اګست 25, 2019

کندز: امام صاحب کې د اشغالګرو لخوا په خپلو مزدورانو بمبار ۷ عسکر وژلي ۸ نور ژوبل دي

کندز: امام صاحب کې د اشغالګرو لخوا په خپلو مزدورانو بمبار ۷ عسکر وژلي ۸ نور ژوبل دي

تیره شپه د کندز ولایت، امام صاحب ولسوالۍ اړوند، اسماعیل قشلاق سیمه کې مزدورعسکرد خارجي اشغالګرو په ملاتړ هڅه کوله د مجاهدینو په خط برید وکړي، خو مجاهدینو یې په وړاندي سخت غبرګون وښود او ګډ دښمن یې له سختي وارخطایۍ سره مخ کړ، چې له امله یې ګنګس دښمن په خپلو کرایه شوو ګوډاګیانو دروند بمبار وکړ او د مزدوري اردو ۷ عسکر یې قتل، ۸ نور یې ژوبل کړل.

دغو بریدونو پر مهال مجاهدینو ته هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی. او جګړه له سیمې د دښمن په تېښته سره پای ته رسېدلې ده.

2019/6/12

Related posts