اګست 25, 2019

فاریاب، لولاش ولسوالۍ کې یوه دیني مدرسه پرانیستل شوه

فاریاب، لولاش ولسوالۍ کې یوه دیني مدرسه پرانیستل شوه

د فاریاب ولایت د تعلیم او تربیې د ولایتي او سیمه يیزو مسوولینو په زیار او د ولسي خلکو په مرسته  د دې ولایت د لولاش ولسوالۍ اړوند د چشمه سنګین په سیمه  کې یوه دیني مدرسه (شمس المدارس ) د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.

په دې غونډه کې د اسلامي امارت د ښوونې او روزنې کمیسیون ولایتي او د ولسوالۍ مسؤل، د سیمې علماءکرامو، مسوولینو،  قومي مخورو اوعامو ولسي وګړو ګډون کړی وو.

دغه پرانيست غونډه د تېرې جمعې په ورځ ترسره شوه چې د معارف د مسؤلینو تر څنګ د علماء کرامو له خوا د دیني ادارو د جوړولو او پاللو په اړه ګټورې ویناوې وشوې او د تعلیم پر اړتیا او اهمیت ټینګار وشو.

د سیمې ولسي وګړوهم د بشپړې مرستې ژمنه وکړه.

د یادونې وړده چې دغونډې په پای کې (۶۰) تنولیلیه او(۸۰) تنونهاریه شاګردانو د داخلې لپاره خپل نومونه ثبت کړل او سید ذبیح الله صاحب د سرپرست په توګه اومحمداصف صاحب د ناظم په توګه ورته وټاکل شول .

غونډه د معمول سره سم د کلام الله په مبارکو آیتونو پیل شوه او د مسلمانانو د خپلواکۍ پر دعا پای ته ورسېده.

 

Related posts