مارچ 30, 2020

د شهيد مولوي محمدالله فاروقي تقبله الله ژوند ته كتنه

د شهيد مولوي محمدالله فاروقي تقبله الله ژوند ته كتنه

ترتيب: خطيب

افغان خاوره او افغان ملت يو ځانگړی حيثيت لري، دلته چې څوك پر يرغل راشي د جهاد له أمله پرې دا خاوره تنور او د ولس بچيان مو پرې تندر شي، دلته له څلور لسيزي زيات وخت راسي بيابيا له ټلوالي او ډله ايزو يرغلگرو سره جگړه شوې، پرزېدلي او همدلته اېره شوي دي، ورسره دې خاوري د يوې بټۍ حيثيت غوره كړی او ملت پكي د اتلولۍ تجربې پخې كړې، هو! دلته ځيني يرغلگرو هم په مغزو كې دا خيال له ځانه سره راوړی و چې رابشي جگړه اېزه تجربه به ترلاسه كړي، خو دې بخت ازمايني ترې سرونه وخوړل ماغزه يې همدلته توی او دغه خام خيال تر خاورو لاندي شو.

زموږ د ملت مجاهدو پرگنو كه له يوې خوا د هغه اصيل بچيان د خپل اولاد او نسل په توگه پرې اېښي له بلي خوا يې جهادي فكر او هر اړخيزي تجربې هم پر مېراث ور پاتې دي، له نېكه څخه پلار ته، له هغه څخه زوی ته او له زوی څخه لمسي ته له هريوه د هغه ځانگړني او تجربې له معاصرو او شخصي زياتونو سره پر تناسلي او توارثي ډول رارسېدلې چې پر مټ يې موږ د هر تيري ځواب پر نره كړی او كوو به يې ان شاءالله، لاندي د يو شهكار مجاهد پر ژوند څو كرښي كاږم چې پلار يې هم د پخواني جهاد مخكښ قوماندان و، هو شهيد مولوي محمدالله فاروقي تقبله الله د خپل پلار د اتلوليو نووښتگر قوماندان.

زوكړه: شهيد مولوي محمدالله ﻓاروﻗﻲ تقبله الله د ملا بهاءالدين زوی، پر قوم گداخېل او پر۱۳۵۰هـ لمريز كال د لوگر مركز ولسوالۍ د قلعه غفار كلي په يوه دېنداره، علمي او جهادي كورنۍ كې نړۍ ته سترگي پرانېستې، له شوروي يرغل څخه د هجرت په لړ كې يې كورنۍ پر۱۳۶۰هـ لمريز كال د هغه په لس كلنۍ د گاونډي هېواد خيبر پختونخواه ايالت مانسهرې ضلعې ته هجرت وكړ او د افغان كډوالو په پنډغالي (خاكي كېمپ) كې مېشت شول.

زدكړې او تدرېسي بهير يې: له نږدې پېنځه كلنۍ يې د كلي له ملا امام څخه زدكړي پيل كړې او سېپاره او قرآنكريم يې ولوستل، وروسته د خاكي كېمپ د مهاجرېنو نعمانيه نومې مدرسې ته د لومړنيو زدكړو لپاره داخل شو، ورپسې يې د پېښور چراټ سېمي جامعه محمديه مدرسه، د ټل سرحدي سيمي درسمند كې، د جلال آباد درونټې مدرسه او په هېواد دننه او بهر نورو مدرسو كې منځنۍ زدكړي سرته ورسولې، خو د جهادي بوختياو له أمله پكې له اوږد ځنډ سره مخ شو.

پر۱۳۸۰هـ لمريز كال امريكايي يرغل څخه شهيد ﻓاروﻗﻲ تقبله الله د زدكړو د يو نوي چانس په توگه گټه پورته كړه چې پر همدغه كال يي بيرته هجرت وكړ او پر راتلونكي۱۳۸۱هـ لمريز كال يې د ټل په عربيه دارالعلوم كې له مرحوم شيخ الحديث معزالحق صاحب رحمه الله څخه وړه دوره وكړه، ورپسې يې پر۱۳۸۲هـ لمريز كال د پختونخوا په مشهوره ديني درسگاه دارالعلوم حقانيه اكوړه خټك كې شيخ القرآن والحديث حضرت مفتي محمد فريد زروبوي رحمه الله او نورو استادانو څخه لويه دوره وكړه او همالته يې د ۱۴۲۵ سپوږميز كال په رجب المرجب كې چې له۱۳۸۳هـ لمريز او ۲۰۰۴ زېږديز سره برابر وه د فراغت سند ترلاسه او د ملايي پكړۍ يې وتړله.

له فراغت سره سم شهيد ﻓاروﻗﻲ تقبله الله دوه كاله (۸۵-۱۳۸۴هـ لمريز) د پېښور هزار خوانۍ  په دارالعلوم الاسلاميه كې تدريس وكړ، خو دا چې پر دوهم كال د مجاهدېنو يوه ډلگۍ ور له غاړي شوه، غوښتل يې په سيمه كې پاتي او د درسونو ترڅنگ جهادي فعاليتونه هم وكړای شي، همغه و چې پر۱۳۸۷هـ لمريز كال يې د لوگر مركزي ولسوالۍ په كجۍ سېمه كې د شهيد مولوي محمدولي حقاني تقبله الله په مرسته د يوې مدرسې بنسټ كېښود او دغه كال يې همدلته درس وكړ.

د أمنيتي گواښونو له أمله يې درسونو دوام ونشو كړای، نو د همدې ولسوالۍ دوغ آباد په نوم يوه بله سيمه كې يې د شهيد مولوي محمدولي حقاني په مشرۍ د خالد بن وليد په نوم مدرسې بنسټ كېښود او هملته يې درسي چاري پيل كړې، خو د۱۳۸۹هـ لمريز تعليمي كال له بشپړېدو لږ وړاندي د لوگر مركز اړوند كلنگار سيمه كې له اشغالگر  دښمن سره په يوه مخامخ نښته كې شديد ځخمي شو چې تداوي يې تر دوه كاله وخت ونېوه.

د جهاد پيل يې: شهيد مولوي محمدالله فاروقي تقبله الله په افغانستان كې د اسلامي امارت له رامنځته كېدو سره سم هېواد ته را ستون شو او په۱۳۷۶ هـ لمريز كال يې د ننگرهار په درونټه كې زدكړي كولې چې د مشرتابه له لوري د مدرسو طالبانو ته د شمال جنگي كرښو ته د تللو أمر وشو، شهيد فاروقي تقبله الله چې په مدرسه كې د لوگر طالبانو خپل صدر نومولی وه د هېواد شمال ته لاړ او د هغه وخت د كاپيساولايت جهادي مسئول شهيد مولوي محمدخوشحال ملنگ تقبله الله پر مشرۍ يې په گڼ شمېر عملياتو كې برخه واخېسته، د شمالي ولايتونو د زياتر فتوحاتو گډونوال و، د اسلامي امارت په وروستيو كې د هغه وخت د مجاهدېنو لوی درستيز ملافاضل آخند سره و او تر اشغال پوري ټوله موده يې د جگړې په گرمو سنگرونو كې تېره كړه، خو له أمله يې د هغه په درسونو كې هم اوږد ځنډ رامنځته شو.

د اسلامي امارت له سقوط وروسته د نورو طالبانو په څېر فاروقي تقبله الله هم زدكړو ته مخه كړه، خو موده نه وه تېره چې د صليبي اشغال په وړاندي يو ځل بيا نوی جهادي بهير اعلان او بيا پيل شو، دا چې امكانات او د جگړې چانس د پخوا په پرتله ډېر كم او د نوې جگړې څرنگوالی لا هم پوره څرگند نه و، نو له خال خال غلچكي بريدونو او تكتيكي چاودنو څخه ياد بهير راپيل شو او ترڅنگ يې د ټيټ پوړ مجاهدينو پر راغونډولو، سمبالښت، د جگړي د كميت او كيفيت ارزونه او ورته نويو تياريو كار كېده چې له ښه مرغه پر لږ وخت په ټولو برخو كې پرمختگونه رامنځته، امكانات نسبي پراخ او جگړه ايز فعاليتونه معياري او گړندي شول.

شهيد فاروقي تقبله الله د شهيد مولوي ميرأحمدگل هاشمي تقبله الله پر مشرۍ د ياد بهير له لومړنيو شېبو د هغه برخوال و، د وړې او لويي دورې او بيا څه موده تدريس ترڅنگ يې له كلنيو، اختريزو او ځيني نورو غير مترقبه رخصتيو څخه پر گټه اخېستنه جهادي فعاليتونه تر سره كول چې بيا د هغه لوړي جهادي سويې او نووښتگرو فعاليتونو ته پر كتو پر۱۳۸۵هـ لمريز كال د شهيد  مير صاحب هاشمي تقبله الله تر مشري لاندې يوه بېله ډلگۍ ور له غاړي كړله شوه چې د ژوند تر وروستۍ سايې مشر پاتي او له هغه وروسته يې شاته پرېښوده.

دا چې شهيد فاروقي تقبله الله د پخواني امارت له وخته يو غښتلی، تجربه كار او باتور مجاهد و جهادي فعاليتونه يې بريالي، مشري يې مثالي، كارنامې يې بېخي زياتي او په دې ځای كې له ټولو بشپړه يادونه ناشونې ده، هغه د خارجي دښمن په موندلو او تر بريدلاندي نېولو ډېر حريص و.

د لوگر ولايت اړوند لومړی أمريكايې ټانگ د مركزي ولسوالۍ اړوند بابوس سيمي په بابوسو لگډ كې فاروقي تقبله الله  والوزاوه او له۴سپرو سره يې بشپړ ټوټې ټوټې كړ، دغه رنگ كلنگار د كلاحوض خان سيمه كې د هغه په مشرۍ د امريكاچك ايالت پر اشغالگرو يو كمين و وهل شو چې د شپې مهال ۱۲بجې ورسره مخ شول، د يو ساعت جگړې په دوام كې د اشغالگر دښمن۴ټانگونه له سپرو سره له منځه يوړل شول چې سباورځ ولسي وگړو د دوه وژل شويو اشغالگرو سرونه د غنمو پټيو كې موندلي وه، په دې كمين كې د بركي برك ولسوالۍ شهيد مولوي اسماعيل مظلوم تقبله الله هم برخوال و چې هغه مهال د فاروقي تقبله الله ملگری و.

همدا رنگه پر۲۰۰۸زېږديز كال يې دu.nتبشېري/عېسويت ته د بلني موسسې هغه درې لوړپوړې ښځېنه غړې چې د افغان مېرمنو د بېلارۍ لپاره يې كار كاوه لومړی له پكتيا څخه تعقيب او بيا يې د غرمې۱۱بجې د لوگر مركز اړوند كلنگار كلارحمت په سيمه كې د هغو پر لنډكروزر موټر بريد وكړ او درې واړه يې و وژلې، دا بريد دومره رسا وه چې د امريكا د هغه مهال ولسمشر بوش او د برېتانيا لومړي وزير ته يې زورور ټكان او صدمه ورسېده او ورسره گوډاگۍ اداره هم د اشغالگرو تر فشار لاندي راغله ترڅو د لويي لاري پر سر مزدور عسكر و گوماري.

شهيد فاروقي تقبله الله د ډلگۍ مشري او جگړه ايزو فعاليتونو ترڅنگ د اسلامي امارت په تشكيلاتو كې يو كال د لوگر مركزي ولسوالۍ په استازيتوب د ولايتي كمېسيون د غړي او يو كال هم د همدې ولسوالۍ د ملكي مسئول په توگه دنده تر سره كړې وه، له هغه پرته يې وروستي ۷كلونه پرلپسې پر۱۳۹۱هـ لمريز كال د ازرې ولسوالۍ د نظامي كمېسيون رئيس، پر۱۳۹۲هـ لمريز د خوښي ولسوالۍ د نظامي مسئول، پر۱۳۹۳هـ لمريز د محمدآغې ولسوالۍ د نظامي كمېسيون رئيس، پر۱۳۹۴او۹۵هـ لمريز دوه كلونو د بركي برك ولسوالۍ نظامي مسئول، پر۱۳۹۶هـ لمريز يوځل بيا د خوښي ولسوالۍ نظامي مسئول، پر۱۳۹۷هـ لمريز د څرخ ولسوالۍ نظامي مسئول او روان ۱۳۹۸هـ لمريز كال يې يو ځل بيا د ازرې ولسوالۍ د نظامي مسئول دنده ترسره كړې چې ټوله موده يې له بشپړ شوق، اخلاص او متانت سره سرته رسولې او له أمله يې د يادو ولسواليو مجاهدېنو په گډون گرد ولايت او چاچې هغه پېژاند د ټولو په زړونو كې ځای درلود.

شخصيت يې: د شهيد فاروقي تقبله الله په اړه د ملگرو تأثرات او له هغه څخه لرلې خاطرې زياتي دي، پر هغه باندي الله تعالی ډېر څه پېرزو كړي وه، هغه يو د دنگو اخلاقو، لوړ جهادي فكر، متين هوډ، غوڅ دريځ او مبتكر رول څښتن شخص وه، له ميړاني سرشاره، په جگړه ايزو چارو پوه قوماندان، زړور او شهكار مجاهد وه، ستونزو او شرائطو ته د سرټيټۍ تمه ترې كله هم نه كېده، هغه د ايثار او فداكارۍ نمونه وه او په هرڅومره نامساعدو شرائطو كې له ملگرو نه بېلېده، د ستونزو په وړاندې مقاومت او نارمل اوسېدل يې يوه بله ځانگړنه وه، هغه ته لكه چې الله تعالی د سنگر د فتحي وياړ ور بښلی وه هغسي د منبر سړی هم وه.

يو ملگری يې وايي: پر۲۰۰۸زېږديز كال يو ځل د لوگر مركزي ولسوالۍ كمال خېلو كلي كې و، چې د شپې۹بجې د دښمن چورلكي ډېري گرځېدې او فكر كېده پر موږ چاپه وي، موږ درې ملگري و د تللو پرېكړه مو وكړه او په موټر كې مو د محمدآغې ولسوالۍ پر لور حركت وكړ، د واغجان تنگۍ منځ كې د پوستې مخ ته أمريكايان ولاړ و، څومره چې ور نږدې كېدلو لېزر يې راباندي اچاوه، ماورته ويل څنگه كوو؟ فاروقي تقبله الله ويل پر ورځو، كه يې و درولو بريد پر كوو، ملگری وايي له ماسره كلاشينكوف او له هغه سره كرينكوف و، مرمۍ مو ور وستې، خو چې ور نږدې شوو پرته له دې چې ومو دروي ترې تېر شوو.

شهيد فاروقي تقبله الله د مشرانو بېخي زيات درناوی او اطاعت كاوه، د لائحو پابند او د اسلامي امارت اهدافو ته يو ژمن مشر وه، هغه د ځان ستاينه نه خوښوله، پر جهادي لاسته راوړنو يې نه وياړل بلكې هغه يې يواځي د الله تعالی نصرت باله، له ولسي خلكو سره تعامل او برخورد يې خورا صميمانه او پر مېنه، همدردۍ، درنښت او شفقت ولاړ و، له ملگرو سره چلند يې هيڅ آمرانه بڼه نه درلوده بلكې د ملگرو له منځه يو فرد به ښكارېده، يو ملگری يې وايي چې كله به د شپې مهال له فاروقي تقبله الله سره و نو موږ به ډېر مطمئن ځكه و چې پيره به ټوله شپه هغه خپله كوله، نورو ته يې د پيرې اجازه نه ور كوله.

شهادت يې: دا چې كه څه هم شهيد مولوي محمدالله فاروقي تقبله الله بهرني او كورني دښمن د ځان لپاره يوه ستره سرخوږي گڼله او جدي يې تر څار او پاملرني لاندي ساته، خو هغه به د خپلو مسئوليتونو او مصلحتونو پر بناء د دښمن د نفوذ ساحه كې د شپې مهال پاتي كېده، د شهادت په ورځ هم د ماښام له لمانځه وروسته له څلور نورو ملگرو (مولوي أمان الله خادم، قاري محمدغازي حمزه، طالب العلم حكمت الله ياسر او محصل حكمت الله طه) سره په يو موټر كې د مركز اړوند له پلرني كلي كلاغفار څخه د كلنگار په لور روان و چې د الوزيو په سيمه كې د اشغالگرو د بې پيلوټه الوتكي تر بريد لاندي راغلل او د روان۱۳۹۸هـ لمريز اسد/زمري مياشتي پر۲۶مه چې د۱۴۴۰هـ سپوږميز ذوالحجې/لوی أختر له۱۶مې سره برابره وه د شهادت دنگ مقام ته ورسېدل، انالله و انااليه راجعون.

شهيد فاروقي تقبله الله تر شا دوه وروڼه، د پېنځو زامنو په گډون څو اولادونه، يوه تور سرې او د ۵۰ تنه مجهزو مجاهدېنو ډلگۍ پرېښوده، روح يې ښاد او ياد يې تل پاتي اوسه.

له ملا عبدالباقي آخند (حاجي بابا) او مولوي خليل أحمد ثابت صاحب څخه په مننې.

Related posts