فبروري 22, 2020

شهید ورور مې! عتیق الله جان توڪل تقبله الله

شهید ورور مې! عتیق الله جان توڪل تقبله الله

لیڪوال؛ خلیل همراز

مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا.

اسلام هغه بڼ دی چې پایښت یې یوازي د امت د ځوانانو له قربانیو  او وینو ورڪولو سره تړاو لري، په افغانستان د څلورو لسیزو انقلابي دور له پیله تر اوسه مجاهدو افغانانو له خپل مُبین دين څخه د دفاع په سنګر کې د خپلو تیرو اسلافو په لاره تګ کړی او د جهاد سپيڅلې لاره يې نيولې، هغه چې د وخت صليبي ظالمې امپراطورۍ يې نسکورې کړې، د کمونيزم او الحاد پوچې او ناکاره نظريې يې باطلې کړې، هغوی چې د ظالمانو او د الله د دښمنانو په وړاندې يې د حق توغ اوچت کړ، توره يې اوچته کړه او په ميړانه وجنګيدل او هغه چې ځانونه يې د نوم ورکو، مهاجرو ، مسافرو او اسیرو مجاهدو قافلو لارویان وګرځول چې د غيرت، ميړانې، سرښندنې، وفاء او شهامت دا لړۍ تر ننه دوام لري .

د اسلامي افغانستان د ځمڪې هره ټوټه د الله په لاره کې د قربانيو او فداکاريو بې شميره داستانونه لري، هر يو ولايت يې د غيرتونو او ننګونو په کيسو ډک دی چې يو يې هم د دنګو او سمسورو درو کور پڪتيا ولايت دی !

پڪتيا!

شنې او سمسورې درې يې د اسلام په ريښتونو مدافعینو ښکلې دي، روڼ تاريخ يې د غيرتونو او ننګونو په ڪيسو پوښلی، هغه ځمکه چې له غيږې يې بې شميره غيرتي، زړور، اسلام او خپلې پاکې خاورې ته وفادار مؤمنان راپورته شوي، هره سمه او غر يې د نړيوالو زبرځواکونو او د هغوی د داخلي ګوډاګيانو په وړاندې د حق د لښڪرو د حماسو شاهده ده.

پڪتيا هغه سيمه چې د صليبي اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګيانو لپاره يو دوزخ ده ، هغه سيمه چې د شاهي کوټ په شان درې يې اوس هم د صليب د لارويانو په غوښو او هډوکو ډکې دي .

 د پڪتيا غيرتي خاوره د صليب د اتمې جګړې په وړاندې د مبارزو او مجاهدو ځوانانو يو قوي سنګر دی ، په دې پياوړي سنګر کې زرګونو زمرياليو اتلانو د الله جل جلاله په لاره کې خپلې وينې تويې کړې او د شهادت وياړمن مقامونه يې تر لاسه کړل، چې يو يې هم د شهادت له وياړمنې قافلې سره ملګری شوی

شهید عتیق الله توڪل تقبله الله وؤ.

په ګران هيواد د صلیبي اشغال په لومړیو کلونو کې وړوکی، خو د حق د لارې له سرسپارلو مجاهدینو سره یې بې کچي مینه وه، د ځوانۍ تاند او تنکي پړاؤ ته له رسېدو سره سم د هغو طالب زلمیو له ڪاروان سره مل شو چې د وخت د فرعوني لښکر پر وړاندي یې په تش لاس سېالۍ پیل کړي وه او د دې زبرځواک د غرور ماتولو په نېت یې د لوی رب په نصرت د حی علی الجهاد نعره پورته کړي او تورې یې له تېڪو ايستلي وې.

نوموړي په خپله شپږ کلنه جهادي مبارزه کې بې ساري سرښندني، ستړي او تکالیف وګالل، ډیر ځله د مرګ سره غاړه غړۍ شو، څو ځله یې مورکۍ د شهادت په اواز تر دروازې ځان ورسول او د جنازې راتلو په تمه یې بې سېکه دیواله ته سر ولګول خو رب په هر ځل د بریو او فاتحانه انګازو سره ور ستون کړ، دا ځل نو له داسي دروند او زړه ماتونکي غږ سره خپ چوپ شو، چې بیا به یې تر قیامته څوک اواز وا نه وري او نه به یې هم دیدن وکړي.

شهید عتیق الله جان یو له هغو ننګیالو او با عزمه غیرتي ژڼیو له جملې وؤ چې د خپل امیر د هر امر او خبري یې پوره اطاعت کاوؤ، د ملګرو له منځه یې تل د مېړاني غږونه راتلل، د دښمن په فوځي مراکزو باندي د عملیاتو پر مهال به یې د هغو سرسپارلو له قطاره د شهادت ګوته پورته کوله کوم به چې د سختو او نه ماتیدونکو نښانو د غورځولو لپاره ټاکل کیدل، د اسلامي امارت نظامې قطعاتو سره جلال اباد او د پکتیا ولایت ډیرو ولسوالیو ته جهادي او عملیاتي سفرونه کړي او په هر ځل سره د لوی رب په نصرت سرلوړی راستون شوی.

هغه د تقوا، اخلاص، مینې، صداقت او رښتینولۍ دنګ منار

څلور ورځي وړاندي ( د جمادالثاني/۱/ ۱۴۴۱ هـ ق  نېټه) د پڪتیا ولایت زرمت ولسوالي ڪوتېخیلو سیمه کې د دښمن په یوه بې رحمه هوایي برید کې د یو تن بل ملګري سره یو ځای د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.

         انا لله و انا الیه راجعون

  نحسبه کذالڪ والله حسیب

د دوی د سرښندنو او ڪارنامو په تړاو که موږ هر څومره ووایو او ولیکو، ګومان نه کوم چې حساب پرې وشي، د دوي د سرښندنو کچه ډیره لوړه ده، زموږ لپاره یې په څو لیکو کې ځایول ناشونی کار ده، یوازې په لنډو کې دومره وایو چې د الٰهي دین ارزښت او په هغه د قربانۍ درس باید له دوي نه زده شي.

موږ د ټولو مېړنیو شهیدانو کورنیو او د نړیوال صلیبي وحشي ښڪیلاک په وړاندې هم سنګرو ملګرو ته د دوی د ویاړليو شهادتونو مبارکي وایو، اول ځان او بیا نورو مجاهدو ملګرو ته د متعال رب جل جلاله په دربار کې غوښتنه کوم، چې د دوي لاره تعقیب کړو، وینې او ارمانونه یې رانه هیر نشي، په دنیاوي خواهشاتو مبتلا نشو او بالاخره د دې تنکیو ژڼیو انتقام واخلو، د کونډو، بورو او یتیمو ماشومانو اوښکې پاکې کړو او په رښتینې ډول یې مسیر او لاره خپله کړو.

اللهم تقبل شهادة شهدآئنا، وتقبل دمائهم وارفع درجاتهم، واجعل الجنة مثواهم.

اللهم احشرهم مع النبیېن والصدیقین والشهدآء والصالحین وحسن أولئڪ رفیقاً.

اللهم اشف جرحانا و جرحاء اخواننا المجاهدین الذین یقاتلون فی سبیلڪ لاعلآء ڪلمتڪ.

Related posts