فبروري 22, 2020

د بیت المقدس او فلسطین لپاره د امریکا د ظالمانه طرحې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

د بیت المقدس او فلسطین لپاره د امریکا د ظالمانه طرحې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

‎د امریکا د جمهور رئيس ټرمپ لخوا د فلسطین لپاره د ( پیړۍ معامله) ترعنوان لاندې د سوله ییز حل طرحه اعلان شوه چې په کې راغلي: د شرقي بیت المقدس، اردن درې او په فلسطیني ځمکو کې د اسرائیلي ښارګوټو په شمول به د فلسطیني مسلمانانو پراخې مغصوبه سیمې د اسرائيلو برخه ګرځي.
‎اسلامي امارت دغه ظالمانه طرحه غندي او د فلسطینیانو په حقوقو یې ښکاره تیری ګڼي.
‎بیت المقدس د اسلامي امت پخوانۍ قبله او فلسطین د هغه هیواد د خلکو ملکیت دی چې د هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول معاملې وړ نه دی.
‎لکه څرنګه چې پخپله فلسطیني ولس هم دغه طرحه یوه دسیسه او احمقانه وړاندیز بللی، اسلامي امارت د مظلوم فلسطیني ولس ترڅنګ ولاړ دی.
‎اسلامي امارت له اسلامي هیوادونو او اسلامي کانفرانس څخه غوښتنه کوي چې د مسلمان امت په دغه حساسه موضوع کې خپل مکلفیتونه درک کړي.
‎او د دې ظالمانه معاملې د مخنیوي لپاره په ګ‌‌‌‌‌‌ډه کار وکړي.
‎دا ‌‌‌‌‌‌ډول تیرایستونکي او ظالمانه طرحه او اقدامات، په منځني ختیځ کې د جګړو اور ته لمن وهي.

 

‎د افغانستان اسلامي امارت
۴/۶/۱۴۴۱هـ ق
۹/۱۱/۱۳۹۸هـ ش ــ 2020/1/29م

Related posts