اګست 25, 2019

بلخ ولايت دولت اباد، نهرشاهي او خاص بلخ ولسواليو کې ۳۲ کلي او ۲ قرارګاوې د دښمن له وجوده پاک شول

بلخ ولايت دولت اباد، نهرشاهي او خاص بلخ ولسواليو کې ۳۲ کلي او ۲ قرارګاوې د دښمن له وجوده پاک شول

د الفتح عملياتوپه بهيركي پرون مازدیګر۵ بجې مجاهدینو د بلخ په دریو ولسوالیو کې د مزدور دښمن د ټوپکیانو په ضد تصفیوي عملیات ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې د دولت اباد ولسوالۍ اړوند، دهشتان، سورخکنبد، دراباد، شنگلاباد، هاشم اباد، شيخ اباد، پای مشهد په نومونو ۷ کلي او د شریرو اربکیانو ۲ مهمې قرارګاوې فتحه شوې. همداراز تېره ورځ هم په دغه ولسوالۍ کې ۳ اربکیان وژل شوي او ۸ نور ژوبل وو.

دغه رنګه نهرشاهي ولسوالي کې د شهرک ترکمني، بلوچان، کمپرک، هوتقول، نوارد کمپرک، تکه ترکمن په نومونو ۶ کلي په یو مخیز ډول فتحه، ۳ تنه اربكيان قتل، ۲ نور ژوبل شول.

د دې ترڅنګ خاص بلخ ولسوالۍ کې هم د ديوالي، برمزيد، اصفهان، توخي، نیازیان، کولامبو، بهاؤالدین، ارغون، حسین خیل، ماشک، قیصرخیل، پلاس پوش، بوریاباپ، غلام جان، هیوادو، پنجاب جریب، د بي بي، چقش او دولت زیو په نومونو۱۹ کلي په یومخیز ډول فتحه کړل.

په دې برسېره  د توخو سیمه کې د عطا محمد په نوم یوسمییز قومندان ھم له ۱ میل کلاشینکوف سرہ مجاھدینو ته تسلیم شو.

2019/6/11

Related posts