اګست 22, 2019

ګران هیواد/ زهیب

ګران هیواد/ زهیب

حافظ محمد قاسم زهیب

ښکاري چي تک شین او سره ګلونه دي
دا مو د وطن د غرو سرونه دي

دلته مو انګریز چنګیز روسان مات کړل
سور غر او میوند کي یې هډونه دي

نه پریږدي خپل غولي کي د بل قدم
میشت واړه باتور باتور قومونه دي

مخکي مو وې توري او کمان غشي
اوس بارود واسکټ موټر بمونه دي

کټ مټ فرشتو غوندي ګوزار کوي
زموږ د فدایانو کاروانونه دي

یو د افغاني میندو اصیل بچیان
سر باندي مو تور او سپین پاجونه دي

را بشي بیا تللي مسافر بازان
ما زهیب لیدلي دا خوبونه دي

Related posts