دسمبر 16, 2019

د امریکایي اشغالګرواو ګوډاګیانو د جنایتونو په اړه، د اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایاتو د کمیسیون اعلامیه

د امریکایي اشغالګرواو ګوډاګیانو د جنایتونو په اړه، د اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایاتو د کمیسیون اعلامیه

هیوادوال شاهدان دي چې د روژې په مبارکه میاشت کې امریکايي جنګي جنایاتو او د هغوی د کورنیو همکارانو وحشیانه کړنو خورا ډير ملکي هیوادوال د ماتم په ټغر کښینول.
په دا وروستیو کې په فراه، هلمند، غزني، میدان وردګو، پکتیکا، او ګڼو نورو ولایتونو کې په عام ولس د امریکایانو ړندو بمبارونو، شپنیو چاپو او په ملکي اماکنود بریدونو له امله د ښځو اوماشومانو په ګډون زموږ ډيرشمیر ملکي هیوادوال شهیدان او ټپيان شول ګڼ کورونه ونړیدل.
د اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایاتوکمیسیون لخوا، د ملکي هېوادوالو د تلفاتو او خساراتو راټولې شوي شمېر ښي چې د تېر هر وخت په پرتله وحشت او جنایت خپل اوج ته رسېدلی دی.
د روان ۲۰۱۹ میلادي کال د لومړنیو څلورو میاشتو ارقام جوتوي، چې د امریکايي اشغالګرو او کورنیو ګوډاګیانو لخوا په ملکي خلکو په د بریدونو له امله (۳۴۹) پېښې را مینځته شوې دي.
په دغه شمیرنه کې د امریکايي اشغالګرو او غلامانو لخوا ٍيې د ښځو او ماشومانو په ګډون ( ۶۲۷) تنه ملکي هېواد وال شهیدان شوي، ( ۴۶۵) تنه نور ټپیان دي، ( ۳۱۳) تنه له خپلو کورونو را ایستل شوي او زندانونو ته اچول شوي، ( ۳۲) محرابه مسجدونه، (۷) بابه مکتبونه، (۶) بابه دیني مدرسې او (۸) بابه روغتیايي مرکزونه او کلینیکونه د بمبارونو له امله یا په مخامخ بریدونو کې ویجاړ شوي دي.
ورسره د بې وزله هیوادوالو (۵۲۱) مسکوني کورونه، (۱۰۶) بابه دکانونه په قصدي توګه هدف ګرځول شوي او ویجاړ شوي دي.
له دې برسیره د ملکي خلکو لسګونه شخصي موټر او موټرسایکلونه له منځه وړل شوي او ورسره د هیوادوالو سلګونه رأسه حیوانات هم وژل شوي دي.
په دغه عام تخریب کې د خلکو له کورونو څخه قمیتي توکي، د ښځينه وو ګينې او نور اجناس لوټ شوي، حتی په ځينو مواردو کې مخامخ ښځې نیول شوي وهل شوي او تر کابله بیول شوي دي، چې ښه مثال يې د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ کې د شهید ډاکټر اسدالله د کورنۍ قضیه ده.
امریکايي اشغالګر او کورنۍ ګوډاګیان يې دغه وحشیان کړنې ځکه تر سره کوي چې په نظامي ډګرونو کې د مجاهدینو له لاسه درانه تلفات ګالي، سیمې له لاسه ورکوي، نو غچ له عام اولس او ملکي خلکو اخلي.
په ځانګړې ډول يې په روانه روژه میاشت کې د عامو خلکو په ضد (۱۳۴) بریدونه وکړل چې ملت د درنوځاني او مالي زیانونو شاهد وو.
بل لوري ته د اسلامي امارت مجاهدینو سره له دې چې د معلوم دښمن په مرکزونو، بیسونو، پوستو او اهدافو يې کارنده ګوزارونه ترسره کړل، او دښمن ته يې درانه تلفات واړول، خو د جګړې دحجم له لویوالي سره سره يې د ملکي خلکو له ژوند سره پوره احتیاط کړی او هیڅ داسې مورد نشي ثابتیدای چې په قصدي ډول په کوم ځای کې عام خلک په نښه شوي وي، او یا د مجاهدینو په بریدونو کې اولسي خلکوته تلفات اوښتي وي.
البته په دې اړه د دښمن د چینلونو لخوا تبلیغات زیات دي، خو هغه څه چې ملت يې د سر په سترګو ویني د مجاهدینو لخوا د خلکو له ژوند سره بشپړ احتیاط ده.
مجاهدین د عامو خلکو په وړاندې خپل مسئولیت په ښه ډول درک کوي، لکه څرنګه چې د الهي ارشاداتو له مخې د ملکي خلکو د ژوند، عزت، مال او شتمنۍ په ساتنه مکلف دي، همدا شان یې د خلکو د سر ساتنې ته هم پاملرنه کړي او د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایاتو له کمیسیون سره یې د ملکي تلفاتو اوشکایاتو په تدارک کې پوره همکاري کړي ده.
د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایاتو کمیسیون، د ملکي تلفاتو د مخنیوي په برخه کې د اسلامي امارت له مجاهدینو، امارتي ادارو او عام اولس څخه د هغوی د همکاریو له امله مننه کوي، خو تر څنګ يې د امریکايي اشغالګرو اود کابل ګوډاګۍ ادارې ولس ضد اوکرغېړنې کړنې په سختو ټکو غندي.
همدا ډول له افغان مجاهد ولس څخه د صبر او زغم د غوښتنې ترڅنګ هغوی ته ډاډ ورکوي چې ان شاءالله له هیواد څخه د اشغال لمن په ټولیدو ده، الله تعالی به دې ستر ملت ته د قربانیو په برکت آزادي، اسلامي حاکمیت، امن او سوکاله ژوند ته د رسیدو زمینه مساعده کړي.
موږ له ټولو مجاهدینو څخه بیا هم غوښتنه لرو چې د خپلو همکاریو په دوام، د امارتي فرمانونو او لوائحو په رڼا کې د ولس خوندیتوب ته همداسې لومړیتوب ورکړي، ولس ساتنې ته ژمن واوسي او د ملکي تلفاتو اوسمع شکایاتو کمیسیون له نماینده ګانو او له عام ولس سره د تلفاتو د دقیقو ارقامو معلومولو او د ولس د شکایاتو د اورېدلو او بیا هغوی ته د رسیدګۍ په برخه کې لا ډيره همکاري اوتوجه ولري. والسلام.
د اسلامي امارت د ملکي تلفاتو اوسمع شکایاتو کمیسیون
۲۹/۹/۱۴۴۰هـ ق
۱۳/۳/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/6/3م

Related posts