فبروري 26, 2020

بغلان: دوشي کې د مزدور دښمن ړندو هاوانونو اولسي خلکو ته دروند زیان اړولی

بغلان: دوشي کې د مزدور دښمن ړندو هاوانونو اولسي خلکو ته دروند زیان اړولی

له تېرو ۳ ورځو راپه دیخوا د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د مزدور دښمن په ضد د مجاهدینو عملیات روان دي، چې له امله یې مزدور دښمن ته د سر او مال زیانونه اوښتي دي.

په مقابل کې دشمن د خپل همیشني عادت له مخې په اولسي سیمو او کورونو د هاوان او نورو درنو وسلو ډزې کړې چې له امله یې د سیمې خلکو ته دروند مالي زیان اوښتی دی.

همداراز ظهرابي سیمه کې هم پرون ماسپښین مزدورو عسکرو د محمد حضرت په کور هاوان ویشتلی، چې له کبله یې ګڼ څاروي وژل شوي دي.

2020/1/25

Related posts