اګست 25, 2019

پکتیکا: وازه خوا کې رینجر تخریب، پخوانی قومندان قتل، ۳ پولیس ژوبل شول

پکتیکا: وازه خوا کې رینجر تخریب، پخوانی قومندان قتل، ۳ پولیس ژوبل شول

په مزدور دښمن د بریدونو په لړ کې د دوشنبې په ورځ  مازدیګر د پکتیکا ولایت، وازیخوا ولسوالۍ اړوند مرجانې کلي ته څېرمه د مزدورو پولیسو په رینجر موټر دمجاهدینو لخوا د ځای پر ځای شوي ځمکني ماین چاودنه وشوه، چې په ترڅ کې یې د دښمن رینجر تخریب او د عبدالرحمن په نوم د پولیسوپخوانی قومندان ځای په ځای قتل ۳ تنه نور پولیس ژوبل شول.

 د یادونې وړده چې یاد ګوډاګي په خیرکوټ او شیخ اباد کې د قومندانۍ پر مهال ګڼ وحشتونه او جنایات ترسره کړي ول، چې پکې د سیمه ایزو ملکي وګړو شهادتونه هم شامل و.

2019/6/12

Related posts