي او په دې لاره کې به  له  هیڅ ډول  قرباني  ورکولو دریغ ونه کړي

2019/6/13

Related posts