سپتمبر 23, 2019

تخار کې په دښمن د پرونیو بریدونو جزئیات

تخار کې په دښمن د پرونیو بریدونو جزئیات

وړمه شپه ۲ بجې مجاهدینو د تخار ولایت په بهارک، خواجه غار، دښت کلا، نمک اب ولسوالیو او ځینو امنیتي پوستو باندې بریدونه وکړل، د سپکو، درنو او لیزري وسله په مټ ترسره شوو دغو بریدونو په ترڅ کې د خواجه غار ولسوالي په ټولیزه توګه فتحه او له ټولو پوستو څخه یې د مزدور دښمن ټوپکیان وشړل شول.

د دغو عملیاتو په اوږدو کې د دښمن ۴ عسکر قتل، ۱ میل پیکا او ۲ کلاشنکوفونه ونیول شول.

همدارنګه بهارک کې هم پراخه سیمه د مجاهدینو تر حاکمیت لاندې راغله، ۱۰ مزدور عسکر قتل او ۹ تنه نور ژوبل شول.

دغه راز نمک اب کې هم د دښمن د پوستو په ګډون پراخې سیمې فتحه شوې، ۱۰ مزدور عسکر قتل او د قومندان عزیز په ګډون ۷ تنه ګوډاګیان ژوبل شول.

دغه نښته کې ۲ تنه مجاهدین هم د شهادت لوړ مقام ته ورسېدل. تقبلهم الله تعالی

2019/6/12

Related posts