اګست 22, 2019

د ګران ولس سوکالي او ښیرازي

د ګران ولس سوکالي او ښیرازي

د ورځي خبره :

داسلامي امارت د تاسیس هدف د ولس سوکالي، ښیرازي او داسلامي نظام نفاذ و، او دی. اسلامي امارت دخپل تاسیس له پیل څخه دولس دامنیت، هوسایې او پرمختګ لپاره ډير څه کړي،د شر او فساد او داشغال ضد مبارزو په مهال یې د ګران ولس دحقه حقونو دترلاسه کولو لپاره هر اړخیز کوښښونه ترسره کړي او په دې لار کې یې بې حسابه ستړیاوې او زحمتونه ګاللي دي.

همدا اوس چې کابل رژیم دکومو عام المنفعه پروژو او پرمختیاوو خبرې کوي، ددې اکثرو بنسټ اسلامي امارت ایښی او له اړوندو طرفونو سره یې لومړني توافقات کړي دي، دبېلګې په توګه د ټاپي پروژه یادولای شو چې بنیادي هڅې او دافغانستان له لارې پر تطبیق یې د اسلامي امارت واکمنۍ کې هوکړه وشوه.

همداراز داسلامي امارت په واکمنۍ کې  د مخابراتو په برخه کې دافغان بیسیم شرکت سره ابتدایې توافق، دنویو افغان نوټونو طرحه او چاپ، دکابل- کندهار د لویې لارې ترمیم او په  اساسي ډول  درغولو پیل یې، معارف ته وده او پراختیا ورکول او دمطبوعاتو، صحت او فوائد عامه په برخو کې بنسټیز کارونه دمشت نمونه ای خروار په توګه یادولای شو.

داسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین اخند زاده صاحب حفظه الله  په اختریز پیغام کې دولس پر سوکالۍ، دمعارف پر انکشاف، دعام المنفعه تاسیساتو پر ساتنې او پیاوړتیا ټینګار کړی او مجاهدینو ته سپارښتنه کړې چې ساتنه یې وکړي.

« اسلامي امارت خپل ولس ته ډاډ ورکوي چې د سالم شرعي نظام په سیوري کې به هیوادوالو نارینه او ښځینه و ته ټول حقه حقوق ورکول کیږي.

اسلامي امارت به د معیاري (دیني او عصري) تعلیم، کار، تجارت، ترقي ، آبادۍ اوپه ټولو اجتماعي برخو کې د پرمختګ  زمینه سازي کوي، ځکه دا د افغانانو بنیادي حق او زموږ د ټولنې د رفا او کامیابي لپاره  حیاتي او لازمي اړتیا ده.

اسلامي امارت همدا اوس ټولو مجاهدینو ته ځانګړي هدایات کړي چې د عام المنفعه پروژو ساتنې، پالنې او پرمختګ ته خاصه توجه وکړي».

د ګران ولس سوکالي او ښیرازي زموږ لومړیتوب دی، اسلامي امارت ژمن دی چې دګران هیواد او محبوب ولس د سوکالۍ، ترقۍ، امنیت او ښه راتلونکي لپاره به هر اخیزې هڅې کوي. خپل ټول توان به په کار اچوي چې ګران هیواد ازاد کړي او یو داسي اسلامي نظام پکې رامنځته کړي چې د ټولو قومونو او قشرونو استازیتوب وکولای شي او د نورو له احتیاج او مداخلو څخه په امان وي.

ان شاءالله تعالی

Related posts