سپتمبر 23, 2019

غزنی: خواجه عمري کې۷ ټانکونه ویجاړ، د ځانکړې قطعې د کنډک قومندان او ۸ عسکر ووژل شول

غزنی: خواجه عمري کې۷ ټانکونه ویجاړ، د ځانکړې قطعې د کنډک قومندان او ۸ عسکر ووژل شول

تېره ورځ د غزني ولایت، خواجه عمري ولسوالۍ اړوند، چهاربرجه سیمه کې د مزدور رژیم په ټوپکیانو برید وشو، چې په ترڅ کې  د ځانګړې قطعې یوټانک په مکمل ډول ویجاړ او د کنډک د قومندان (ضیاءالدین) سالنګي په ګډون د ځانګړې قطعې ۸ تنه مزدور عسکر ووژل شول.

دیادونې وړده چې د مزدور دشمن دغه قوه ۵ ورځې له مخې یادې ولسوالۍ ته د عملیاتو په موخه راغلې وه، خو اوس د مجاهدینو تر کلکې محاصرې لاندې ده، او تر دې مهاله یې ۶ نور ټانکونه هم په مخامخ جګړه او چاودنو کې له منځه وړل شوي دي.

2019/6/12

 

Related posts