فبروري 27, 2020

د امریکا هيوسټن ښار یوې سترې چاودنې لړزولی

د امریکا هيوسټن ښار یوې سترې چاودنې لړزولی

د امریکا د ټکساس ایالت هیوسټن ښار یوې زورورې چاودنې لړزولی او وروسته ورنه سیمه کې ستر اور لګېدلی دی.

سیمه ييزو رسنیو رپوټ ورکړی، چاودنه نن د جمعې ورځې په سهار د هیوسټن ښار په صنعتي سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د عیني شاهدانو په خبره، چاودنه دومره ستره وه چې تر لرې سیمو پوري يې د ودانیو شيشې او دروازې ماتې کړې او د ښار په ټولو برخو کې يې غږ اورېدل شوی دی.

تر پېښې وروسته د ژغورنې او اطفائيې کارکونکي سیمې ته رسېدلي او پولیسو د پېښې ځای کلابند کړی دی.

پولیسو که څه هم د پېښې د نوعیت په اړه څه ویلي نه دي، خو رسنیو څرګنده کړې چې چاودنه هغه فابریکه کې رامنځ ته شوې چې د ماشينونو پرزې پکې جوړېدلې.

تراوسه په دې چاودنه کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د اطفائيې ادارې له خلکو غوښتي چې د پېښې له ځایه لرې واوسي، ځکه کېدلی شي د چاودنې له امله خطرناک مواد خپاره شي.

احمد ظريف

Related posts