فبروري 26, 2020

بلخ: چمتال کې د دښمن هڅه شنډه او په تېښته مجبور کړل شول

بلخ: چمتال کې د دښمن هڅه شنډه او په تېښته مجبور کړل شول

تېره شپه د بلخ ولایت، چمتال ولسوالۍ کې د مزدور رژیم هغه عسکر چې سیمې ته د چاپې په موخه راغلي ول، د مجاهدینو له ځپونکي غبرګون سره مخ شول. د راپور له مخې دغې نښتې ۳ ساعته دوام درلود چې په ترڅ کې یې دښمن له سخت شکست سره مخ او بیرته وتشتید.

تر شکست وروسته دښمن سیمه کې بمبار کړی او د خپل شکست غچ له اولس څخه د اخستلو په لړ کې یې د برید له ځایه لري د اولسي وګړو په یو استوګنځای یرغل وکړ، او د دروازو او کړکینو تر ماتولو وروسته یې ۳ ملکي وګړي له ځان سره یووړل.

2020/1/24

Related posts