سپتمبر 23, 2019

د زابل دایچوپان ولسوالۍ له محاصرې وروسته په بشپړ ډول فتحه شوه، ګڼ عسکر وژل شوي

د زابل دایچوپان ولسوالۍ له محاصرې وروسته په بشپړ ډول فتحه شوه، ګڼ عسکر وژل شوي

د الفتح عملیاتو په دښمن ځپونکي جریان کې تیره شپه د زابل ولایت دایچوپان ولسوالۍ مرکز، ورته نیږدې د عسکرو قرارګاه او امنیتي پوسته په ټولیزه توګه فتحه شول.

 دوروستي معلوماتو له مخې  په یادو عملیاتو کې د مزدور دښمن ۲۷ تنه  عسکر وژل شوي او ۳۶ تنه نورژوبل شول چې د ۱۲ عسکرو جسدونه یې په سیمه کې پاتی شوی دي.

همد راز د دښمن ۱ هاموې ټانک او ۲ رینجر موټر له منځه یوړل شول، ۱ ټانک او خورا ډيره سپکه او درنه وسله، مهمات او نظامي لوازم تر لاسه شول.

په پيښه کې۸  تنه مجاهدین هم شهیدان اوزخمیان شوي

نور د دښمن لخوا هغه ادعا چې ګنې په یاده ولسوالۍ کې يې تر ۴۵ مجاهدین شهیدان کړي حقیقت نه لري.

دښمن غواړي د خپلې ماتې او درنو تلفاتو څخه د پام اړولو لپاره مجاهدینوته د درنو تلفاتو اړولو پروپاګند وکړي.

 قاري محمد یوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند

۸/۱۰/۱۴۴۰هـ ق

۲۱/۳/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/6/11م

Related posts