سپتمبر 23, 2019

په ۲۴ ساعتونو کې یوه ولسوالۍ او ۷ پوستې فتحه، ۱۵۰ تنه عسکر مړه او ژوبل شول

په ۲۴ ساعتونو کې یوه ولسوالۍ او ۷ پوستې فتحه، ۱۵۰ تنه عسکر مړه او ژوبل شول

د الفتح عملیاتو په دښمن ځپونکي جریان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې بیا هم د هیواد په ۱۸ ولایتونو کې په دښمن باندې ۳۶ لوی او واړه بریدونه ترسره شول.
یاد عملیات په تخار، میدان وردګو، غزني، لوګر، کندز، بلخ، پکتیا ،کاپیسا، بادغیس، کندهار، نیمروز، هرات، پکتیکا، فاریاب، غور، هلمند، کنړ او فراه ولایتونوکې ترسره شول چې دښمن ته يې بیا هم د سر اومال درانه زیانونه واړول.
د عملیاتو په لړ کې د ۴ قومندانانو، ۱ نظامي پیلوټ او۳ تنه امریکايي اشغالګرو په ګډون (۱۱۱) تنه عسکر، پولیس او اربکیان ووژل شول، د ۱ قومندان او ۱ تن امریکايي عسکر په ګډون ۳۹ تنه نور ټپيان شول.
همدا ډول ۵ تنه عسکر ژوندي نیول شوي او د یو قومندان په ګډون ۱۶ تنه نور پخپله تسلیم شول.
ورسره د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ په ګډون د دښمن ۷ پوستې فتحه شوې او د تخار په بهارک، دشت قلعه او نمک آب ولسوالیو کې هم د دښمن په مراکزو او پوستو باندې کارنده عملیات ترسره شول او پراخه سیمې ترې ونیول شوې.
د عملیاتو په جریان کې د دښمن ۱۹ عرادې هاموې ټانکونه، رینجر او اکمالاتي موټر له منځه یوړل شول.
په نښتو کې له دښمن څخه ۴۷ میله سپکه او درنه وسله، خورا ډير مهمات، یو رینجر موټر او یو هاموې ټانک هم نیول شوي دي.
په متقابلو ډزو او جګړو کې ۴ تنه مجاهدین شهیدان او ۱۰ تنه ټپيان شول. تقبلهم الله
پورته پرمختګونه په داسې مهال مينځته راځي چې د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ اسماعیل قشلاق سیمه کې امریکايي الوتکو د داخلي غلامانو یوه پوسته بمبار کړه، د قومندان په شمول يې ۱۵ تنه د کابل ادارې عسکر مړه او ژوبل کړل.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۹/۱۰/۱۴۴۰هـ ق
۲۲/۳/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/6/12م

Related posts