اپریل 07, 2020

د واشنګټن ساتونکی څه وایې؟!

د واشنګټن ساتونکی څه وایې؟!

د ورځي خبره:

د کابل رژیم چلونکي اشرف غني داووس اقتصادي فورم کې یوې ناستې ته وویل: که طالبان د جګړې دریدو ته تیار وي، نو ټولنه یې منلو ته چمتو ده او که د سولې په نامه دنظام چپه کول غواړي نو حکومت او ټولنه به یې پرضد راپورته شي!! غني په خورا ویاړ سره وویل چې له ټرمپ سره یې اړیکي د هغو ژمنو له مخې جوړ کړي چې هغه( ټرمپ) له امریکایي ولس سره کړې!!
اشرف غني څه موده وړاندې خپلو وسله والو ته په ډاګه وویل چې: « ستاسو له برکته په نیویارک او واشنګټن کې بمونه، نه دي چادولي»
څوک چې د خپلې ادارې او وسله والو اصلي دنده د واشنګټن ساتنه ګڼې او عملا یې دامریکایي ګټو دساتنې په موخه پر خپل ولس د وحشت او ظلم ناتار پیل کړی وي،نو د دغه نمک حرامه بچي تر شا به کومه ټولنه وي؟ افغان ولس که امریکایي یرغلګر؟ څرګنده ده چې د همدې ګوډاګیانو تر شا د یرغلګرو له ملاتړ پرته بل څه نشته.
د امریکایي ګټو مدافعین د نورو غلامانو په څېر ټولنې استفراق کړي او پر ضد یې جهاد پیل کړی دی، د دې یو ساده مثال دا دی چې د کابل ادارې منسوبین چې پر مځکه یې موټریز کاروان او په هوا کې الوتکې بدرګه نه کړي له ښاره ولسوالۍ او له ولسوالۍ څخه اطرافي سیمو ته نشي تللای، خو د اسلامي امارت مجاهدین، آن یو مجاهد د شپې او ورځې د هیواد په هره سیمه او سمت کې ازاد تګ راتګ کولای شي! نو ایا کابل رژیم کولای شي چې ټولنه دمجاهدینو پر ضد راپورته کړي؟
اشغالګرو او مزدورانو یې تېر اتلس کاله ډیرې هڅې وکړې چې ولس د مجاهدینو پر وړاندې ودروي، خو نه یوازي دا چې د ولس او مجاهدینو تر منځ په فاصله ایجادولو و نه توانیدل، بلکې مجاهدینو د ولس په هر اړخیز ملاتړ یرغلګر او ګوډاګیان یې له ډیرو سیمو وشړل او د اسلامي امارت د واک ساحه د لویو ښارونو تر دروازو ورسیده او پر دښمن یې دمحاصرې کړۍ ورتنګه کړه.
غني د اسلامي امارت د قطر دفتر پر غړو تور ولګاوه چې هر یوه یې څلور او پنځه ښځې کړې او مزې کوي، خو طالب جنګیالي له جنګه ستړي دي او د جګړې ختمیدو ته لېوال دي. غني چې یرغلګرو دمفکر نوم ورکړی او دی دعوه کوي چې د لاهور په پنځو مدرسو کې یې دیني زدکړې کړې، یو کال یې نبوي سیرت ویلی او شپږ ویشت کلنۍ کې یې داسي مقالې لیکلې چې لا یې هم خلک لولي، مګر همدغه مفکر له دینه دومره ناخبره دی چې دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم لمسی(حضرت حسین رضی الله عنه یې (نواسه خدا) وباله ( نعوذ بالله )، دجنازې لمونځ کې یې رکوع وکړه او له دومره دیني زده کړو سره سره په دې نه پوهیږي چې اسلام کې یو سړي ته د پنځو ښځو نکاح روا ده او کنه؟
د اسلامي امارت مشرتابه خپلو اهدافو ته دومره ژمن دی چې له نه اټکل کیدونکو فشارونو سره سره یې له خپلو اهدافو، ارمانونو او علیا ګټو تنزل نه دی کړی، د اسلامي امارت مشران له خپل ځان او کورنۍ تېر شوي؛ خو د اسلام او هیواد په منافعو یې سودا ته زړه نه دی ښه کړی،د اسلامي امارت ګڼ مشران او دکورنۍ غړي یې شهیدان شوي او زندانونه یې ګاللي، د بېلګې په توګه داسلامي امارت پخوانی زعیم مرحوم اميرالمؤمنين ملا اختر محمد منصور رحمه الله شهید شو، د اوسني زعیم عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله زوی(عبدالرحمن) استشهادي عملیات وکړل، د قطر دفتر مشر او د مذاکراتي ټیم غړو کلونه کلونه حبس تېر کړی او…..
موږ په خپل مشرانو ویاړو چې په ډيرو سختو حالاتو او شرایطو کې یې مجاهدین یوازې نه دي پرې ایښي، په سنګر او دفتر کې یې د دین او وطن د دفاع په لار کې ډيرې هڅې کړې او د افغان ولس د غیرت شمله یې هسکه ساتلې ده.
زموږ جهاد به تر هغو روان وي چې یرغلګر په ټولیزه توګه له ګران هیواده وځي او د مؤمن ولس ستر ارمان اسلامي نظام نافذیږي.

Related posts