اکتوبر 18, 2019

لوګر مرکز او برکي برک کې ۳ پوستې فتحه، ۲۱ مزدور عسکر قتل او په لوی شمېر وسلې او مهمات ونیول شول

لوګر مرکز او برکي برک کې ۳ پوستې فتحه، ۲۱ مزدور عسکر قتل او په لوی شمېر وسلې او مهمات ونیول شول

تیره شپه ۱۲بجې مجاهدینو د لوګر ولایت مرکز اړوند میر ابدل د غره د سر پوسته باندی وسله وال برید ترسره کړ، چې تر لږ مقاومت وروسته یاده پوسته په بشپړه توګه فتحه، ۴ تنه سنګوریان مړه ۱ ژوندی ونیول شو او پاتي نور یې په خورا ذلت سره وتښتیدل. همداراز ۳میله کلاشینکوف، ۱میل راکټ او نور ګڼ شمېر نظامي توکي او مهمات مجاهدینو ته په لاس ورغلل.

دغه راز د مرکز اړوند کابل- ګردیز لویه لاره، تیری کنډو سیمه کې د مزدور دښمن یوه بله پوسته هم د مجاهدینو له لورې تر نیم ساعت مقاومت وروسته فتحه، ۷ تنه مزدور عسکر قتل او پاتي نور یې په تيښته بریالي شول. همداراز ۱ میل امریکایي پیکا، ۱میل درازکوف، ۴میله ایم۱۶ ټوپکونه او نور ګڼ شمېر مهمات مجاهدینو ته په ورغلي دي.

بلخوا برکي برک ولسوالۍ اړوند دوشیخ پوسته هم د مجاهدینو لخوا تیره شپه فتحه، ۹ تنه مزدور عسکر پکې مړه، او له دښمن څخه ۷میله کلاشینکوفونه، ۲میله پیکا، ۱میل راکټ او په خورا زیاته اندازه مرمۍ او نظامي توکي ونیول شول.

12-06-2019

Related posts