سپتمبر 23, 2019

لغمان، الینګار ولسوالۍ کې د معارف مسؤلینو د ښوونيزو ادارو له مسؤلینو سره غونډې وکړې

لغمان، الینګار ولسوالۍ کې د معارف مسؤلینو د ښوونيزو ادارو له مسؤلینو سره غونډې وکړې

د لغلان ولایت د تعلیم او تربیې سیمه ییزو مسؤلینو د الینګار ولسوالۍ د مدارسو له مهتممینو، د مکاتبو له مديرانو، سرمعلمینو او قومي مشرانو سره جلا – جلا غونډې وکړې.

د غونډو په لړ کې لومړۍ غونډه د یادې ولسوالۍ د نورلام درې د قومي مخورو سره د روژې مبارکې میاشتې پر ۹ نیټه، دویمه غونډه  هم نورلام دره کې د روژې د میاشتې پر ۱۱ مه نیټه  د دیني مدارسو له مهتممینو سره او دریمه غونډه د همدې ولسوالۍ د نور لام درې د ښوونځیو له مديرانو سره د روژې پر ۱۲ مه نیټه وشوه .

همداراز څلورمه غونډه د یادې ولسوالۍ د شیخ صاحب  په حوزه کې د ښوونځیو له مديرانو او سرمعلمینو سره وشوه، په غونډه کې دکلني امتحان په اړه مشورې وشوې، د معارف مسوولینو د امتحان د شفافیت توصیه ورته وکړه، دغه راز ټولو مسؤلینو د هغو زده کوونکو چې دائمي غیر حاضر دي، په امتحان کې د نه شاملیدو سپارښته وکړه، همدارنګه  د ښوونځيو  د مديرانو او سرمعلمینو لخوا د اسلامي امارت د تعلیم اوتربیې مسؤلینو ته ډاډ ورکړل شو چې ټول تعلیمي پروګرامونه به د اسلامي امارت د تعلیم اوتربیې د اصولو مطابق پرمخ وړي.

د دغو مجالسو موخه د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې کمیسیون د ټولو فرامینو او درسي پلانونو تطبیق او پلي کیدل، د ښوونیز بهیر شفافیت او همدا راز د یوه اسلامي سالم فکر ترغیب او تلقین وو.

غونډې ګهيځ د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل کیدلې او په دعا سره پای ته رسیدلې.

۱۴۴۰/ ۱۰/ 8 هـ ق

2019 / 6/11 م

Related posts