سپتمبر 23, 2019

کنړ، وټه پور ولسوالۍ کې د تعلیم اوتربیې مسوولینو پرتمینه غونډه جوړه کړه

کنړ، وټه پور ولسوالۍ کې د تعلیم اوتربیې مسوولینو پرتمینه غونډه جوړه کړه

د کنړ  ولایت په وټه پور  ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د تعلیم اوتربیې او عالي تحصيلاتو د کميسیون  مسوولینو د نورو ملکي کمیسیونونو په ملیتا لویه تعلیمي او تربیوي غونډه جوړه کړه.

دغه غونډه د روژې  مبارکې میاشت پر ۲۷ نيټه چې د غبرګولي یا جوزا د میاشتې له ۱۰ مې نیټې سره سمون لري، په ياده ولسوالۍ کې د تعلیمي بهیر د چټکتیا، تنظيم او د تعلیمي ودې په موخه جوړه شوې وه.

په غونډه کې د اسلامي امارت د یادې ادارې او د دعوت ارشاد کمیسیون مسؤل، د مرافعې محکمې او همدارنګه د نورو ملکي ادارو ګڼ شمیر مسؤلینو، علماء کرامو،  نژدې د ۳۲  بابه ښوونځيو استاذانو، قومي مخورو او ګڼ شمیر عاموخلکو ګډون کړی وو.

غونډې ته د ویناوو پر مهال د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې او نورو کمیسیونونو مسوولینو د دیني او عصري زده کړو پر اهمیت او په مدارسو کې د اسلامي امارت د تعلیمي نصاب او لوائحود عملي کولو په لارو چارو تفصیلي خبري وکړې.

دغه راز د تعلیم او تربیې  په برخه کې نیمګړتیاوې هم په ګوته شوې او له اصولو سره سم یې د اصلاح کولو ژمنه وشوه.

وروسته په سیمه کې د ټولو ښوونيزو ادارو استاذانو د اسلامي امارت له اصولواو مقرراتو بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

همدارنګه د غونډې ټولو برخوالو ته د سهار اوماښام لپاره مسنون اذکار او فضائل توزیع شول.

غونډه چې د تعلیم او تربیې کمیسیون په ابتکار  د قرآن عظیم الشان په تلاوت سره پيل شوې وه د دعايې په غوښتلو سره پای ته ورسېده.

۱۴۴۰/ ۱۰/ ۹  هـ ق

2019/6/12  م

Related posts